No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د یوناما له مرستیال، انډریکا رټواټه سره کتنه کې له یوناما غوښتي چې، خپلو بشري مرستو کې روڼتیا په پام کې ونیسي او د بشري مرستو پرځای پر پراختیایي برخو تمرکز وکړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د یوناما د مرستیال په حواله لیکلي چې، یوناما به د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه پر دوی د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش تر څنګ کوچني بندونه جوړ کړي او د اوبو کاریزونه به پاک کړي. انډریکا رټواټه زیاته کړې چې، یوناما به نړۍوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم همکاري وکړي.

: ‏د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې، سبا (چهارشنبه، د سلواغې پر ۱۷مه) ۲۵ مېلیون ډالره به لېلام کړي.

دغه بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي بانکونه، د صرافۍ او د مالي خدمتونو په شرایطو برابر شرکتونه هم کولای شي چې، د پېرلو په بهیر کې ګډون وکړي.

: ‏‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، د بیګم راډیو خپرونې له نشراتي پالیسیو د سرغړونې او د جواز د ناسمې کارونې له امله ځنډول شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي، بیګم راډیو د سرغړونو سربېره "بهر کې مېشت یوه ټلویزویون ته مواد او برنامې برابرولې."

د خبرپاڼې لمخې، د اړوند اسنادو تر ارزونې وروسته به د دې راډیو د فعالیت په تړاو وروستۍ پرېکړه وشي.

: ‏وزرای امور خارجه ترکیه و مصر در بیانیه مشترکی، اخراج، جابجایی یا تشویق به اخراج فلسطینیان از سرزمین‌شان را غیرقابل قبول اعلام کردند.

: ‏ریاست‌جمهوری سوریه در ایکس گفته که احمد شرع رییس‌جمهور موقت این کشور همراه با اسعد الشیبانی وزیر خارجه به ترکیه سفر کرده‌اند.

پیش از این خبرگزاری رویترز به نقل از منابع خود گفته بود که احمد شرع و رجب طیب اردوغان رییس‌جمهور ترکیه، قرار است روز سه‌شنبه در انقره درباره‌ یک "پیمان مشترک دفاعی" گفت‌وگو کنند. رویترز افزوده که گفت‌وگوهای احمد شرع و رجب طیب اردوغان شامل ایجاد پایگاه‌های هوایی ترکیه در سوریه و آموزش ارتش جدید سوریه خواهد بود.

: ‏سويډن کې پر يو ښوونځي د بريد په پايله کې پنځه کسان وژل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه نن (سې شنبه) د سویډن په اوربرو ښار کې شوې؛ خو د نورې احتمالي مرګژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د دغه ښار پولیسو ویلي چې سیمه کې یې د ژغورنې پراخ عملیات پیل کړي او د ښوونځي زده کوونکي یې هم د خوندیتوب په موخه د ښوونځي دننه ساتلي دي.

: ‏د ایټالیا ساحلي ساتونکو د دغه هېواد د کروټون ښار اړوند سیمه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د ۱۳۰ کډوالو کښتۍ له ډوبېدو ژغورلې ده.

ایټالیوي رسنیو د راپور لمخې، دغه کښتۍ چې د تېرې جنوري میاشتې په ۳۰مه له ترکیې روانه شوې وه، ډېری سپرلۍ یې افغانان او ایرانیان وو.

راپور کې راغلي چې، دغه کښتۍ وروسته تر هغې ژغورل شوې چې، د یوه سټلایټ ټیلیفون په وسیله یې، د ګواښ زنګ وهلی و او له سختو توپانونو او د اوبو له څپو سره مخ وه. راپور کې د کښتۍ د ټولې سپرلۍ روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه ویلي، د روان کال په جنوري او د تېر زیږیز کال په ډیسمبر میاشت کې یې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب ته یې د سفر معافیتونه غځولي دي. دغې شورا ویلي، د خلیفه سراج الدین حقاني لپاره یې د تېرې میاشتې له ۲۳مې د روانې فېبرورۍ میاشتې تر درېیمې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو، د امیرخان متقي لپاره د تېر کال ډیسمبر میاشتې له ۲۸مې د روان کال د جنوري تر اوومې د ځینو لیدنو په موخه متحده عربي اماراتو ته د سفر او نور محمد ثاقب لپاره د تېرې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې په سعودي عربستان کې د حج کنفرانس او مکې نندارتون کې د ګډون لپاره د سفر معافیتونه ورکړي دي.

