سعودي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست
سعودي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او اعلان یې کړی چې دا کار يې د دې له پاره کړی چې افغانانو ته په مختلفو برخو کې آسانتياوې رامنځته شي. نېک اقدام دی او خدای تعالی دې خير و برکت پکې واچوي. په اوسنۍ ګلوبل ويليج نړۍ کې له نورو هېوادونو سره سياسي تعامل او د سياسي تعامل په برکت اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي تعامل د وخت اشد ضرورت دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ له سعودي سره ديني او کلتوري مشترکات لرو او د سفارتي اړيکو له لارې دا مشترکات په ښه توګه پالل کېدای شي.
سعودي له ديني مرکزيت او نفوذ ورهاخوا په اوسنۍ نړۍ کې يو مطرح اقتصادي ځواک هم دی او په نږدې راتلونکې کې به د نړۍ د لويو اقتصادي پروژو او فعاليتونو په مرکز بدل شي. سعودي همدا اوس په خپل Labour Market کې د نړۍ د هرې برخې د لسګونه زره نويو کاريګرو د جذب امکانات لري او موږ ته بويه د سفارټي اړيکو له لارې له دې اقتصادي فرصته اعظمي استفاده وکړو.
که کابل کې د سعودي سفارت في الحال نور هېڅ هم ونکړي او فقط زموږ سعودي مېشتو يا سعودي ته تلونکو کاريګرو ته د آسانه او ارزانه کاري ويزو د ورکړې په برخه کې آسانتياوې رامنځته کړي، دا به غټ کار شوی وي. ما چې څومره اورېدلي، همدا اوس هم زموږ ډېر شمېر سعودي مېشت کاريګر هېوادوال د پاکستان په پاسپورټ او د پاکستان له لارې سعودي ته تګ راتګ کوي او له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.
