مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: شاهراه سالنگ پس از ۱۲ ساعت مسدود بودن، صبح امروز (پنجشنبه، ۱۳ جدی) به روی رفتوآمد از شمال به جنوب باز شده است.
محمد عمر عمری ولسوال سالنگ، به طلوعنیوز میگوید که این شاهراه به دلیل بارش برف سنگین از ساعت ۸ شب گذشته تا ساعت ۹ صبح امروز مسدود بوده است. آقای عمری افزوده است که پاکسازی این شاهراه همچنان جریان دارد.
✒️: د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، تېره اونۍ یې له پاکستانه راستنې شوې ۲۲ کورنۍ له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو کې خپلو سیمو ته په وړیا ډول لېږدولې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو راستنو شویو کورنیو کې ټولټال ۱۶۲ تنه وو.
✒️: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې، ګواکې د اسلامي امارت دفاع وزیر د ډېورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټي ټي پي د لیرې کولو لپاره له پاکستانه د پېسو غوښتنه کړې ده.
حمدالله فطرت ویلي، " د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه راز څرګندونې کوي." تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې وه چې، ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د نوموړي د سفر پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د ټي ټي پي د لېږد لپاره له پاکستانه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د سالنګونو په ګډون کندهار، زابل، ارزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د درنې واورې، باران ورېدو او د هېواد په شمال ختیځو او مرکزي ولایتو کې د بادونو الوتو وړاندوینه کړې.
✒️: د ټولګټو وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکسپاڼه راغلي چې سالنګونو کې د واورې ورښت جریان لري او له ۴۰ تر ۵۰ سانتي مترو واوره ورېدلې ده.
حق شناس څرګنده کړې چې یاده لاره د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ خلاصه او د بار وړونکو وسایطو پرمخ تړلې ده.
✒️: شمار قربانیان حملات 454 روزه اسرائیل اشغالگر به غزه به 45 هزار و 581 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه امروز پنجشنبه دوم ژانویه 2025، با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 28 فلسطینی کشته شدهاند.
✒️: فراخوان سازمان جهانی صحت برای بسیج جامعه جهانی جهت کمک به بیش از 15 میلیون سوری.
مارگارت هریس، سخنگوی سازمان جهانی بهداشت طی مصاحبه با آنادولو ضمن اشاره به نیاز بیش از 15 میلیون نفر به خدمات بهداشتی اضطراری در سوریه خواستار بسیج جامعه بینالمللی برای تامین نیازهای آنها شد.
✒️: دختر تُرک قهرمان المپیاد کامپیوتر اروپا موفق به پذیرش در دانشگاه فناوری ماساچوست شد.
برگزار یوروم، دختر جوان از ترکیه و قهرمان المپیاد کامپیوتر دختران اروپا، موفق به ورود به دانشگاه فناوری ماساچوست (MIT) آمریکا شد.
✒️: بر اساس گزارشها؛ اسراییل به منطقه المواصی غزه حمله کرده که در نتیجه آن ۱۱ تن جان خود را از دست دادند و شماری دیگر زخمی شدهاند.
گزارشها میافزاید که وزیر دفاع اسراییل نیز به جنبش حماس هشدار داده است که اگر گروگانهای اسراییلی را آزاد نکنند، حملات را متوقف نخواهند کرد.
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان پر اېکس لیکلي چې اسلام اباد کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د همغږۍ د دفتر له مشر، مالک سیسی سره کتلي دي. په دغه کتنه کې، د دوه اړخیزو ګټو او د سیمې امنیتي وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
✒️: د نیویارک پولیسو د پنجشنبې په سهار په یوه خبري غونډه کې و ویل، د نیویارک ښار په کوینز سیمه کې د نوي کال د ورځې په پای کې په ډله ییز برید کې لس کسان ټپیان دي. رویټرز خبري اژانس، راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ماښام په دغه پېښه کې شپږ ښځې او څلور نارینه ټپیان دي چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی. پولیسو دا رد کړې چې ګواکې دا دې ترهګریز برید وي.
✒️: د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی پلټونکی جان سپکو وایي، ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت پرځېدو دغه هېواد کې د شته واقعیت او د ۲۰ کلن حضور د لاسته راوړنو په تړاو د امریکایي چارواکو د خبرو ترمنځ پراخ واټن ښیي.
جان سپکو نیویارک ټایمز ته په یوه مقاله کې لیکي، امریکا د منظمې سټراټیژۍ نشتون، لنډمهالو پروژو، د افغانستان د خلکو او کلتور په اړه نه پوهاوي او د پایلو پر بنسټ هدف ته د رسېدو نه ارزولو له امله افغانستان کې د "عصري ډیموکراسۍ" په ماموریت کې پاتې راغلې ده.
جان سپکو د ډانلډ ټرمپ پر راتلونکي حکومت غږ کړی چې، له دغو تېروتنو په زده کړې، اوکراین، غزه او سوریه کې د ورته تېروتنو مخه ونیسي.
