د مرغومي شپږمه د خلق او پرچم په لمنو تور داغ
عبدالناصر شفیق
نن د جدي شپږمه ده, د 1358 لمریز کال په همدې ورځ د پرچم بانډ، چې کارمل او نجیب یې مشران وو، په غوښتنه د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ.
افغان میړني ملت د شوروي کمونيستي بلاک دځواکونو پر وړاندې تاریخي جهاد وکړ او نږدې لس کلونه وروسته یې په 1367 ل کال، له هيوادڅخه وشړل
د سره ښکيلاک پر وړاندې د جهاد یو نیم ملیون شهيدانو ته دعاوې ( چې الله دې ورته جنتونه نصیب کړي) او پاکو غازیانو ته یې درنښت په افغان ولس او ټوله نړۍ باندې حق دی؛ ځکه که هغه سرښندنې نه وای، نه به زمونږ قطب کې واقع پنځلس ښکېل ریاستونه خپلواک شوي وای او زمونږ د نومونو په آخر کې به هم د ووف ( لکه کریموف، نیازوف او ..) پسوندونو شتون درلوده.
خو له بده مرغه چې ټولې نړۍ له افغان جهاد ګټه پورته کړه، مګر مونږ وروسته د ګوندي لوړتیا غوښتنو د ناروا سیالیو لامله د کورنیو جګړو داسې ښکار شو، چې لا تر اوسه هم، مو لا د هیواد نه د بهر وتلو افغانانو شمیره تر اتو ملیونو اوښتې ده؛ خپلواکۍ ګټلی شو، خو ساتلی یې نشو، همدا پرون هم د پاکستاني جټ الوتکې لخوا د هیواد حریم کې خونړی بمبار، د افغان ولس د کوردننه اختلافونو او د سر تاسري ملي وحدت د نه شتون او واک د انحصار طلبیو پایله ده، چې د سره ښکېلاک له مهاله تر زیړ ښکېلاکه او لا تر اوسه یې له پایلو سره مخ یو !
د افسوس ځای دادی، چې ځوان نسل مو له تاریخه خبر ندی؛ چې سره خونړي ښکېلاک په ملاتړ د خلق او پرچم ګوندونو مو د تاریخ هغه ویاړلي شخصیتونه په څومره بې رحمانه توګه شهی.دان کړي، له اسلامپالو تر ملتپالو او ان تر دې چې د جومات سره پیوند لرونکو افغانانو څخه یې هم ژوند اخستی وو، د څرخي پله او د هیواد نورو پولیګونونو تاریخ او د حفیظ الله امین لخوا د ۱۲۰۰۰ شهید کړای شوو افغانانو نوملړ اعلان، او د کب په څلیروشتمه د هراتي ولس د پاڅون نتیجه کې د پنځه ویشت زرو او دریمه یې د کابلیانو د پاڅون په مهال او د کنړ د کرهالې په سیمه راغونډ شوو کنړیانو، د سمنګان په دره صوف او … کې عام وژنې به، د هغه وخت د رژیم په لمنه د تل لپاره د تاریخ تور داغ وي.
همدارنګه وروسته د تنظیمي ناروا جګړو کې د بې ګناه انسانانو وژل کېدل د تاریخ بل تور داغ دی چې د سلامت او ملامت تر منځه ورک دی.
د تاریخ پېښې باید د نوي نسل لپاره رایادې شي، څو ورڅخه عبرت واخلو؛ ځکه له تاریخه عبرت اخستل د هوښیارتوب نښه او د وېښتابه راز دی او نه اخستل یې د جغرافيې بايلل دي!
په هیواد کې د تل پاتې سیاسي ثبات، پراخ ملي وحدت او د عدالت له لارې رېښتوني اسلامي نظام د ټینګښت په هیله.