: ‏مارکو روبیو وزیر خارجه ایالات متحده به کانگرس اطلاع داده است که بررسی فعالیت‌های کمک‌های خارجی اداره توسعه بین‌المللی امریکا (USAID) در جریان است و احتمال دارد این نهاد سازماندهی مجدد شود.

بربنیاد خبرنامه وزارت خارجه امریکا، روبیو تاکید کرده که در روند ارزیابی USAID، تلاش خواهد شد این اداره با اولویت‌های امریکا هماهنگ شده و در راستای اهداف وزارت خارجه فعالیت کند.

: ‏د هنګري لومړي وزیر وېکټور اوربان خبرداری ورکړی چې که د اوکراین د شخړې د هواري لپاره مذاکرات ترسره نه شي، نو دغه هېواد ممکن په اروپایي ټولنه کې د افغانستان په برخلیک اخته شي

ټاس خبري اژانس د اوربان له قوله راپور ورکړی چې که: «نن تر بل هر وخت ډېره، ډيپلوماسۍ ته اړتیا ده. اروپایان فکر کوي چې خبرې نه کول یو اخلاقي تصمیم دی، خو دا فکر بې بنسټه ده! په جګړه کې مذاکرات اړین دي، که نه، جګړه به تر بشپړ نابودۍ دوام وکړي، او اوکراین به د اروپایي ټولنې افغانستان وګرځي

: ‏سید عباس عراقچی وزیر خارجه ایران، با آمنه بلوچ معاون وزیر خارجه پاکستان، دیدار و گفت‌وگو کرد.

بر اساس خبرنامه وزارت خارجه ایران، در این دیدار مسایل امنیت مرزی، قاچاق مواد مخدر و مهاجرت‌های غیرقانونی از جمله نگرانی‌های مشترک ایران و پاکستان مورد بحث قرار گرفت. افزون بر این، دو طرف درباره تحولات منطقه‌ای، از جمله اوضاع افغانستان، غزه، سوریه و لبنان نیز تبادل نظر کردند.

بربنیاد خبرنامه، آمنه بلوچ برای شرکت در نشست معاونان وزیران خارجه سازمان همکاری اقتصادی -اکو به تهران سفر کرده است.

: ‏ایلهان عمر نماینده مسلمان کانگرس امریکا، تاکید کرده که ایلان ماسک اختیار انحلال اداره توسعه بین‌المللی ایالات متحده (USAID) را ندارد.

او در ایکس نوشت: «این‌که یک میلیاردر بتواند یک روز از خواب بیدار شود و تصمیم بگیرد برنامه‌های بین‌المللی نجات‌بخش را متوقف کند، غیردموکراتیک و به‌شدت خطرناک است

این واکنش پس از آن مطرح شد که ایلان ماسک رییس اداره کارآمدی حکومت در دولت دانلد ترمپ، USAID را فاسد خواند و خواستار انحلال آن شد.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي، د السلوادور هېواد ولسمشر ورته وړاندیز کړی چې له امریکا هر ډول ایستل کېدونکي کډوال چې د هر هېواد وي او ان که د امریکا په بندخونو کې امریکايي مجرمین وي، منلو ته یې چمتو دي. اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د مارکو روبیو له قوله ویلي، د السلوادور ولسمشر، نایب بوکیله د نړۍ تر ټولو بې ساري کډوالۍ تړون ته غاړه ايښې او هوکړه یې کړې ده.

