مهم ترين های امروز جمعه
✒️: سرچينې طلوعنيوز ته وايي، تېره شپه شاوخوا يوه نيمه بجه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ډبګي سيمه پاکستاني ځواکونو توغوندي توغولي وو چې، د افغان پوله ساتو د ځوابي بریدونو سره نښته رامنځته شوې وه. د سرچینې په خبره، دغې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام کړی او له امله یې ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې دي. دغه نښته کې افغان لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی خو تر فرضي کرښې ها غاړې ته د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نشته.
✒️: ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د دغه هېواد د ازادو سیمو او سوداګریزو بندرونو د عالي شورا له رییس رضا مسرور سره کتلي دي.
تهران کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواو د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د ټرانزیټ او انزلي بندر ښار کې د افغان سوداګرو او ټرانسپورټي شرکتونو د ستونزو پر حل او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
✒️: بهدلیل برفباریهای سنگین در مناطق کوهستانی ولایت سرپل، تیم حالت اضطرار توظیف شده است. محمد ظریف مظفر والی سرپل به مسوولان ریاستهای فواید عامه و رسیدگی به رویدادهای طبیعی دستور داده تا برای بازگشایی شاهراهها و مسیرهای کوهستانی و دشوارگذر بهطور جدی اقدام کنند و مسیرهایی را که بهدلیل برفباری مسدود شدهاند، بازگشایی کنند.
والی سرپل همچنین از نهادهای امدادرسان، بازرگانان و افراد خیر خواسته است که در شرایط کنونی با ارایه کمکهای ضروری به نیازمندان، از بروز بحران انسانی ناشی از سردی هوا جلوگیری کنند.
✒️: شاهراه هرات-تورغندی به دلیل بارش برف و وزش بادهای شدید به روی رفتوآمد هرگونه وسایط نقلیه بسته شده است.
فرماندهی امنیه هرات در خبرنامهای از شهروندان کشور خواسته است که از رفتوآمد در این مسیر خودداری کنند.
✒️: د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، د سالنګ لویه لار د واورې ورښت او توپان له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې لویې لارې په بېلابېلو سیمو کې د واورې ضخامت له ۴۵ سانتي مترو تر ۱۱۶ سانتي مترو رسېدلی.
هغه زیاتوي، د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له هېوادوالو چې په دې لویه لار کې روان دي غوښتنه کوي چې په مناسب او خوندي ځایونو کې تم شي.
✒️: د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار وايي، د واشنګټن د راتلونکي حکومت تګلاره به د داعش او القاعده په څېر ډلو پر ځپلو متمرکزه وي. مایک والټز وايي، په دې پروګرام کې په افغانستان، عراق او سوریه کې عملیات شامل دي، چې ښايي له هغه ځایه د امریکا پر ضد بریدونه پلان شي.
✒️: بازگشت بیش از 115 هزار سوری به کشورشان.
با سرنگونی رژیم بعث در سوریه بیش از 115 هزار سوری به کشورشان بازگشته اند.
✒️: رئیسجمهور ترکیه: نسبت صادرات به واردات با رشد 5.5 واحدی به 76.1 درصد رسید. این نسبت در سال 2002 که مسئولیت را به دست گرفتیم، تنها حدود 50 درصد بود.
کسری تجارت خارجی کشور در سال 2023 به 106.3 میلیارد دلار رسیده بود، اما در سال 2024 این رقم به 82.2 میلیارد دلار کاهش یافته است.
صادرات ما در ماه دسامبر 2024 با افزایش 2.2 درصدی به 23.5 میلیارد دلار رسید. بدین ترتیب رکورد صادرات در ماه دسامبر شکسته شد.
صادرات کالاهای کشورمان در سال 2024 با 2.5 درصد افزایش نسبت به سال 2023 به 262 میلیارد دلار رسیده است.
کسری تجارت خارجی ترکیه در سال 2024 به میزان 24 میلیارد دلار کاهش یافت.
✒️: د عرب نیوز خبر له مخې، سعودي عربستان هغه ۶ تنه ایرانیان چې د مخدره موادو قاچاق په تور د پولیسو له لوري نیول شوې وو، اعدام کړل.
د ایران حکومت بیا د دغې کړنې په غبرګون کې پرون تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړ او په دې اړه یې پوښتلی.
✒️: د سوریې انتقالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني له الجزیرې ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشارالاسد حکومت بقا لپاره و.
الشیباني ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي. هغه زیاته کړې، ایران د سیمې یو هېواد دی او په خبره یې اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو پرې کولو غوښتونکي نه دي.
