No-IMG

په مستعار نوم د لیکنې تور

مطيع الله 

د زاویه نیوز هغه ادعاء چې ګواکې ښاغلي حکمتیار په مستعار نوم لیکنه کړې، او د حزب اسلامي په رسمي!! رسنيز سايټ شهادت يې خپره کړې، په بشپړه توګه له حقيقت او واقعيت لرې إدعاء ده. حزب اسلامي فعلاً د شهادت پر نوم هيڅ رسمي رسنیز آدرس نه‌لري، او نه هېڅ‌کله په مستعارو نومونو خپل رسمي دريځ او نظريات څرګندوي. دا ادعاء په خپله د زاویه نیوز د بې‌طرفۍ او ژورنالیستیک رسالت د اصولو پر وړاندې یوه لویه پوښتنه راپورته کوي.
 
* د اختلاف اچولو هڅه:
د زاويه نيوز په لیکنه کې د طالبانو د کندهاري او حقاني حلقو ترمنځ د اختلاف ایجادولو ادعاوې بې‌بنسټه دي. د حزب اسلامي رسمي دريځ او پالیسي هېڅ‌کله د نورو ډلو ترمنځ اختلاف او فتنه نه‌غواړي، او نه هم دا د حزب اسلامي د مشرتابه فکر او دريځ دی. برعکس، د حزب اسلامي دریځ تل  په خپل‌منځي یووالي او اتفاق باندې راڅرخي او همېش يې پرې تأکيد کړی دی.

* د ښاغلي حکمتیار پر ضد د نفرت کمپاین:
د زاويه نيوز ليکوال احسان الله پښتون!! په خپله لیکنه کې د ښاغلي حکمتیار شخصي ژوند، سیاسي فکر او تاریخي رول د توهین او سپکاوي هدف ګرځولی. د «کابل قصاب» لقب کارول او د «احساساتي کرکټر» یادونه د یوې سیاسي مخالفې ډلې له خوا د شخصیت وژنې ښکاره هڅه ده، چې هېڅ‌راز اسلامي او اخلاقي توجیه نه‌لري.

* پر طالبانو د تورونو ادعاء:
حزب اسلامي هېڅ‌کله د خپلو سياسي او رسمي څرګندونو مسئولیت نه پټوي. که د لیکنې محتویٰ د حزب اسلامي له رسمي رسنيز اُرګان خپره شوی وای، نو حزب اسلامي به يې حتماً د سپېناوي په اړه رسماً رسنيز غبرګون ښودلی وو. په دې تړاو د زاویه نیوز تورونه یوازې د هغوی د بې‌اعتبارۍ او منافقت ښکارندويي کوي او بس.

* د سیاسي ناکامۍ بې‌بنسټه ادعاء:
د افغانستان په معاصر سياسي او جهادي تاریخ کې د حزب اسلامي رول تل د افغانستان د ملي ګټو، آزادۍ او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وو او دی. هغوی چې د سیاسي اصولو او حقائقو پر ځای د احساساتو او نفرت پر بنسټ لیکنې کوي، په حقیقت کې د سیاست پر مفهوم او ألف‌باء هم نه‌دي خبر، يوازې له خپلې ورکړل شوې منافقانه او شيطاني دندې مجبور دي، چې دا ډول چټيات ووايي او وليکي.

*د زاويه نيوز د سياسي او رسنيز منافقت پر وړاندې د حزب اسلامي غښتلی پيغام:*
سیاست د دروغو، تورونو او بې‌بنسټه ادعاءو میدان نه دی. هغه رسنۍ او لیکوالان چې په سیاسي او رسنيز ډګر کې د خپل قومي او ګوندي تعصب پر مټ خپل منافقانه سياسي زهر پاشي، یوازې خپله بې‌اعتباري زیاتوي. د زاویه نیوز د منافقانه او متعصبې رسنۍ!! له‌خوا دا ډول لیکنې نه یوازې د ژورنالېزم اصالت او رسالت ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې د یووالي او وحدت پر وړاندې هم ستر خنډونه جوړولای شي.
او...

پورتنيو مواردو ته پر کتو؛ د زاویه نیوز دا بې‌بنسټه تورونه په سيستماتيک ډول د حزب اسلامي د سياسي، جهادي او ملي اعتبار د ختمولو يوه ناکامه هڅه ده، چې په حقیقت کې خپله د دوی رسنیز اخلاق او باور له منځه وړي. د سیاسي چارو د تحلیل له‌پاره سياسي دروغ او منافقت نه، بلکې د حقائقو او واقعيتونو لټون، د بې‌پرې‌توب اصل، عدالت او د اسلامي اخلاقو رعایت اړین دی.
حزب اسلامي او د هغه قدرمن مشر هېڅ‌کله هم له داسې منافقانه تورونو وېره نه‌لري، او تل به د خپل ولس د یووالي، سولې او اتفاق له‌پاره کار کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک