د قطر بین الافغانی مذاکراتو د خبرو محور باید څه وي؟
دا د خدای کمک دی چی د 19 کاله وروسته 11سپتمبر کې امریکا مجبوره او ذلیله شوه مخامخ هغه چا سره کیني چې ترورست یی بللی وو.
بین الافغاني مذاکرات د وخت تقاضا او اړتيا ده.
دا چی طالبان د کابل حکومت سره خبرې کوي د یو جهت په توگه دا هم ضرورت دی.
پاتې شو د قطر بین الافغانی مذاکراتو د خبرو محور باید دا وي :
۱-پر موقت حکومت توافق او بيا اوربند وشي.
۲-اوسنی حکومت هیڅ افغان ته د منلو وړ ندی، نه قانوني بڼه لري او نه حیثیت، او نه د سولې اراده لري.
3- طالبان دا فکر باید ونکړي چې دوی د افغانستان مطلق حاکمان دي.
۴-طالبان دې د افغانستان سیاسي مشکل د انتخاباتو د لارې قبول کړي.
که چیرې په ملت کې ځای لري دنیا ته دې د غیر تقلبي لارې څرگنده کړي.
5-طالبان دې احزاب اومني بله چاره نشته، د افغانانو په وړاندې زور او فریب کار نه ورکوي.
6- اوسنی د قطر مذاکرات ښه پرمختگ دی اما د سولې امید ته وخت پاتی دی.
ځکه د یو بل سره د سولې اراده نه طالب لري او نه حکومت.
فقط بهرنی فشار او مجبوریت سره نن یو ځای کړی دی.
7- امریکا د افغانستان څخه وتل او افغانستان کې د بې خونده حکومت جوړول غواړي.
8-د ټولو متعهدو او با احساسو افغانانو غوښتنې او حرکت هم خپل تاثیر لري.
بې معنی چک چکی طالبانو ته یا دولت د افغانستان مشکل نه حل کوي.
