No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنيو ته ویلي، په دغه ولایت کې دوه دیني عالمان د ناپیژاندو کسانو له لوري تر برید لاندې راغلي، چې په کې یو تن د عبدالرزاق په نوم وژل شوی او بل سخت ټپي دی.

د ښاغلي برهاني په وینا، دا پېښه نن ماښام (سې شنبه، د مرغومي ۱۸مه) هغه مهال شوې چې دغه دیني عالمان یوې مېلمستیا ته روان وو.

: ‏‏د اسلامي امارت ویاند، طلوع‌نیوز ته تایید کړه چې سهیل شاهین، په دوحه کې د حکومت د سیاسي دفتر پخوانی مشر، د قطر لپاره د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

  ذبیح الله مجاهد همدارنګه زیاته کړه چې د دغه سفارت پخوانی سرپرست، محمد نعیم د بهرنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏د امنیتي او تصفیوي کمیسیون نوبتي غونډه د دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ چې، د دغه کمیسیون مسوولیت هم په غاړه لري، جوړه شوې ده.

یاد کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه کې "د هيواد د پولو پر خونديتوب، د قاچاق مخنیوي، له ځمکنۍ بشپړتیا پر دفاع او ځینو نورو مهمو موضوعاتو ګټور بحث شوی دی."

: ‏د افغان کرېکټ بورډ چارواکي طلوع‌نیوز ته وایي، د هېواد لوبغاړي به د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو درېیو اتلولیو ترلاسه کولو وروسته، نن (چهارشنبه) له زیمبابوې، هېواد ته راستانه شي

د هېواد ملي کرېکټ لوبډلې له کوربه زیمبابوې لوبډلې سره یو ورځنۍ، شل اوریزې او ټېسټ لوبې وکړې، چې ملي لوبغاړو د ټېسټ یوه لوبه، یو ورځنۍ سیالۍ او شل اوریزې لوبې د خپلې اتلولۍ په ګټلو پای ته ورسولې.

: ‏د کابل ښار په پل خشتي سیمه کې په یوه سوداګریز مارکیټ کې د اورلګېدو په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ هټۍ سوځېدلي دي. د طلوع‌نیوز خبریاله، چې د پېښې ځای ته تللې، وایي د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور مهار شوی دی.

: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی یونس خان یې د ملي لوبډلې د توپوهونې سلاکار په توګه ټاکلی دی. کرېکټ بورډ ویلي، یونس خان به په پاکستان کې د کېدونکي اتلانو جام لوبو پرمهال د افغانستان ملي لوبډلې د توپوهنې د سلاکار او څارونکي دنده پر مخ بیایي.

یونس خان تر دې وړاندې په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

: ‏بر بنیاد گزارش‌ها، گروه داعش مسوولیت حمله بر دو عالم دین در ولایت بغلان را به عهده گرفته است. پیش از این، مسوولان محلی بغلان به طلوع‌نیوز گفته بودند که این عالمان دین از سوی افراد ناشناس مورد حمله قرار گرفته بودند. سخن‌گوی فرماندهی امنیه علت این رویداد را خصومت‌های شخصی خوانده بود.

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې له اسلامي امارت سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستې ادعا ناسمه بولي او ردوي یې.

حمدالله فطرت زیاته کړې چې امریکا، سرپرست حکومت ته یوازې دا نه چې یوه افغانۍ نه ده ورکړې، بلکې د افغانانو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي. فطرت ویلي، امریکا چې کومه مرسته یادوي، نړۍوالو موسسو او د امریکايي ځواکونو او شریکانو په وتلو یې لګولې دي.

د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ تېره شپه په یوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه، چې امريکا افغانستان ته میلیاردونه ډالر استوي.

: ‏د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وايي په افغانستان کې، هېڅ داسې عامل چې، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل شي، شتون نه‌لري او له نا مسوولانه څرګندونو باید ډډه وشي.

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې زیاته کړې چې، اوس په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق موضوع‌ پای ته رسېدلې او د حق‌ابې موضوع‌ هم په تفاهم سره حل شوې ده، نو نا مسوولانه څرګندونې کولای شي چې، د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې وکړي. د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، مولوي عبدالکبیر له ایرانه غوښتي چې، له افغان کډوالو سره نرمي او ښه چلند وکړي.

علي‌رضا بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، د چابهار بندر فعالول د هغوی د هڅو په لومړیتوب کې دي.

: ‏کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د سیالیو له بریالي سفر وروسته نن مازدیګر هېواد ته راستنه شوه.

افغان لوبډلې په دغه سفر کې زمبابوې ملي لوبډلې ته د شل اوریزه، پنځوس اوریزه او ټېسټ لوبو په لوبلړیو کې ماتې ورکړې.

: ‏د خوست امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت باک ولسوالۍ کې یو کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپل دوه وروڼه وژلي او یوه وریندار یې ټپي کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کس له سیمې تېښته کړې او امنیتي ځواکونه یې د نیولو په لټه کې دي.

: ‏شمار کشته‌شدگان در حملات اسرائیل به غزه به 45 هزار و 936 نفر رسید.