روبیو ویلي: "موږ کولای شو دغه هېواد ته کډوال واستوو او دوی به یې په خپلو بندخونو کې وساتي. همداراز، هغه وړاندیز کړی چې له امریکا شړل کېدونکي خطرناک مجرمین، ان که امریکایي وګړو یا قانوني استوګن هم وي، ومني."

: ‏مقام‌های پاکستانی روز دوشنبه هشدار داده‌اند که اگر روند اسکان مجدد پناهجویان افغان در کشورهای میزبان تسریع نشود، این افراد از خاک پاکستان اخراج خواهند شد.

پس از تحولات سیاسی سال ۲۰۲۱، ده‌ها هزار افغان به پاکستان پناه بردند و بسیاری از آن‌ها از طریق برنامه اسکان مجدد امریکا، تایید شدند.

با این حال، ماه گذشته دانلد ترمپ رییس‌جمهور امریکا، برنامه پذیرش پناهجویان را متوقف کرد و اکنون حدود ۲۰ هزار پناهجوی افغان در پاکستان بی‌سرنوشت مانده‌اند.

: ‏د تاجېکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت وزیر، سراج الدین مهرالدین د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي، توماس نیکولسن سره کتلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت، وروستیو ستونزو او ګواښونو او د دغو ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې شوې دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ له قوله راپور ورکړی چې، د هند لومړی وزیر، د امریکا له ولسمشر، ډانلډ ټرمپ سره د وار له مخې شوې ژمنې لمخې راتلونکې اونۍ سپینې ماڼۍ کې ګوري. ډانلډ ټرمپ د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۷مه له نرېندرا مودي سره ټلیفوني خبرې کړې وې چې په هغه کې مودي ته بلنې ورکړې وه. دغه خبر له هغې څو ساعته وروسته خپور شو چې له ناقانونه هندي کډوالو ډکه یوه نظامي الوتکه هند ته واستول شوه.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ پر کاناډا او مکسیکو لګول شوې تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره وځنډولې.

دغه خبر وروسته له هغې خپریږي چې د کاناډا لومړي وزیر، جسټېن ټروډو له ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې او د مکسیکو ولسمشرې هم د ګډې پولې د کنټرول او د یو شمېر امتیازاتو ژمنې وکړې.

په دغو ژمنو کې دا هم شامل دي چې مکسیکو له امریکا سره ګډې پولې ته ۱۰ زره سرتېري استوي. خو راپور زیاته کړې چې پر چین لګول شوې تعرفې پر خپل ځای دي او په څو ساعتونو کې به پلې هم شي.

: ‏د پنځو عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او یو لوړپوړي فلسطیني چارواکي د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ته ګډ لیک استولی چې پکې یې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو د پلان څرګند مخالفت کړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې لیک تېره ورځ (دوشنبه) استول شوی او د اردن، مصر، سعودي عربستان، قطر، او متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو او د فلسطین د ولسمشر سلاکار، حسین الشیخ له لوري لاسلیک شوی دی.

له غزې د فلسطېنیانو د ایستلو وړاندیز د روان کال د جنورۍ په پای کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لوري وړاندې شوی و او اردن او مصر ته یې ویلي و چې لا زیاتو فلسطېنیانو ته پخپلو هېوادونو کې ځای ورکړي.

: ‏بی‌بی‌سی اردو گزارش داده که هند در بودجه سال مالی ۲۰۲۵ کمک‌های بیش‌تر به افغانستان و مالدیف اختصاص داده است. در این گزارش آمده که دهلی‌نو هرچند سطح کمک‌های خارجی خود را در بودجه سال مالی جدید نسبت به سال گذشته کاهش داده؛ اما برخی از کشورها مثل افغانستان و مالدیف را فراموش نکرده است.

بر اساس این گزارش، کمک‌های ویژه هند برای افغانستان در سال ۲۰۲۴-۲۵ تا ۲۰۰ کرور کلدار هندی (حدود ۲۴ میلیون دالر امریکایی) بود که با تعدیل بودجه به ۵۰ کرور کاهش یافت، اما این کمک اکنون بازهم به ۱۰۰ کرور افزایش یافته است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک