استاد محمد عاطف شهید
مولانا عبد الصبور عباسي
د اشرف غني د حکومت په اخرني کال کښې ډېر زیات علماء په مرموزه توګه ووژل شول، په ځینو انفجارات وکړل شول خو الله بچ کړل.
په هغه قربانیانو کښې یو کس عاطف رحمه الله هم و.
د عاطف صیب مرګ په ما ډېر ګران تمام شو ، ځکه زما ورسره ډېر ښه تعلق و ، ما ته ئې هر څه معلوم ول ، اخلاق ، دیانت ، عبادت او انساني روابطو کښې فسټ مین و.
شخصي ژوند کښې قرضدار و ، تخار کښې یې خام کور د ښار نه ښه لرې په قرض پیسو جوړ کړی و او دی په دغه وخت کښې د سلام پوهنتون د کندوز رئیس و، د جمعیت اصلاح د شمال د دواړه زونو رئیس و ډېرو شیانو ته یې لاس رسی و، خو دی قرضدار و، دا ئې د دیانت حالت و.
د عبادت حال یې دا و چې د تهجدو مسلسل پابند و ، ماسره په اوږدو سفرونو تللی خو تهجد به یې د ستړیا او سفر په حالت کښې هم نه قضاء کول،
ما به ورته ویل مړه وده شه د خوبه د وویستو، د خندا نه به شین شو، مال چې ویښ پراته یو نو .....
د قرضداري سره یې د شهامت دا حالت و چې بازار کښې به دې څه و پېرل ، د چا مجال نه و چې پیسې ورکړي.
د بلیغ صیب زوی شهید شوی و ، موږ ناڅاپه روان شو ، زما دستار نه و ، د افغاني دود مطابق باید ملا او سپینږیری په مړي ژوندي
کښې دستار په سر ولري.
زما ډېره پروا نه وه. ده اصرار وکړ، نو لاره کې ودرېدو چې دستار واخلو ، او دا هغه وخت و چې دده د مالي پرېشانیو نه خبر شوی وم ، کله چې ده جیب ته لاس کړ ، ما ورته وویل ممکن نه ده چې ته دا کار وکړئ ، خو زه شوم او هغه شو ، ما دکاندار ته وویل ده نه يې مه اخله، ده ورته وویل دا میلمه دی ، خو دی غالب شو.
د دیانت ، عبادت ، غیرت او شهامت مجموعه وه، په مخ کښې یې د غنم رنګ والي سره سره یو آرام او خاموش ښائیست هر مؤمن ته ښکارېده.
( سیماهم في وجوههم من اثرالسجود)
#معامله فهمي:
ما ته به یې هر وخت داسې مشورې راکولې چې هغه به زما د شخصي ، ژوند ، حکومت سره تعلق ، پخواني ج،ها،دی حرکتونو ، چپي حرکتونو او علماوو سره د ارتباط په اړه به ډېرې مهمې وې.
ما ته د هغه د مشورو اهمیت کالشمس نصف النهار غوندې اوس معلومېږي، چې دا د قضایاو په اړه دده په دقیق فهم ، ژوره پوهه او اعتدالي منهج دلالت کوي.
میلمه پالنه:
د میلمه به یې ډېر خیال ساته ، د هغه د ارام په اړه به پوره متوجه و، د پوهنتون کارمندان به یې مسلسل متوجه کول.
د استعمار په اړه:
الحمد الله د جمعیت اصلاح ټول ملګري د اشغال او استعمار جدي مخالف ول ، د کړنو ، او فعالیتونو نه یې هر انصاف دار ته دا خبره څرګنده وه.
د امنیتي تړون خلاف موږ مسلسل کمپاین وکړ ، ټولو ولایتونو کې مظاهرې ، کانفرانسونه، د علماوو ځانکړې غونډې مو جوړې کړې چې استخبارات یې هم ډېر متوجه کړي و او موږ به ئې ډېر کلک څارلو، او مشکلات به ئې راته جوړول.
د استخباراتو مشکلات:
د استخباراتو له د مشکلاتو ډېرې بیلګې دي چې په سر کې یې د جمعیت اصلاح د ځینو مشرانو وژل او په هغو ډزې وې.
یو قسم نور مشکلات هم ول لکه ما په کارت نو کې د روژې د تفسیر دوره کوله، د شاګردانو لپاره مو د د ٤٥ ورزو لپاره یو زېر کار تعمیر په کرایه ونیو د دوه درې شپو نه پس د هغه برنامې مسول زموږ د قندهار حاجي صیب و ، راغی ویل یې دا کس وائي دا ځای راته خالي کړئ، خادیان وائي: دا ملاصیب خودکش تیاروي.
بیا مو بل ځای هم دغه رنګ یو تعمیر ونیو خو مالک ته مو وویل: چې دغه رنګ کار دی، هغه ویل بې غمه شئ دا خادستان زه ډېر ښه پېژنم.
نور قسم قسم فشارونه چې یادول به ئې دا مضمون ډېر اوږد کړي، دا ټول راپور به مرکز ته رسېده، خو د جمعیت اصلاح مشرانو په ځانګړې توګه عاطف صیب به دا شیانو سره ډېر په وقار ، صبر، دقت او متانت سره معامله کوله.
دې ټولو مشکلاتو سره سره په موږ کې چا هم دا فکر نه درلود چې له استعمار سره سازش وکړو.
د #مدیریت نوعیت:
د عاطف شهید د مدیریت نوعیت او طرز صمیمانه او د ملګرتیا وه ، دکتاتوري په کښې بلکل نه وه ، مشوره ، د نورو خبرې په غور اورېدل ، ملګري او پرسونل په مشوره کې شریکول، د هغه د مدیریت ځانګړتیاوې وې.
هغه د الله وبخښي، د ایمان، صبر ، حسن اخلاق، حسن تعامل ، سرښندنې او شهامت یوه بشپړ نمونه وه.
همدا راز دقیق فهم ، ژوره پوهه ، همه ګیر او پراخ معلوماتو یې د هغه شخصیت ډېر لوړ کړی و.
اخر کښې د عامو افغان علماوو بر خلاف د هغه عربي ویل او لیکل داسې ول لکه د یو عرب.
