مهم ترين های امروز جمعه
✒️: رضا حسینپور عضو تیم ملی فوتسال افغانستان، پس از درخشش در رقابتهای جام جهانی، به لیگبرتر فوتسال عراق پیوست.
مسوولان در فدارسیون فتبال تایید میکنند که آقای حسینپور در پی قرارداد تازه به تیم دجله در لیگبرتر فوتسال عراق پیوسته است. پیش از این نیز محمد رضا کریمی ملی پوش دیگر فوتسال افغانستان در این لیگ قرارداد بسته بود.
✒️: یوه ځایي سرچینه طلوعنیوز ته وایي، پاکستاني پوځیانو تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ناوه پاس درې توغندیز بریدونه کړي دي.
سرچینه وایي، دغه توغندي پر استوګنیزو کورونو لګېدلي چې له امله یې لس څاروي تلف شوي او د سیمې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د سرچینې په خبره، افغان پوله ساتو هم د دغه برید په غبرګون کې ځوابي ډزې کړي خو پاکستاني لوري ته د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نه دي شریک شوي.
✒️: د سمنګان د ولایتي روغتون آمر، سید عثمان حمیدي، طلوعنیوز ته وایي، د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي، ، د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله مسموم شوي دي. د هغه په وینا، دا پېښه نن (جمعه، د مرغومي ۲۱مه) د دغه ولایت په تخت رستم سیمه کې شوې چې د مسموم شویو له منځه د څلورو کسانو وضعیت نازک دی. ښاغلی حمیدي زیاتوي چې اوس مهال ناروغان تر جدي پاملرنې لاندې دي.
✒️: د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یا PIA له څه باندې څلور کلن ځنډ وروسته بیا خپلې الوتنې اروپا ته پیل کړې.
دغه هوايي شرکت نن خپله لومړۍ الوتنه له اسلام اباد نړیوال هوايي ډګر څخه پاریس ته وکړه.
✒️: وزیر امور خارجه ترکیه: بدون وطن، بدون سرزمین و بدون کشور ساختن فلسطینیان مطلقاً غیرقابل قبول است.
✒️: هاکان فیدان: صراحتاً بگویم ما کشورهایی (فرانسه) که از قدرت آمریکا استفاده میکنند و برای پیشبرد منافع خود (در سوریه) پشت آن پنهان میشوند و اظهاراتی بیان میکنند را مد نظر قرار نمیدهیم.
✒️: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین در گفتوگو با خبرنگاران اعلام کرد که ولادیمیر پوتین، رئیسجمهور روسیه، آماده است تا با دونالد ترامپ، رئیسجمهور منتخب ایالات متحده دیدار کند.
پسکوف با ارزیابی اظهارات دونالد ترامپ، رئیسجمهور منتخب آمریکا، مبنی بر آمادگی وی برای دیدار با رئیس جمهور روسیه اظهار داشت که پوتین نیز برای این دیدار آماده است.
پسکوف تاکید کرد: «پوتین بارها گفته است که آماده تعامل با رهبران بینالمللی، از جمله دونالد ترامپ رئیسجمهور آمریکاست.»
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان پر اېکس لیکلي چې د افغانستان-منځنۍ اسیا- اذربایجان حکومتونو ترمنځ د همغږۍ مرکز د یوې غونډې مشري یې کړې ده.
صادق خان زیاته کړې چې په دغه غونډه کې یې افغان زده کوونکو ته د علامه اقبال په نوم د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د طب، انجینرۍ، کرنې او نورو برخو ۴ نیم زره بورسیې ځانګړې کړې دي. د هغه په وینا په دغو بورسیو کې د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا تر کچې زده کړې شاملې دي چې ۳۳ سلنې یې ښځینه زده کوونکو ته ځانګړې شوې دي.
✒️: د سویلي افریقا کرېکټ بورډ ویلي، د کرېکټ په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان په اړه پرېکړې باید د دغه برخې د نړۍوالې ادارې له لوري وشي.
د سویلي افریقا کرېکټ بورډ دغه څرګندونې اتلانو جام په راتلونکو سیالیو کې افغانستان سره د سیالۍ لغوه کولو په تړاو د دغه هېواد د ورزش د وزیر خبرو ته په غبرګون کې کړې دي.
دغه بورډ ویلي: « د افغانستان په اړه دریځ باید د نړۍوالې ادارې له لوري په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون اړتیاو او مقرراتو سره سم ونیول شي.»
✒️: ارتش ایران اعلام کرده که در مرحله نخست پروژه انسداد مرزهای مشترک با افغانستان، ۷۵ کیلومتر دیوار مرزی تولید و نصب شده است.
به گزارش رسانههای ایرانی، صادق نوری یکی از فرماندهان ارتش ایران، در دیدار با والی تایباد اظهار داشته که چهار گروه مهندسی نیروی زمینی ارتش و یک مؤسسه فنی در اجرای این پروژه عمرانی همکاری میکنند.
✒️: رسانههای روسی گزارش دادهاند که افغانستان در حال مذاکره برای دستیابی به توافق ترانزیت گاز مایع با روسیه است. بر اساس این گزارش، این توافق قرار است پس از انجام آزمایشهای موفق، در فورم کازان ۲۰۲۵ نهایی شود.
امارت اسلامی تاکنون این موضوع را رد و یا تایید نکرده است.
✒️: د جو بایډن حکومت پر امریکا د سپټمبر ۱۱مې پېښې د تورن خالد شیخ محمد پر خپل جرم د اعتراف مخه نیولې او د اعدام له سزا د نوموړي د ژغورلو هوکړه یې ځنډولې ده.
