د سوریې د بهرنیو چارو نوي وزیر ایران ته خبرداری ورکړ چې په سوریه کې ګډوډي رامنځته نه کړي
د سوریې د بهرنیو چارو نوي وزیر اسد حسن شیباني د سه شنبې په ورځ له ایران څخه وغوښتل چې په سوریه کې ګډوډي رامنځته نه کړي او د سوریې د خلکو ارادې او د دغه هیواد د ملي حاکمیت درناوی وکړي. شيباني وويل داسلامي جمهوريت دولت بايد ددغه هيواد دمشر دوروستيو څرګندونو د پايلو مسوول وي .
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د یکشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې د سوریې پر ځوانانو غږ وکړ چې د هغو کسانو پر وړاندې ټینګ ودریږي چې دا ناامني یې تنظیم کړې او رامنځته کوي.
خامنه يي وویل: «نن د سوریې ځوانان د لاسه ورکولو لپاره هیڅ نه لري. د دوی ښوونځي، پوهنتونونه، کورونه او کوڅې ناامنه دي.»
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د سوریې یاغیانو له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته بشارالاسد چې د ایران پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ یې درلود له واکه لرې کړ.
ایران د جګړې په جریان کې د بشارالاسد د ملاتړ لپاره ملیاردونه ډالر ولګول او په سوریه کې یې د بشارالاسد د واک ساتلو لپاره خپل انقلابي ګارډونه ځای په ځای کړل.
کاپی
د بشارالاسد ړنګیدل په پراخه کچه د ایران پراکسي ځواکونو ته د "مقاومت د محور" په نوم د لوی ګوزار په توګه لیدل کیږي. داسې ښکاري چې د قدرت توازن د اسراییلو په ګټه بدل شوی دی.
