موږ امت کښې د دوه سلیقو علماء لرو
مولانا عبد الصبور عباسي
موږ امت کښې د دوه سلیقو علماء لرو ، د یوې سلیقې خلک کوښښ کوي چې د نوي پیدا شو اجتماعي مسائلو په اړه سخت موقف ونیسي.
لکه ابن تیمیه رحمه الله او عمومي سلفیان او ځینې دیوبند ته ځان منسوبونکي حضرات.
یو سلیقه بیا د معتدل منهج ده خو کله ترې تفریط هم کېږي ، لکه ازهر والا او عمومي تصوف ته مائله خلک.
زما مراد له صوفي مشربه نه هغه حقیقي د تصوف علماء دي ، لکه ابن حجر ، امام ابو حامد غزالي ، ابن ابي العز ، امام نووي، او په زرګونو نور .
یو خو خرافي صوفیان دي ، د هغوی رایه د علماوو په حساب کښې هیڅ اهمیت نه لري.
په همدې حساب سلفۍ فتوا کښې د کرسمس په اړه ، غرب ته د تلو په اړه ، اروپا کښې د تعلیم په اړه سخت مواقف نیولي دي، چې هغه د شیخ ابن تیمیه په تقلید بناء دي.
زه یو ورځ حرم پاک کښې د قاضي لحیدان مرحوم په درس کې ناست وم غرب ته د تلو په اړه ترې چا پوښتنه وکړه چې زه هلته ځم نصیحت راته وکړه!
هغه د لږ سکوت نه وروسته وویل:
زما نصیحت دا دی چې د سره مه ځه.
نو دا همغه د امام ابن تیمیه رحمه الله د تقلید او د هغه د فتواوو او سخت مزاجۍ تاثیرات دي ، چې د سعودي په سلفي حضراتو هم پرېوتي دي او د هغه د افکارو په اړه لږ تعدیل هم نه منلو ته تیار نه دي.
بس دا مسلمانانو کې یو شی پیدا شوی ، چې د ځینو اشخاصو د نظریاتو سخته پابندي کوي. د دغه رنګ مقتدا د نظریاتو په اړه د تحقیق اوڅېړنې کولو خبره هم پرې ښه نه لګېږي.
همدغه رنګ خبره د کرسمس په اړه ده.