که څه هم دغه پرېکړه تر دې مهاله وروستۍ شوې نه ده خو د امریکایي رسنیو د راپور لمخې، فډرال محکمې د امریکا د حکومت پر غوښتنو د غور په موخه دغه هوکړه ځنډولې ده.
د غه هوکړه چې تر شاوخوا دوو کلونو خبرو وروسته د تېر کال په جولای کې وروستۍ شوې وه، په ګوانتانامو کې د بندي خالد شیخ محمد او دغه جرم کې د نوموړي د دوو نورو شریکانو له لوري د خپل جرم د منلو په شرط پر دوی د اعدام سزا لیرې کوي او دوی به د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو د کورنیو پوښتنو ته ځواب وایي.
✒️: مصر او ازبیکستان د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر ملاتړ ټینګار کړی. افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف ازبیکستان کې د مصر له سفیر تامر فتحي عبدالسلام حماد سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا لپاره د نړۍوالو هڅو د ملاتړ پر اهمیت خبرې کړې دي.
د ازبیکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو د افغانستان پر اوسني وضعیت او دغه برخه کې د مصر او ازبیکستان د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.
✒️: جو بایدن: پیشرفت واقعی در مذاکرات آتشبس غزه حاصل شده است.
جو بایدن رییسجمهور ایالات متحده گفته که در مذاکرات آتشبس میان حماس و اسراییل در غزه و آزادسازی گروگانها، «پیشرفت واقعی» حاصل شده است. به گزارش رویترز، او روز پنجشنبه همچنین افزود که با جوزف عون رییسجمهور جدید لبنان، گفتوگو کرده و اظهار داشته که «او فرد بسیار خوبی است و آنها نیز بهشدت تلاش میکنند.»
✒️: قوه قضاییه ایران اعلام کرده است که یک شهروند سویسی که به اتهام جاسوسی بازداشت شده بود، در زندان سمنان این کشور خودکشی کرده است. محمد صادق اکبری رییس عمومی دادگستری ولایت سمنان گفته که پرونده این شهروند سویسی به اتهام جاسوسی در حال بررسی بوده است. به گزارش رسانههای ایرانی او افزود: «این شهروند سویسی، که در زندان سمنان محبوس بود، صبح پنجشنبه از همسلولی خود خواست تا از بوفه زندان برای او غذا تهیه کند، او از مدتی که به تنهایی در سلول باقی مانده بود، استفاده کرده و خودکشی کرده است.»
✒️: د لبنان تازه ټاکل شوی ولسمشر جوزیف عون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت.
لبنان دغه هېواد کې د سیاسي اختلافاتو له امله له تېرو دوو کلونو راهیسې ولسمشر نه درلود. که څه هم ۶۰ کلن جوزیف په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ لپاره د پارلمان ۸۶ رایو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلی و خو دویم پړاو کې یې د حزب الله او ځینو نورو ډلو په ملاتړ ۹۹ رایې ترلاسه کړې دي. نوموړی د لبنان په تاریخ کې پنځم پوځي قومندان شو چې، د دغه هېواد ولسمشر ټاکل کیږي.
✒️: د غزې روغتیا وزارت تېره ورځ (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تړانګه کې د جګړې له پیله تر دې دمه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۶ زره او شپږو کسانو ته پورته شوی دی. دغه موده کې څه باندې ۱۰۹ زره نور ټپيان شوي دي.
د رویټرز د راپور لمخې، اسراییلي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې غزه کې ۷۰ تنه وژلي او ۱۰۴ نور یې ټپیان کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق بیا ویلي، د روان زېږیز کاله له پيله تر دې دمه غزه کې ۷۴ ماشومان وژل شوي دي.
✒️: رسانههای پاکستانی گزارش دادهاند که صادرات کالاهای این کشور به افغانستان در ماه دسمبر ۱۰۳ درصد افزایش یافته است. بربنیاد این گزارشها، شکر یکی از اصلیترین کالاهای صادراتی پاکستان به افغانستان در سال ۲۰۲۴ بوده و تنها در نیمه اول این سال، به ارزش ۲۱۱.۸ میلیون دالر شکر به افغانستان صادر شده است.
✒️: د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر وایي، اسلامي امارت ته یې دغه هېواد کې د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، خالد مقبول صدیقي دغه غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون ته هیله مندي ښودلې او ټینګار یې کړی چې: "په اسلام کې د ښځو د زده کړو محدودولو لپاره هیڅ توجیه نشته." ټاکل شوې چې، د نجونو پر زده کړو د اسلامي همکاریو سازمان دغه غونډه سبا او بل سبا (د جنوري ۱۱مه او ۱۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له شاوخوا ۴۷ هېوادونو د ۱۵۰ استازو په حضور کې جوړه شي.
✒️: د کانګرس د بهرنۍ کمیټې مرستیال، ټېم بورچټ وايي نن (پنجشنبه، مرغومي ۲۰مه) یې کانګرس ته "د ترهګرو لپاره د مالیې د ډالرو د بندولو قانون" وړاندې کړی څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکا د مالیې پیسې د اسلامي امارت لاس ته ولاړې نه شي.
بورچټ زیاته کړې چې په دغه قانون کې بهرنیو چارو وزارت اړ کړای شوی چې اسلامي امارت ته د هر ډول بهرنۍ مرستې د مخالفت په موخه پالیسي جوړه کړي. د هغه په وینا د دغه قانون په بله برخه کې بیا ویل شوي چې افغانستان ته د نغدي مرستو څرنګوالي او د افغانستان بانک او بشري مرستې صندوق په اړه دې راپورونه او وضاحتونه وړاندې شي.
