قطر کې بين الافغاني مذاکرات: روان جنگ گټونکی نه لري
بين الافغاني مذاکرات: /۲۱/۶/۱۳۹۹
عبدالله عبدالله: هيله مند يو چې اوربند رامنځ ته شي
عبدالله عبدالله: له امنيتي ځواکونو، اساسي قانون او جمهوريت څخه دفاع کوو
عبدالله عبدالله: روان جنګ ګټونکی نه لري
عبدالله عبدالله: د سولې په شتون کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا نشته
عبدالله عبدالله: نړيوال ملاتړ لرو، چې پر اساس يې هر ډول ګواښ ځوابولی شو
....
ملابرادر: له ستونزو سره سره بايد خبرو ته دوام ورکړل شي
ملابردار: د سولې په خبرو کې د څو تنو د ګټو د خونديتوب پر ځای بايد پر ملي ګټو تمرکز وشي
ملابرادر: دوحې تړون ته ژمن دي، بايد مقابل لوری هم ورته ژمن پاتې شي
....
اسلامي همکاريو نړيوال سازمان: د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له نړيوالې ټولنې هيله کوو چې په دې مهمو شېبو کې له افغانانو ا وافغان حکومت سره مله و اوسي
....
ملګري ملتونه: افغانانو ته بايد سوله ييز چاپېريال رامنځ ته شي
ملګري ملتونه: اوربند بايد له شرط پرته ومنل شي
ملګري ملتونه: ډاډه اوسئ چې د سولې له دې پروسې ملاتړ کوي
ملګري ملتونه: پخوانی اوربند د ستايلو دی
ملګري ملتونه: افغانان بايد د سولې له خبرو خبر و اوسي
....
ناټو: موخه د تاوتريخوالي پای ته رسول دي، افغانستان بايد د تروريستانو ځاله نه وي
ناټو: ۱۹ کاله وړاندې هم له افغانانو سره وه او اوس هم ده
ناټو: افغانان سوله غواړي، نړيواله ټولنه د دوی د غوښتنې ملاتړ کوي او قربانۍ يې ستايي
ناټو: افغان امنيتي ځواکونه د تېرو لسو کلونو پرتله اوس ډېر ځواکمن دي
....
جاپان: سولې له پروسې ملاتړ کوو
جاپان:هيله مند يو چې اوربند وشي
جاپان: هيله ده چې خبرې افغانانو ته له بحرانه د وتلو زمينه برابره کړي
جاپان: رغاونې برخه کې ژمن يو او له سولې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو
....
انګلستان: دا يوه شروع ده، په دې هيله يو چې افغانان يوه حل لار ومومي او له بحرانه ووځي
انګلستان: هيله لرو چې لاسته راوړنو ته ورسېږو
....
فنلنډ: د افغانستان ملګری و او وي به
فنلنډ: ګڼ افغان کډوال يې منلي
فنلنډ: وخت دی چې د خبرو له لارې ستونزه حل شي
....
هسپانيه: له طالبانو هيله کوو چې سراسري اوربند اعلان کړي
هسپانيه: د افغانستان سوله د دوی سوله ده
هسپانيه: د هغوی قرباني نه شو هېرولی چې ترهګرۍ ځپلي
هسپانيه: د دې پروسې درناوی کوو او ورته هيله مند يو
....
هند: هيله ده چې افغان خاوره هيڅکله د هند پر ضد ونه کارول شي
هند: افغانستان ګاونډ کې د ترهګرۍ په زياتېدو هم بايد خبرې وشي
هند: هره پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ وي
هند: افغانستان کې داسې سيمه نشته چې هلته د دوی پروژه نه وي پلي شوي
هندوستان: بيا رغاونې کې د افغانستان لوی ملګری پاتې شوی
....
پاکستان: افغان شخړې حل يوازې په سياسي حل لاره کې دی
پاکستان: د سولې په سفر کې له افغانستان سره ملګری دی
پاکستان: له افغان شخړې يې زيانونه ليدلي!؟
پاکستان: افغان ولس بايد ځانله پرېنښودل شي، لکه څنګه چې پخوا پرېښودل شوی و!؟
پاکستان: ورانوونکي به په راتلونکي کې هم د سولې د خبرو د ګډ وډېدو هڅه وکړي
....
جرمني: يوازې افغانان خپل راتلونکی ټاکلی شي، پلاوي بايد داسې بنسټ کېږدي چې د ټولو حقوق پکې خوندي شي
....
ترکيه: اوربند ته بايد لومړيتوب ورکړو، جګړې او خبرې په يو وخت مخ ته نه شي تللی
ترکيه: سولې ته فرصت رامنځ ته شوی دی، هيله ده له لاسه ونه وځي.
....
ازبکستان: تيار دي چې د افغانانو د خپلمنځي ناستې کوربتوب وکړي
....
ناروې: پياوړې ارادې ستونزې هوارولی شي( افغان سوله)
....
اندونيزيا: سوله په زور نه کېږي، بلکې د يو بل په منلو کېدی شي
....
پمپيو: د انساني حقونو د خونديتوب تر ټولو غوره لار جمهوريت دی
