د العربیه سره د احمد الشرع د مرکې مهم ټکي وو
مونږ یوازې په پوځي ځواک نه یو داخل شوي، بلکې د ملکي اداراتو لښکر هم راسره مل و، ښاروالۍ، تعلیم، روغتیا، او انرژۍ... همدا وجه وه چې واک په آرام ډول انتقال شو.
زمونږ راتګ د سیمې امنیت په ګټه دی او د خلیج امنیت یې تر پنځوسو کلونو تامین کړ.
د سوریې د ازادۍ افتخار یوازې زما نه دی. هر چا چې قرباني ورکړې، تکلیف یې ګاللی، بې کوره شوي، د کډوالۍ سختي یې زغملي.. ټول پکې شریکان دي. که هغه قهرمانان نه وی زه دې ځای ته نه شوم رارسیدلی.
مونږ به داسې اساسي قانون جوړوو، چې د ولس هیلې منعکسې او یو مترقي هیواد رامنځته کړي.
په اوس وخت کې، د سوریې زیربنايي وضعیت ته په کتو انتخابات ډېر ستونزمن دي. د پنځلس میلیونه کډوالو او د رښتیني احصائیې نشتوالي له امله، شفاف انتخاباتي میکانیزم جوړول د کلونو وخت ته اړتیا لري.
د ملي خبرو اترو جرګه به رابلل کیږي، مختلف اقشار به پکې ګډون کوي. زه غواړم سوریه له هغه حالته راوباسم چې د هیواد د مهمو پریکړو واک د انقلاب ګټونکو واکمنو په لاس کې وي او لویې پریکړې له یوه شخص صادریږي. باید ټوله سوریه پکې برخه واخلي.
مونږ به په راتلونکو څو کلونو کې سوریه د سیمې هیوادونو سیاله کړو او په راتلونکي یوه کال کې به د پام وړ بدلونونه ووینو.
دا سمه ده چې حکومتي ګومارنې د یوه قسم خلکو څخه دي. خو دا د اوسنۍ مرحلې اړتیا ده. خو په دایمي حکومت کې به ګومارنې د وړتیاوو او استعدادونو په اساس وي.
حکومت باید د غچ اخیستنې په فکر ونه چلیږي. ستر مجرمین به قانوني تعقیبیږي، خو د ټولو ضایع شوو حقونو بیرته ترلاسه کول ممکن نه دي.
هیئة تحریر الشام به منحل کیږي، دولت باید د تنظیمي فکر په بنسټ ونه چلیږي. مونږ به د ملي خبرو اترو په جرګه کې د خپل تنظیم د منحل کیدو پریکړه رسما اعلان کړو.
له ایران څخه د جنګي غرامت په اړه مې فکر نه دی کړی، خو مونږ له ایران سره د متقابل احترام په اساس ښې اړیکي غواړو.
د روس او سوریې ترمنځ ستراتیژیکي اړیکې شته. د سوریې وسله روسۍ ده، د انرژۍ تولید مراکز د روسانو په مرسته فعالیت کوي، مونږ نه غواړو روسان له سوریې څخه په هغه ډول ووځي چې ځیني خلک یې هیله لري.
د امریکا له نوي حکومت غواړو، پرته له دې چې د بندیزونو موضوع مذاکراتو او جوړجاړیو ته واچوي، د سوریې له ولس بندیزونه لرې کړي.
په پای کې خبریال پوښتنه کوي، که په دمشق کې ستا په خلاف مظاهره وشي، څه به کوې؟
وايي: مظاهره د هر انسان قانوني حق دی، مونږ ورسره عادت یو، په ادلب کې به هم کیدل، خو باید په قانوني چوکاټ کې ترسره شي او عامه تاسیسات زیانمن نه کړي. په دنیا کې داسې څوک نشته چې د ټولنې ټول اقشار پرې متفق وي، طبیعي ده چې داسې څه پیښیږي، خو مونږ به له دې پیښو څخه د سوریې او د ولس د پیاوړتیا لپاره ګټه اخلو.
کاپي
