No-IMG

د ښځو د حق اهميت

مولانا عبد الصبور عباسي

 

نن بیا بيا په دوه احاديثو تېر شوم ، فکر ته يې اړ کړم او دا ئې راته په ګوته کړه چې د ښځې حق څومره ډېر اهميت لري. ,(دلته څه باريکې نکتې دي چې بايد ورته متوجه شو).

هغه احاديث دا دي:

( الجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلاَّ أَربَعَة : عَبدٌ مَملُوكٌ ، أَو امرَأَةٌ ، أَو صَبِيٌّ ، أَو مَرِيضٌ ) رواه أبو داود (1067)

د جُمعې لمونځ حق او فرض دی په هر مسلمان چې په جماعت سره به يې ترسره کوي ، مګر څلور کسان: مريه ٫٫ غلام،، ښځه ، ماشوم او مريض.

بل حديث دی د: ( لا تمنعوا نساءكم المساجد ، وبيوتهن خير لهن ) رواه أبو داود (567).

٫٫ خپلې ښځې په مساجدو کښې له لمونځ کولو نه مه منع کوئ ، خو خپل کورونه ورته غوره دي،،.

د فکر وړ خبره

يوې خوا ته په يو حديث کښې ويل کېږي چې په ښځو د جمعې په ورځ جماعت ته حضور فرض نه دی ، بيا وائي په کور کښې لمونځ کول ورته غوره دي ، بيا وائي: که مسجد ته راځي منع کوئ به يې نه.

 يعنې د جماعت فرضيت پرې نشته ، اود پيغمبر توصیه ده چې کور کښې لمونځ وکړي غوره ده، خو که ښځه وائي: د لمونځ لپاره مسجد ته راځم څوک يې د منع کولو حق نه لري.

پيغمبر د ښځو د حق په اړه دومره نزاکتونه رعايت کړي او موږ يې څوهره حقوق سلب کوو.

آخرت او ځواب يې ډېر سخت دی.

چې څوک په دي باريکي څنګه پوه شو ، د خپل فهم ، احساس او درک اظهار په کمنټ مې وکړئ

چې چا ترې څه مطلب واخيسته؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک