No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏په کابل کې د ازبېکستان سفیر د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې یو ځل بیا د ازبېکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ازبېکستاني پانګوال په افغانستان کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.

ارګ وايي، د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د ازبېکستاني پانګوالو د لېوالتیا ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

: ‏اسلامي امارت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې "ګستاخانه او نامسوولانه" بللي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې له تاریخي حقایقو د ناخبرۍ له امله کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سلطان محمود غزنوي د مظلومو ولسونو، په ځانګړې توګه مسلمانانو د ژغورنې او آزادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته سفرونه کول او تر دې بریده د پاکستان د دفاع وزیر بې‌خبري د افسوس وړ ده. د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، تر دې مخکې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، سلطان محمود غزنوي به د لوټمارۍ لپاره هند ته تګ راتګ کاوه.

: ‏وزارت احیا و انکشاف دهات اعلام کرده که پژوهش برای ساخت بند بزرگ کج‌صمد در ولایت فراه آغاز شده است.

ارزش این پروژه ۲ میلیارد افغانی برآورد شده است.

به گفته این وزارت، بند کج‌صمد با ارتفاع تقریبی ۵۶ متر و ظرفیت ذخیره‌سازی ۱۴۰ میلیون متر مکعب آب ساخته خواهد شد.

: د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، ویلي ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړي څو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني په دغه کتنه کې ویلي، اوس د دې وخت دی چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي څو د دواړو ولسونو اړیکې له زیانمنېدو وساتل شي او د سیمې ټیکاو او پرمختګ تضمین شي.

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت او افغان ساکو شرکت ترمنځ د لوګر سمنټو پروژې تړون د ١٦٣ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت لاسلیک شو.

په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ترڅنګ د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هم ګډون درلود. غونډه کې د کانونو او پترولېم وزارت و ویل، د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، د سمنټو د څلورو سترو پروژو تړونونه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوي چې اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

: ‏د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شو. د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس پر اېکس لیکلي، د دغه وزارت د تېرې اعلامیې پر بنسټ، نن (سې شنبه) د سالنګونو لویه لار د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

ښاغلی حق شناس وايي، لوی او کوچني مسافر وړونکي وسایط کولای شي چې پر دغه لار له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په نوبتي ډول د تګ اجازه لري.

: ‏افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره یې کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کتنه کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پر ګډ کار هوکړه کړې ده.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي نن (سه شنبه) سهار د کورنیو چارو وزارت له سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره هم کتلي و.

: ‏دولت جدید سوریه با گروه‌های مسلحی که رژیم بعث را سرنگون کردند، در موضوع انحلال و ادغام در زیر مجموعه وزارت دفاع به توافق رسید.

: ‏شمار قربانیان حملات 445 روزه اسرائیل اشغالگر به غزه به 44 هزار و 580 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 21 فلسطینی کشته و 51 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

: مصر کې د رژیم نسکورېدو په موخه پراخ لاریونونه ترسره شوي.

راپورونو کې راغلي چې لاریون کوونکو د یاد هېواد د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د استعفا غوښتنه کړې ده.

: ‏د اشغالګرو اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز منلې چې تهران کې یې د حماس غورځنګ پر مشر اسماعیل هنیه برید چې له کبله یې نوموړي خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ، ترسره کړی دی.

راپورونه کاږي، نوموړي دا هم ویلي چې یمن کې به د ایران ملاتړي حوثي مشران هم په نښه کړي.

: ‏د سوریې په منبج ښار کې درنه چاودنه شوې.

د راپورونو له مخې، دغې چاودنې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د دې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

: ‏د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبر ورکړی چې د جاپان په مالي ملاتړ یې د افغانستان د کلیوالي سیمو د ملاتړ لپاره یو کلن پلان پیل کړی دی. دا پروګرام چې د ۶ میلیونه ډالرو په لګښت سر ته رسیږي، د خوړو د امنیت د ښه والي او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د کار موندنې د فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز کوي. دغه پروګرام به په بلخ او ارزګان ولایتونو کې پلی شي.

: ‏روسي رسنۍ، ټاس خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین به په سنټ پېټرز بورګ کې په یوه غونډه کې وینا وکړي چې ډېر تمرکز به یې د سیمې پر مسایلو په ځانګړې توګه پر افغانستان وي.

د راپورونو لمخې، دغه غونډه په رسمي توګه راتلونکې چهارشنبه پیلیږي او پنجنشنبې به هم دوام وکړي، د نورو هېوادونو استازي هم پکې ګډون لري. ښاغلی پوتین به د دغې غونډې په څنډو کې هم کتنې وکړي.

: ‏د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، افغانستان د ژمي له سختې یخنۍ سره مخ دی.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې دوی ته د بودیجې کموالی په دې مانا دی چې سږکال ژمي کې به یوازې له ۶ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړای شي.

د خوړو دغه پروګرام زیاتوي چې میلیونونه نور به د ژوند ژغورونکو خوړو له لاسرسي بې برخې وي.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن-هبیتات) وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان یو له دوه کسانو په ښارونو کې ژوند کوي.

همدا راز دغې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان ډیری ښارونه د دوی د چټک ښار میشتېدو د پرمختګ لپاره چمتو نه دي.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق پر اېکس لیکلي چې هغه تېر ماښام کابل ته را رسېدلی او د اسلامي امارت د چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته او اړیکې لا پیاوړې شي.

: ‏غزه کې د اشغالګرو اسراییلو په تازه بریدونو کې څه باندې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روغتیايي مسوولینو په وینا، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي پوځ له لوري په غزه کې ۵۸ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي. غزه کې روغتیايي مسوولینو ویلي، په غزې تړانګه کې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵ زره ۳۱۷ لوړ شوی او څه باندې ۱۰۷ زره نور ټپیان دي. د دوشنبې په ورځ د حماس تر کنټرول لاندې رسنۍ ویلي دغه کسان د کډوالو په یوه کمپ کې وژل شوي دي.

: ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت او تحریک انصاف (PTI) ګوند ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو تېره ورځ (دوشنبه، مرغومې ۳مه) د دغه هېواد د سیاسي کړکېچ د پایته رسولو په موخه ترسره شوی دی.

د راپورونو لمخې، د تحریک انصاف ګوند په غوښتنو کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر، عمران خان او د دغه ګوند د نورو نیول شویو غړو ازادول، د لوړپوړو قاضیانو تر څارنې لاندې د یوه عدلي کمیسیون جوړول او له عمران خان سره د لیدو کتو اسانتیا برابرول شامل دي. په راپور کې راغلي چې د خبرو اترو دویم پړاو به د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲مه وي.

: ‏د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ ویلي، ترکیه د سوریې له اوسني مشر، احمد الشرع سره نږدې اړیکې ساتي او له دې وروسته به سوریې ته د دوی د سفرونو لړۍ هم پراخه شي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اردوغان په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته و ویل، ترکیه به د سوریې د خلکو د لاسته راوړنو د ټینګښت په موخه له هغوی ټول لازم ملاتړ وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک