د زاويه نيوز د وروستۍ ليکنې په ځواب کې!
مطيع الله
د زاويه نيوز شيطاني رسنۍ چې درواغو، تهمت او جعل ته يې کار ويلی. تازه يې په يوه غولونکي ليکنه کې د ژورناليستکي اصولو خبره کړې او هڅه يې کړې چې په اصطلاح دغه رسنۍ سپينه، بې پرې او پر ټولو ژورناليستيکي اصولو ولاړه وښيي اما ټولو افغانانو ته دا ثابته شوې چې دغه رسنۍ د امنيت شورا د پخوانيو مفسدو چارواکو له لوري يوازي او يوازي د دې له پاره جوړه شوې چې د پرديو په خدمت کې وي، د ولس په منځ کې نفاق واچوي او تازه اوس هڅه کې وي چې د موجوده نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځ ته کړي ترڅو د دوی د بادارانو له خوا ور سپارل شوې پروژه په بريالۍ توګه پلې او خپله مزدوري ترلاسه کړي.
زاويه نيوز پخپلو راپورونو کې په مکرره توګه ليکي چې ګواکې ډيلي شهادت د حزب اسلامي رسمي آدرس دی؛ اما د حزب اسلامي د امير دفتر تردې وړاندې او اوس تازه يو ځل بيا په خپره کړې اعلاميه کې څرګنده کړې چې دا ګوند د ډيلي شهادت په نوم کوم رسمي پته نه لري.
بل ځای تهمت لګوي او درواغ ليکي چې د حزب اسلامي امير ښاغلي انجينير حکمتيار په مستعار نوم ليکنه کړې!! د کوم سند په اساس دا خبره کوي؟ آيا د حزب کومې رسمي رسنۍ يا کوم شخص دا ورته ويلي چې دا ليکنه د حزب اسلامي د امير ده؟ طبيعي ده چې ځواب منفي دی، نه د حزب کومې رسمي رسنۍ او نه هم د حزب اسلامي د امير له دفتره ياده ليکنه خپره شوې.
په بل ځای کې يې د حزب اسلامي امير ته د ناکام سياسي او احساساتي کرکټر درلودونکی خطاب کړی! بلې ستاسو مشران په سياست کې ډېر کامياب وو؛ ټولو چيغې وهلې چې دا وطن مو هم کور دی او هم مو ګور دی، د تېښتې خلک نه يو، په جنګ د رانه وګټي نوشي جان يې خو په بې غيرتۍ يې نه ورته خوشې کوو!! اما کله چې د رښتيا ميدان را ورسېدلو، ټول محلي مسئولينو مو په محدود شمېر ورځو کې تسليم شول او هغه په اصطلاح بابا او دار دسته يې په رڼا ورځ په تېښته بريالي شول!! يقيناً چې ستاسو د مشرانو سياست ډېر کامياب وو، سياست بايد له تاسو زده کړل شي.
هو رښتيا! بايد يادونه وکړو چې ستاسو د کامياب سياست برکت وو چې تش په نوم ولسمشر مو په باګرام هوايي هډه کې د عسکرو په قطار کې ولاړ وو او د امريکا ولسمشر په شا ټپولو.
په همدې ليکنه کې د اسلامي امارت غړو ته يې د شبکې او حلقې الفاظ کارولي؛ که حقاني شبکه ورته واياست، کندهاري حلقه ورته واياست چې هرڅونه يې تقسيم کړئ اما تاسو ته خو يې داسې منډه درکړه چې د پښو خاورې به مو اوس هم په څټ کې نښتې وي.
که تاسو د ژورناليزم په اصولو او مقرراتو خبر ياست نو په دې بايد پوه واست چې له سرمقالې پرته هېڅ مضمون د يو سايت يا يوې ادارې مسئوليت نه شي ګرځېدلی؛ دا چې ډيلي شهادت اوس مهال په حزب اسلامي پورې تړاو نه لري نو سرمقاله هم شتون نه لري، دا سايټ په آزادنه د هر ليکوال مضمون خپروي، کوم مضمون چې په دري ژبه دې ويب پاڼې ته را رسېدلی وو په دې خاطر حذف شو چې ستاسو په شان شيطاني او پرديپالې رسنۍ ورته غلط رنګ ورکړ او په عامه ذهنتونو کې مو د نفاق خپرولو هڅه وکړه.
د زاويه نيوز رسنۍ ټول تمرکز، هڅه او موخه يې دا ده چې څنګه وکولای شي چې د موجوده نظام پر وړاندې د خلکو نفرت، عامه ذهنتونه خراب او د موجوده نظام د مخالفينو صف تقويه کړي، خو ولس پخواني مفسد، پرديپال او غلام چارواکي ډېر ښه پېژندلي دي، د دوی په رښتياوو هم باور نه کوي په درواغو او تهمتونو خو يې په هېڅ صورت نه کوي.
زاويه نيوز د خپلې ليکنې په پای کې د احسان الله په اصطلاح پښتون په نوم شخص د ليکنې ځيني برخې را اخيستي او د يو قوي سند په توګه يې ورته کتلي؛ ياد شخص به حتما د کوم کمونست زوی وي او يا به د غرب په کاسه لوی شوی ګوډاګی وي، د قصاب لقب فرانسويانو هغه وخت د حزب اسلامي د مجاهد امير په نوم پسې و نښلولو کله چې د دوی نيږدي ۵۰ تنه عسکر د دې ګوند د زړورو مجاهدينو له لوري په هلاکت ورسېدل خو پښتون صاحب به په دې وخت کې خامخا يا د فرانسويانو، يا د امريکايانو او يا به هم د کوم بل بادار په خدمت کې بوخت وو، خو اصيلو پښتنو خپلې سينې له اسلام او هېواد څخه د ننګې په لار کې سپر ګرځولې وې.
