No-IMG

د دروغجني زاویې الیکترونیکي مچان

حاجي محب

 

که زاویه نیوز او د هغې مفتري الیکترونیکي مچان دا ثابته کړي چي لاندینی اقتباس رښتیا هم د حزب اسلامي یا مشر حکمتیار صاحب اعلامیه ده؛ بیا به د دوی هر خبر په پټو سترگو منو! خو داسي نه ده. لاندینۍ لیکنه د محترم حکمتیار صاحب له کتاب "د فتویٰ گانو تور بازار" څخه اقباس سوې لیکنه ده چي ډېلي شهادت د خپل ذوق له مخي ډیزائن کړې او نشر کړې وه؛ خو خبرونو ته تږي بلکي تپېدونکي غیرمعیاري زاویې سمدستي د حزب اسلامي د اعلامیې په نوم نشر کړه! په داسي حال کي چي په لاندیني تصویر کي له اقتباس سره په ډېر وضاحت سره د هغه مصدر ذکر سوی دئ.

که رسنیو ته پر علني دروغو د نوبل، شاه فیصل یا آسکر جائزه ورکول کېدله باور وکړئ چي زاویه نیوز، آزادۍ راډیو او انټرنېشنال به ئې سرفهرست رسنۍ وې... د دوی به یوازي پر درجه بندۍ اختلاف و.

ډېلي شهادت د حزب رسمي وېبپاڼه نه ده؛ پر دې آزاده او کاملا خپلواکه رسنۍ د لسگونو لیکوالانو لیکني خپرېږي؛ شهادت د یوې آزادۍ رسنۍ په صفت د هر هغه لیکوال لیکنه خپروي چي د ټولني په گټه ئې گڼي او دا باور ولري چي د هغه لیکوال ږغ باید تر نورو پوري امانتاً انعکاس سي... د حزب اسلامي، حزبیانو او د هغوی د محترم امیر معیار ډېر ستر او نړئوال دئ او د حزب د رسنیو او ټلویزیون معیار هم په همدې کچه د لوړي درجې دئ؛ موږ ولیدل چي تر طلوع ټلویزیون مخکي بریا وتړل سوه؛ سبب به ئې څه وو؟ آیا زاویه دا دعوه کولی سي چي بریا د بې کفایتۍ له وجهي وتړل سوه؟ بریا ټلویزیون د خپل عالي کیفیت او مستندو راپورونو پر اساس وتړل سو...

د ډېلي شهادت په تړاؤ ټول شاهد دي چي نه دا اوس د حزب رسمي آدرس دئ او نه د اندیشه فردا په نوم لیکوال جناب حکمتیار صاحب! مشر چي کله کابل ته تشریف راوړ نو بریا ټلویزون او وېبپاڼه ئې د رسمي آدرسونو په نوم اعلان سول او وروسته ئې دا ادرسونه د ناسمو ظالمانه فرمانونو پر اساس وتړل سول؛ دا فرمانونه د دوی په تړاؤ همغومره منصفانه ول لکه د نجونو د زدکړو په تړاؤ چي کوم اوامر څومره له انصافه ډک دي.

د زاویې ټنبل کارکوونکي د لیکنو له تحقیقه شرمنده دي او شرارتاً دا کرکجن کار کوي؛ دوی په خپلو دروغو خپرولو فساد جوړوي او همدې نفاق خپرولو ته کار او ژورنالـیزم وایي؛ د مشر د لیکني اسلوب او لیکدود معلوم او څرگند دئ؛ د مشر په لسگونو کتابونه موجود دي؛ د لیکني اسلوب او د محتوا انتخاب ئې له هغوی سره پرتله کړئ! اندیشه فردا چي کوم لیکوال دئ مستقلي لیکني کوي او ځانته یو نظر لري؛ دا چي د مشر حکمتیار صاحب د سفر، ځای بدلولو او دفتر تړلو په ارتباط ئې څه لیکلي ول مسؤلیت ئې کاملاً همده ته راجع دئ؛ د اندیشه فردا په اړه دا بدگماني خپرول چي گواکي نوموړی حکمتیار صاحب دئ! بې اساسه دروغ دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک