مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د ارګ له لوري په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې، قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین و ویل، سیاسي دفتر د تل په څېر هڅه کوي، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د تامین او پراختیا لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي او د اسلامي امارت د ګټو دفاع وکړي. د خبرپاڼې لمخې، د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي و ویل، په دغه دفتر کې دې د اسلامي امارت مسوولین هڅه وکړي چې د سیمې او له سیمې ور اخوا هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ پراخه کړي.
✒️: د اوبو او انرژۍ وزارت وايي،د (هوچین انټیلیجنټ پاور) په نوم یو چینايي شرکت په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغه شرکت رییس، د انرژۍ له معین، عبدالهادي یعقوب سره په کتنه کې ویلي، د برېښنا انرژۍ د تولید، وېش او شبکو د پراختیا په پروژو کې پانګونه کول غواړي. د اوبو انرژۍ وزارت مسوولینو بیا له دغه شرکت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
✒️: سرچینو طلوعنیوز ته ویلي، د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو پر داعش ډلې عملیات کړي دي.سرچینې زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی دی.
✒️: د رییسالوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په دغه غونډه کې د اوبو د مدیریت د ارزښت په اړه و ویل: "اوبه د اقتصاد یو مهم عنصر په توګه په سیاست او نړۍوالو اړیکو کې ډېر ارزښت لري او په ځینو هېوادونو کې یې ارزښت تر تېلو هم لوړ دی."
✒️: د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر اېکس لیکلي چې سږ کال یې په افغانستان کې څه باندې ۱۷ زره ۴۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي. یونیسف دغه شمېر د ټول افغانستان په کچه یاد کړې دی.
✒️: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون طلوعنیوز ته ویلي، د تورخم کمیسارۍ د کشف او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امریت تېره ورځ (دوشنبه) ٤٨٠ لرغونې سکې نیولي چې له ارزونې وروسته یې ١٣٦ سکې تر میلاد مخکې د باختري او کوشاني دورو اړوند پېژندل شوي.
ښاغلی بدلون زیاتوي چې دا سکې پاکستان ته قاچاق کېدې او له نیول کېدو وروسته د ختیځ زون موزیم ته وسپارل شوې.
✒️: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمسالدین محمدي وايي چې، په دغه ولایت کې په دوو ټرافیکي پېښو کې درې تنه [دوه ښځې او یو سړی] مړه شوي دي.
د ښاغلي محمدي په وینا، د دغه ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په پوګاني سیمه کې د یوه «فلانکوچ» ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې یوه ښځه او یو سړی مړه شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. او په دویمه پېښه کې چې، د جمعه بازار ولسوالۍ په سرای قلعه سیمه کې رامنځته شوې یوازې یوه کس ژوند بایللی دی.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د سالنګونو په ګډون هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر او بدخشان ولایتونو کې د درنې واورې او باران ورېدو او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
✒️: ایران په هرات کې د پاشدان بند پر جوړلو اعتراض کړی.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند «عیسی بزرگزاده» ویلي چې په هریرود سیند باندې د پاشدان بند جوړول به په میلیونونو کسانو اغیز وکړي، مشهد به د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ کړي او چاپیریال ته به زیان ورسوي.
✒️: اردوغان: تلاش های شدیدی برای پایان دادن به قتلعامهایی که 15 ماه است در غزه و دیگر مناطق فلسطینی در حال وقوع است انجام میدهیم.
✒️: اردوغان: تمامی حمایتهای لازم را در راستای ایجاد صلح، آرامش، ثبات و رفاه اقتصادی پایدار در دوره جدید سوریه انجام خواهیم داد.
✒️: تحریمهای گسترده جهانی علیه رژیم اسد به دلیل جنایات جنگی، تجارت مواد مخدر و استفاده از تسلیحات شیمیایی.