✒️: د راپورونو له مخې، اشغالګرو اسراییلي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې شاوخوا ۳۰ هوايي بریدونه کړې دي.
راپورونه زیاتوي، په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوې دي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې، د دغه وزارت د ویاند، اسماعیل بقایي، له قوله ویلي، تهران له کابله تمه لري چې ګډې پولې ته څېرمه د سیندونو د اوبو د پرېښودو په دوام کې همکاري وکړي او "رامنځته شوي خنډونه" لرې کړي. بقایي، افغانستان کې د نوو بندونو د جوړولو په اړه ویلي "د اوبو له سرچینو او حوزو ګټه اخیستنه باید د ایران د حقونو له مراعت پرته، د دوه اړخیزو تړونونو یا عملي عرفي اصولو لمخې، پلې نه شي."
تر اوسه اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو مخکې یې ویلي و، سرپرست حکومت ژمن دی چې د ۱۳۵۱ کال د تړون لمخې د ایران حقابه ورکړي.
✒️: د فرانسې بهرنیو چارو وزیر جین نویل بروټ له خپلې جرمنۍ سیالې الینا بیربوک سره د اروپایې ټولنې په استازولۍ د سوریې د نوي حکومت له مشر احمد شرع سره د کتنې په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د رویټرز د راپور لمخې، د جرمني بهرنیو چارو وزیرې ویلي، دغه یو ورځنی سفر سوریې ته پیغام ورکوي چې، د اروپا او سوریې ترمنځ نوی سیاسي مشارکت شونې دی.
په ورته مهال فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې، جین نویل بروټ لبنان کې د دغه هېواد د پارلمان د مشر نبیه بري په ګډون له لوړپوړو لبناني چارواکو سره تر کتنې وروسته دمشق ته رسېدلی دی.
✒️: د امریکا په کالیفورنیا کې د یوې کارخونې له چت سره د الوتکې د ټکر له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
اسوشیټډ پرس د کالیفورنیا د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې، ښایي مړه شوي کسان د الوتکې سپرلۍ وي. راپور کې راغلي چې، دغه کارخونه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه په کار بوخت وو.
✒️: رسانههای پاکستانی گزارش دادهاند که پاکستان برای هشتمین بار ماموریت دوساله (۲۰۲۵-۲۰۲۶) عضو غیردایمی شورای امنیت سازمان ملل را آغاز کرد. براساس این گزارش، آصف افتخار احمد نماینده دایم پاکستان در سازمان ملل در مراسم پیوستن به این شورا بر تعهد کشورش به صلح و ثبات در افغانستان تاکید کرده است.
✒️: حجت صدیقی سارنوال عمومی و انقلاب خراسان رضوی ایران، اعلام کرد که از ابتدای سال جاری تا پایان ماه قوس، ۳۰ هزار و ۸۲۰ شهروند غیرمجاز افغانستان در مرزهای مشترک ایران بازداشت شدهاند.
به گزارش رسانههای ایرانی، او افزوده که این افراد پس از بازداشت از طریق گذرگاه مرزی دوغارون به افغانستان بازگردانده شدند.
✒️: د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره کتلي دي. د سوریې بهرنیو چارو وزارت د دغې کتنې د موضوعاتو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.
دغه وزارت تېره ورځ (پنجشنبه) ویلي و چې، حسن الشیباني په خپل لومړني بهرني سفر د سوریې د دفاع وزیر مرهف ابوقصره او د اطلاعاتو د رییس انس خطاب په ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی دی.
✒️: ذکی آقترک سخنگوی وزارت دفاع ترکیه اعلام کرد که این کشور در سال ۲۰۲۴، بیش از سه هزار هراسافگن را کشتهاست. به گزارش رسانههای ترکی، او افزوده که «مبارزه ما تا زمانی که آخرین هراسافگن دیگر تهدیدی برای کشور ما نباشد، بیوقفه ادامه خواهد یافت.»
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې، اسراییل د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه وژلي دي.
د غزې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسراییلي ځواکونو د غزې پر المواسي سیمه چې، د بشري مرستو د وېش سیمه وه، برید کې د غزې د پولیسو مشر محمد صلاح او د هغه مرستیال حسام شاهوان هم وژلي دي. دغه وزارت ویلي، پر محمد صلاح او حسام شاهوان دغه سیمه کې د بې ځایه شویو له یوه پنډغالي د لیدنې پر مهال برید شوی دی. اسراییلي ځواکونو بیا ویلي، حسام شاهوان یې د برید موخه و خو د محمد صلاح په اړه یې څه نه دي ویلي.
