افغانستان د خلیجي درباریانو او پاکستاني ملایانو د نظریاتو تجربه ګاه
مولانا عبد الصبور عباسي
زموږ مسلمان امت کښې یو ډول هغه خلک دي چې مجتهدین ائمه لکه ابوحنیفه ، مالک او شافعي( رحمهم الله) له قران او سنت نه په مخالفت تورن کوي.
د ١٥ قرن ملایان د سلفو د هغه غوره او پاکو علماوو نه غوره ګڼي ، په سترو سلفو علماوو خلک بدګومانه کوي ، او خپل ځان او د خلیجي ملکونو د دربارونو ځينې علماء ورته سره بزرګان ښکاري.
بل نوع داسې لرو چې د کوم فقیه خبره داسې ګڼي لکه د قران یا حدیث متن، حتی زموږ د فقهې شریفې د کوم کتاب حاشیه او نکته له حدیث نه مقدم ګڼي، څه بل قسم تقلید کښې اخته دي( علمي تقلید جائز ګڼم) خپل دماغونه یې مقفل کړيدي ، د اجتهاد ، څېړنې او تحقیق له نوم نه کرکه لري.
که څېړنه هم کوي د همدې زموږ فقهې په کتابونو کې داسې څېړنه کوي، چې شامي دې مسئله کې څه وائي، علمګیري، او سغدیه ، نتف ، او قاضي خان څه وائي.
ځینې بیا له دېنه هم راټیټ شي ، د دیوبند او بریلوي علماوو په فتاواوو کې اوړي را اوړي ( زه دا ټول کتابونه محترم ګڼم ، استفاده هم باید ترې وشي. خو د انحصار ، جمود، او د تفکر د تقصیر خبره کوم).
په اسلام کې څېړنه دېته وائي: چې د موضوع په اړه قران، سنت ، دصحابه کرامو فتاوا، د تابعینو آراء ، په ځانګړې توګه د ائمه اربعه فقهي نظریات او امت کې د نورو سترو علماوو نظریات په عامه توګه په نظر کې ونیول شي.
بیا د خپلې زمانې حالات ، نوې زمانې سره راغلي تغییرات، د ملتونو ضرورتونه ، حوائج د ملت د پرمختګ لارې چارې په نظر کښې ونیسي ، او بیا ملت ته د حل یوه معقوله او شونې لاره وړاندې کړي.
یو ورور چې د کوم روایت په وچو الفاظو ( بې فهمه) او د خلیجي درباریانو په فتاواوو وچ کلک اصرار کوي.
او بل د مولانا فضل الرحمن صیب د پلار په فتاوی محمودیه شدید اصرار کوي ، او بل د شیخ احمدرضاخان او پیر سیف الرحمن مرحوم په اراؤو تکیه او اصرار کوي، نو د مظلوم افغان ملت د خدای مل شي ، افغانستان نه د خلیجي د پاکستاني او هندي ملایانو د نظریاتو د تجربې بټۍ او میدان جوړ شوی ، سر در ګومه پسې روان یو. او خپلو مشکلاتو ته نه ګورو. دلته د خلیجي او هندي او پاکستاني ملایانو نظریاتي جنک روان دی، هلکه خپل د ملت غم وکړئ.