بسیاری از مقامات رژیم اسد، از جمله بشار اسد، اعضای خانواده او و همسرش اسما اسد به دلیل نقض گسترده حقوق بشر، جنایات جنگی و حمایت از گروههای تروریستی در فهرست تحریمهای بینالمللی قرار گرفتهاند. این تحریمها شامل داراییهای مسدود شده، ممنوعیت سفر و محدودیتهای اقتصادی میشود.
✒️: د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې د قزل حصار مرکزي محبس کې ډېری افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي دي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې په روان زیږدیز کال کې په ایران کې ۷۲ افغانان اعدام شوي دي.
✒️: د یمن دفاع وزارت پر ودانۍ برید شوی.
د راپورونو له مخې، د یمن دفاع وزارت پر ودانۍ شپږ توغندي لګیدلي دي.
تر اوسه پورې د دې برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي او نه د دغه برید مسوولیت چا منلی، خو د ایران نیمه دولتي رسنۍ تسنیم د ځینې سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دغه برید د یوې امریکايي بېړۍ له لوري شوی دی.
✒️: د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، سوېلي کوریا له افغانستان سره ۵ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه سازمان ویلي، دغه پیسې به افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، د ابتدایه ښوونځیو زده کوونکو لپاره د خوړو، او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ولګول شي. د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، سوېلي کوریا له تېرو پنځو کلونو راهیسې له افغانستان سره ۳۶ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
✒️: بهرنیو رسنیو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، برېټانیا حکومت درې افغانان نیولي چې کډوال یې دغه هېواد ته قاچاق کول. راپورونو ویلي، دغه درې کسان د یوې منظمې ډلې غړي دې چې له بېلابېلو لارو برېټانیا ته انساني قاچاق کوي.
✒️: د ملګرو ملتونو سر منشي، انتونیو ګوټرش د ۲۰۲۵ کال لپاره د نوي کال پیغام کې د ۲۰۲۴ کال ستونزو ته اشاره کړې او راتلونکي کې یې د ملتونو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې.
هغه ویلي، جګړو، نابرابرۍ، او اقلیمي بدلون نړۍ له سختو ازموینو سره مخ کړې او هیله یې څرګنده کړه چې ۲۰۲۵ کال به د ملتونو لپاره د یووالي او ګډ کار پیل وي. ګوټرش ټینګار کړی چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه، ګډې هڅې کولای شي نړۍ له تباهۍ را وګرځوي او د سولې، برابرۍ، او ټیکاو لپاره نوې هیلې ژوندۍ وساتي.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، میسا صابرین چې مخکې د سوریې د مرکزي بانک مرستیاله وه، اوس یې د رییسې په توګه وټاکل شوه.
راپور زیاته کړې چې دا د سوریې د مرکزي بانک په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځه یې مشري کوي.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تاجېکستان ولسمشر، امام علي رحمان د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې؛ آی اس آی له رییس، جنرال عاصم ملک سره کتلي دي. راپورونو زیاته کړې چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمه ییزو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي. په دغو خبرو کې د سیمې سوله، ټیکاو او د امنیت ټینګښت شامل وو.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سویلي کوریا یوې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر، یون سوک یول د نیولو غوښتنه منلې ده. ولسمشر، یون سوک د روانې ډسمبر میاشتې په ۳مه د پوځي حکومت د اعلان له امله له استیضاح سره مخ شو چې وروسته یې دغه پرېکړه بېرته واخیسته. هغه محکمه چې د سویلي کوریا د ولسمشر د نیولو حکم یې صادر کړی، د لوړپوړو چارواکو د فساد د څېړنې محکمه ده.
✒️: د سوریې بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني له کویټ وغوښتل چې په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیزي او له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل کړي.
دا غوښتنه د کویټ له بهرنیو چارو وزیر، عبدالله علي آل یحیی د دمشق د سفر په لړ کې شوې ده. الشیباني ویلي: «په کویټ کې له خپلو وروڼو غواړو چې خپلې اړیکې ژر تر ژره بېرته پیل کړي.»