✒️: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، دغه هېواد کې یې د بهرنیو اتباعو د مهارولو په موخه د کډوالۍ د ملي سازمان جوړولو طرحه د ایران پارلمان ته وړاندې کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپور لمخې، سکندر مومني ویلي، تر دې وړاندې هم د کډوالو د ملي سازمان جوړولو طرحه د ایران پارلمان ته وړاندې شوې خو پایله یې نه ده ورکړې.
هغه هیله څرګنده کړې چې، پارلمان به دغه طرحه تصویب کړي څو په خبره یې، ټول اړوند واکونه یوې ادارې ته وسپارل شي.
✒️: اسعد حسن الشیبانی وزیر خارجه حکومت جدید سوریه، میگوید که با رهایی زندانیان پس از سقوط حکومت بشار اسد و آغاز تلاشهای بازسازی، تحریمهای اعمالشده در برابر این کشور اکنون بیمعنا شدهاند. آقای الشیبانی در گفتوگو با تلویزیون الجزیره همچنین روابط با امریکا را مهم دانسته؛ اما تأکید کرده که گسترش روابط میان دو کشور به حکومت جدید امریکا به رهبری دانلد ترمپ بستگی دارد.
✒️: جو بایدن، رییسجمهور ایالات متحده، اعلام کرده است که ارتباط احتمالی میان رویداد نیواورلینز و انفجار سایبرترک در لاسوگاس تحت بررسی قرار دارد.
او تاکید کرده است که وزارت داخله، افبیآی و مرکز ملی ضد استخبارات و هراسافگنی ایالات متحده این رویدادها را بررسی میکنند و پیش از تکمیل تحقیقات نمیتوان به نتیجهای دست یافت. رویداد شب گذشته در شهر نیوارلینز، ۱۵ کشته و ۳۰ زخمی برجای گذاشته است.
✒️: د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته تللی دی. رویټرز راپور ورکړی چې، دغه سفر کې له نوموړي سره د سوریې د دفاع وزیر هم مل دی.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو او د امریکا له حکومت سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نیو اورلینز کې تېره ورځ (چهارشنبه) د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.
✒️: مقامهای فلسطینی بهطور موقت فعالیتهای تلویزیون الجزیره را در این قلمرو متوقف کردند. رویترز گزارش داده که این تصمیم به دلیل انتشار "مطالب تحریکآمیز" از سوی این تلویزیون اتخاذ شده است.
✒️: د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي، د پښتونخوا په کورمه کې د قبیلوي نښتو د ښکېلو غاړو ترمنځ د یوې جرګې په پایله کې د سولې هوکړه شوې ده.
تحریک انصاف ګوند د دغې هوکړې د ١٤ ماده ییزې نسخې په خپرولو سره ویلي، دغه جوړجاړی د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور په منځګړیتوب شوی دی.
په دغه سیمه کې د اهل تشیع او اهل سنت ترمنځ ځینې شخړې څه باندې دوه نيمې مياشتې مخکې پیل شوې وې چې هلته یې د امنیتي ستونزو او کاروبارونو درېدو سربېره د کرښې دې غاړې سوداګرو ته هم درانه زيانونه اړولي دي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې، د ټسلا کمپنۍ یو سایبرټرک موټر د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې د ډانلډ ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه کړې ده.
راپور کې راغلي چې، دغه پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او اوو تنه نور ټپیان دي.
د ټسلا کمپنۍ مشر ایلن ماسک بیا ویلي، دغه پېښه د موټر پورې اړه نه لري او په خبره یې، "موږ تایید کړه چې، چاودنه د اور لګېدو او یا هم په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده." تر دې وړاندې هم د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د دغه هېواد پخواني سرتېري د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو د موټر په وسیله برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې، د امریکا امنیتي ادارو د دغه هېواد په نیو اورلینز ښار کې د موټر په وسیله د تېرې ورځې بریدګر شمس الدین جبار ښودلی دی.
د راپور لمخې، ۴۲ کلن شمس الدین جبار چې، له پولیسو سره نښته کې وژل شوی، د امریکا د ټګزاس ایالت اوسېدونکی دی او په تېر کې یې افغانستان کې هم د امریکایي سرتېري په توګه دنده کړې ده. راپور کاږي چې، د تورن کس په موټر کې د داعش بیرغ او ځینې نور چاودېدونکي توکي هم موندل شوي دي. د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
✒️: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې، د امریکا په نیو اورلینز ښار کې پرخلکو برید غندلی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د دغې پېښې په تړاو د قربانیانو کورنۍ او د امریکا دولت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایتي کړنو پر وړاندې د دوحې پر پرېکنده دریځ ټينګار کړی دی. دا په داسې حال کې دی چې، د امریکا په نیو اورلینز ښار کې د یوه کس له لوري د نوي کال پر نمانځونکو د موټر په واسطه د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
✒️: له هغې وروسته چې، د نیو اورلینز ښار یوه چلوونکي له خپل موټر سره خلک ووژل او ټپيان کړل، د امریکا منتخب رییس جمهور ډانلډ ټرمپ دغه پېښه «یوه خالصه شیطاني کړنه» وبلله.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې چې، د هغه راتلونکی دولت به په بشپړه توګه له نیو اورلینز ښار څخه ملاتړ وکړي او هغوی د دغې شیطاني کړنې د څېړنې په حال کې دي. په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