: ‏په سوریه کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د سوریايي وګړو لپاره د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو لپاره یې ۲۴مه شمېره جواز صادر کړی دی. په دغو لومړنیو خدمتونو کې د برېښنا، انرژۍ، اوبو او ورته لومړني خدمتونه شامل دي.

اعلامیې زیاته کړې چې دغه لنډمهالی جواز به د شپږو میاشتو لپاره د اعتبار وړ وي.

: ‏د امریکا د لاس انجلس په یوه ځنګله کې اورلګېدو څه باندې ۳۰ زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې په دغه اورلګېدنه کې څه باندې ۱۱ سوه هکټاره ځمکه سوځېدلې ده. د دغې اورلګېدو لامل توپانونه او وچه هوا ګڼل شوې ده.

: ‏انتونی بلینکن وزیر خارجه امریکا می‌گوید تفاهم‌نامه حمایت و انتقال افرادی که در بیست سال گذشته با نیروهای امریکایی در افغانستان همکاری کرده‌اند، تجدید شده است.

آقای بلینکن در صفحه ایکس خود نوشته که کشورش در کنار شرکای خود ایستاده و به این امر متعهد است.

: ‏وزارت خارجه ایران ادعاهای اخیر رییس‌جمهور فرانسه مبنی بر این‌که گویا تلاش‌های ایران برای غنی‌سازی یورانیم به نقطه بی‌بازگشت نزدیک شده، را بی‌اساس خواند.

اسماعیل بقایی سخن‌گوی این وزارت، از فرانسه خواسته است تا در رویکردهای "غیرسازنده" خود نسبت به صلح و ثبات در منطقه غرب آسیا تجدید نظر کند. پیش از این، امانوئل مکرون رییس‌جمهور فرانسه، گفته بود که تلاش‌های ایران برای غنی‌سازی یورانیم به نقطه بی‌بازگشت نزدیک شده است.

او تأکید کرده بود که اگر مذاکرات هسته‌ای با تهران پیشرفتی نداشته باشد، کشورهای غربی باید تحریم‌های پیشین علیه ایران را مجدداً اعمال کنند.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په امریکا کې د واورې د شدیدو ورښتونو او توپانونو له امله په څه باندې ۲۰۰ زره کسانو برېښنا پرې شوې چې په کې لوی پلورنځي هم شامل دي. امریکايي رسنۍ وايي، په مېري لېنډ، مېسوري، وېرجینیا او کېنتاکي کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. اخوا یو شمېر نورو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغو توپانونو له امله شاوخوا ۵ کسان مړه دي.

: ‏جاستین ترودو نخست‌وزیر کانادا، پیشنهاد دانلد ترمپ رییس‌جمهور منتخب ایالات متحده، مبنی بر استفاده از "قدرت اقتصادی" برای تبدیل کانادا به ایالت پنجاه‌ویکم امریکا را رد کرد. او در ایکس نوشته است: «هیچ چانسی، وجود ندارد که کانادا بخشی از امریکا شود

پیش از این، دانلد ترمپ پس از اعلام استعفای آقای ترودو از سمت نخست‌وزیری کانادا، گفته بود که کانادا باید به یکی از ایالت‌های امریکا تبدیل شود و اکنون زمان مناسبی برای این اقدام است.

: ‏شمار قربانیان زمین‌لرزه اخیر در تبت افزایش یافت

مقام‌های چینی برای دومین روز پیاپی به عملیات نجات در منطقه تبت ادامه داده‌اند.

رویترز گزارش داده که شمار قربانیان این زمین‌لرزه به ۱۲۰ نفر افزایش یافته است.

مقام‌های چینی اعلام کرده‌اند که تا اکنون بیش از ۴۰۰ نفر را نجات داده و بیش از ۳۰ هزار نفر را به مکان‌های امن منتقل کرده‌اند. این زمین‌لرزه با شدت ۶.۸ درجه ریشتر، در نیپال، بوتان و هند نیز احساس شده است.

: ‏د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ تېره شپه د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، امریکا افغانستان ته میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر استوي چې دا د منلو وړ نه دي. ټرمپ زیاته کړې چې دا چاره باید دوام و نه کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ټرک د سې شنبې په ورځ ویلي، ایران کې د اعدامونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. د ملګرو د بشري حقونو څانګې د ولکر له قوله ویلي، په تېر زیږیز کال کې په دغه هېواد کې ۹۰۱ کسان اعدام شوي دي.

هغه له ایراني چارواکو غوښتي چې نور باید د اعدامونو دغه زیاتېدونکې لړۍ ودرول شي.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې به ۵.۸ میلیونه افغانان بېړنیو سرپناو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا ولري.

اوچا وايي دا هغه کسان دي چې په نامناسبو ځایونو کې اوسي، وروستیو سېلابونو ځپلي او یا تازه راستانه شوي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې دوی د دغه شمېر کسانو له منځه، ۱.۱ میلیون کسانو ته د مرستو رسولو له پلوه لومړیتوب ورکړی چې د هغې لپاره یې ۱۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک