مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د سمنګانو ولایتي روغتون آمر سید عثمان حمیدي وايي، لومړی پېښه نن دوشنبه د سمنګان – مزار شریف پر لویه لاره د تاشقرغان تنګي سیمه کې شوې چې له امله یې ۳ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ژوبل شوي دي. د سرچینې په خبره، بله ټرافیکي پېښه د سمنګان ولایت دلخکي سیمه کې شوې چې له امله یې یوه تن ژوند بایللی او ۵ نور ژوبل شوي دي.
✒️: د افغانستان کرېکټ ملي ټیم له زمبابوې سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې په پنځمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۹۹ منډې جوړې کړې. له دې وړاندې د زمبابوې ملي ټیم د خپلو ټولو لوبغاړو په لوبېدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې کپټان حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه زرمتي ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې وکړې.
✒️: د کرېکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو لوبو کې د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي ټاکلو لپاره څلور نوماندان اعلان کړي چې یو پکې افغان لوبغاړی عظمت عمرزی دی.
له هغه سره د سريلانکا دوه لوبغاړي کوسال مندېس او ونېندو هسارانګا او همدارنګه د وېسټ انډیز شیرفین راټرفورډ هم کاندیدان دي.
✒️: راهکارهای دیپلماتیک برای کاهش تنشهای مرزی میان افغانستان و پاکستان.
حملات هوایی ارتش پاکستان به برخی از ولایات مرزی افغانستان و عبور نیروهای طالبان از «خط دیورند» بهعنوان یک نقطه تنشزا، وضعیت امنیتی در منطقه را به شدت تحت تأثیر قرار داده است.
✒️: طی یک هفته در غزه 7 نوزاد بر اثر سرما جان باختند.
تعداد نوزادانی که طی یک هفته گذشته در نوار غزه تحت اشغال و حملات اسرائیل، بر اثر سرما جان باختهاند، به 7 نفر افزایش یافت.
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، افغان طالبان دې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي. نوموړي ویلي، چې د ټي ټي پي غړي د طالبانو د مشرتابه په پرتله له حقاني ډلې سره ډیر تړاو لري.
درانی وایي، که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي د داعش خراسان د ډلې په پرتله د ټي ټي پي مهارول ورته خورا اسانه دي.
نوموړی وايي، طالبان د پښتونولۍ او مېلمه پالنې له مخې د ټي ټي پي غړي پاکستان ته نه سپاري.
اصف درانی وايي، چې د پاکستاني طالبانو تسلیم شویو غړو ویلي، چې ملا هبت الله داسې کوم فرمان نه دی صادر کړی چې په پاکستان کې بریدونه حرام وګرځوي.
✒️: راپورونه کاږي چې سویلي کوریا کې د الوتکې ټکر پېښې مړو شمېر ۱۷۹ تنو ته رسېدلی او دوه تنه پکې ژوندي پاتې دي.
دغه الوتکه له ټایلنډ سویلي کوریا ته رسېدلې وه چې د ناستې پرمهال له ځغاستلیکې ووتله او له دېوال سره ولګېده.
✒️: راپورونه کاږي چې اسراییلو غزه کې پر النصیرات پنډغالي برید کړی چې له کبله یې نهو تنو ژوند بایللی دی.
دا د غزې په مرکزي برخه کې هغه پنډغالی دی چې بېځایه شویو فلسطینیانو هلته پناه اخیستې ده.
✒️: راپورونه کاږي چې د ترکیې پولیسو ۳۲ افغان کډوال په اژه سمندرګي کې نیولي دي.
راپورونه زیاتوي چې یاد کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیول شوي چې ۱۶ ماشومان هم پکې شامل دي.
✒️: د ایران پارلمان د امنیت او بهرنیو اړیکو کمیسیون غړي ابوالفضل ظهره وند په افغانستان کې د ترکیې پر سیاستونو نیوکه کړې او وايي، ترکیه په افغان کې د اوبو ډېر بندونه جوړوي او دغه کار د ایران په زیان دی.
ظهره ونده دغه خبرې ننه دوشنه د مرغومي په نهمه کړې زیاته کړې یې ده، له اسلامي امارت سره د تعامل سیاست له امله د ایران رقیبان په افغانستان کې برلاسي شوي دي.
✒️: د راپورونو لمخې، د خیبرپښتونخوا دېره - ټانک لار کې په یوه ځانمرګي برید کې امنیتي پوسته په نښه شوې چې له امله یې څلور امنیتي سرتېري ټپیان دي. پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغې برید د پوستې ودانۍ ته هم زیان اړولی دی.
✒️: تېره ورځ (یکشنبه، ډسمبر ۲۹مه) په پاکستان کې زرګونو کسانو له غزې سره د یووالي په موخه لاریون وکړ او هلته یې د جګړې د پایته رسېدو غوښتنه یې وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، دا لاریون د جماعت اسلامي ګوند له لوري په پلازمېنه اسلاماباد کې تنظیم شوې و. د دغه ګوند مشر د پاکستان له حکومت غوښتنه وکړه چې حماس د یوه مشروع نظامي ځواک په توګه په رسمیت وپېژني او د اسراییل د انزوا لپاره هڅې وکړي.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ایران او اسراییل ترمنځ مخامخ کېدل خطرناکې پولې ته رسېدلې ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور لمخې، لاوروف ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې دوامداره کړکېچونه او د تاوتریخوالي تکرار د امریکا د نامسوولانه کړنو او د عرب هېوادونو په کورنیو چارو کې د فعالې لاسوهنې او مصنوعي وېش د کرښو د رامنځته کولو هڅو پایله ده.
✒️: ایراني رسنیو راپور ورکړی چې هر کال له یو میلیون زیات کسان د دوغارون پولې له لارې د ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي.
د دوغارون د سرحدي ترمینل مدیر، اسماعیل پور عابد، ویلي، د افغان وګړو لپاره د ایران قانوني سفر لپاره دوغارون پوله غوره انتخاب دی او دا موضوع د افغانستان د چارواکو پام دې پولې ته اړولی دی.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي، د ۲۰۲۵ کال په اړه هیڅ تضمین نشته چې څه به پېښ شي.
هغه په ایکس کې لیکلي: «خو زه ژمنه کوم چې د ټولو هغو خلکو ترڅنګ ودرېږم چې د ټولو خلکو لپاره یوې له سولې ډکې، عادلانه، باثباتې او روغې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅه کوي.» د ښاغلي ګوترش په باور، ان په تر ټولو تیاره ورځو کې هم، د بدلون هیله وي.
✒️: د امریکا پخوانی ولسمشر او د سولې نوبل جایزې ګټونکی، جیمي کارتر ومړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، کارتر تېره ورځ (یکشنبه) د ۱۰۰ کلونو په عمر په خپل کور کې مړ شوی دی.
هغه د امریکا د ولسمشرۍ ترڅنګ د مصر او اسراييل ترمنځ د سولې تړون رامنځته کړی او وروسته یې د بشري حدمتونو له امله د سولې نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ډسمبر په ۲۹ مه ټاس خبري آژانس ته ویلي، مسکو د ډونالډ ټرمپ له دې وړاندیز سره مخالف دی چې د جګړې پای ته رسولو په موخه لوېدیځ سوله ساتي ځواکونه اوکراین ته واستول شي.
دغه شان وړاندیز له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک هم کړی و.
لاوروف زیاته کړې، مسکو د ټرمپ له هغو وړاندیزونو راضي نه دی چې غواړي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د ۲۰ کالو لپاره معطل او اروپايي سرتېري د سوله ساتو ځواکونو په توګه اوکراین ته واستول شي.
