مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ازبیکستانه د برېښنا د پېر هوکړه ۲۰۲۵ زېږیز کال لپاره وغځېده.
دغه هوکړه ازبېکستان ته د افغانستان برېښنا شرکت د رییس، عبدالباري عمر په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوي تر سفر وروسته لاسلیک شوې ده.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې لمخې د دغه وزارت معین، احمد الله زاهد له ترکي پانګهوالو سره په کتنه کې ویلي، د پانګوالو لپاره یې په دغه وزارت کې یو ځانګړی ریاست جوړ کړی چې پانګهوالو وکړای شي په انلاین بڼه ویزه او نور اړوند معلومات ترلاسه کړي.
اخوا ترکي پانګهوالو په دغه کتنه کې د افغانستان د کرنې، ودانیزو توکو د تولید او له افغانستانه ترکیې ته د ممیزو د صادرولو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
✒️: د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ۸۴۰،۶۵۰،۰۰۰ (اته سوه څلویښت میلیونه شپږ سوه پنځوس زره) افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه یې سوځولي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ دغه بانکنوټونه له مرکز، ختیځ زون او سویل ختیځ زونه راټولې شوې وې. د افغانستان بانک له هېوادوالو غواړي چې د افغانیو ساتنه وکړي او د بانکنوټونو د ژر زړېدو د مخینوي په برخه کې پام وکړي.
✒️: پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي، سردار احمد شکېب د دغه هېواد د لوړو زده کړو کمیسیون له رییس مختار احمد سره په دغه هېواد کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون رییس دغه هېواد کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.
✒️: پروازهای مستقیم کابل-دوحه و برعکس آن از سوی شرکت کام ایر امروز (چهارشنبه، ۲۸ قوس) آغاز شد.
مسوولان این شرکت در مراسم گشایش پروازهایش به قطر میگوید که این برنامه سهولتهای بیشتر را برای مسافران دوطرف ایجاد کرده است.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزی نن (چهارشنبه) په یوه غونډه کې وايي د حکومت او رسنیو ترمنځ واټن هغه مهال راکمېدای شي چې حکومت پر رسنیو محدودیتونه و نه لګوي او په خپلواکه توګه یې کار ته پرېږدي.
✒️: د اسلامي امارت لوړپوړي غړي، انس حقاني له العربیه ټلویزیون سره په مرکه کې داعش ډله د ده د تره، خلیل الرحمن حقاني په پېښه کې ښکېله و بلله او زیاته یې کړه چې دغه ډله په ولس او حکومت کې رېښه نه لري.
انس حقاني ویلي، د اسلامي امارت غړي «فکري او شعوري» خلک دي. ښاغلي حقاني، دغه مرکه کې هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې داعش دې د اوسني حکومت په لیکو کې نفوذ ولري.
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې، تدفین او فاتحې په اړه د مننې او دعا پیغام خپور کړی.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل اشغالگر به غزه به 45 هزار و 97 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد: در حملات اسرائیل طی 24 ساعت گذشته 38 نفر دیگر در غزه کشته و 203 تن نیز زخمی شدند.
✒️: راپورونه کاږي چې یو ازبېکستانی وګړی د روسي جنرال ایګور کریلوف د وژنې په تړاو نیول شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې یاد ۲۹ کلن ځوان د اوکراین ځانګړو واحدونو له لوري په دنده ګومارل شوی و.
✒️: قطر له ۱۳ کلونو وروسته په دمشق کې خپل سفارت بېرته پرانېست.
د راپورونو له مخې، قطر نن په سوریه کې خپل سفارت له ۱۳ کلونو ځنډ وروسته بیا ځلې پرانېست. په راپورونو کې راغلي، چې قطر د دې سفارت لپاره عبدالله المحمود الشریف د شارژدافیر په توګه ټاکلی دی.
✒️: د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په تهران ښار کې د "رستګوی کندلج" په نوم یو کس چې په لارو او کوڅو کې به یې ښځې په چاقو سره وهلې او هغوی یې ټپي کړې هم وې، نن د دې هېواد په تهران ښار کې اعدام شو.
✒️: په سوریه کې د دمشق له زندانه ازاد شوی، هغه نفر چې عادي کس بلل شوی و، له ازادېدو وروسته څرګنده شوې چې د استخباراتو مهم غړی و.
سي ان ان راپور ورکړی، چې په سوریه کې یو سړی چې د دمشق له زندانه خوشی شوی دی، وروسته له خوشې کېدو څرګنده شوې، چې د بشارالاسد په رژیم کې د استخباراتو یو مهم مامور و.
په راپور کې راغلي، نوموړي ویلي، چې دا یې درېیمه بند خونه ده چې پکې بندي کیږي، نوموړي ځان یو بې وزله عام کس معرفي کړی و، خو په حقیقت کې دا کس "سلاما محمد" نومېده چې د بشارالاسد رژیم د هوايي ځواک د استخباراتو رییس و.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاو او رسیدګۍ طرحه وړاندې کړې ده.
اوچا په دغه طرحه کې ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې به د اړتیا وړ ۲۲،۹ میلیون کسانو لمنځه ۱۶.۸ میلیونو ته لومړیتوب ورکړ شي چې له دغه شمېر کسانو سره د بېړنۍ مرستې لپاره ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
✒️: آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، به مناسبت روز جهانی مهاجران در ایکس نوشته است که «ما از سهم بزرگی که میلیونها مهاجر در جوامع، اقتصادها و کشورها در سراسر جهان دارند، قدردانی میکنیم.» او این روز را فرصتی برای تأمل در مورد چالشهایی مانند تعصب، تبعیض، خشونت آشکار، سوءاستفاده، و بیرحمی غیرقابل تصور قاچاق انسان میداند که مهاجران با آنها مواجه هستند.
✒️: د سویډن حکومت ویلي، افغانستان نور د تېر په څېر د نړۍوالې تمرکز چورلیز نه دی.
په افغانستان کې د سویډن د ۲۰ کلنې ښکېلتیا د ارزونې په ترڅ کې، د سویډن حکومت د افغان ښځو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. ارزونه وايي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت ډېر "هیلې بښونکی " نه ښکاري.
دغه ارزونه، د سویډن د ټولو سیاسي ګوندونو یوې ګډې کمېټې ترسره کړې ده.
✒️: د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې پر اېکس لیکلي، هر وګړی د یوه خوندي او امن اوسېدو ځای حق لري. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې دغه ټولنه د افغان کډوالو، بې ځایه شویو او راستنو شویو ترڅنګ ولاړه ده او د زده کړو، دندې او اقتصادي وضعیت ملاتړ یې کوي.
✒️: د روسیې پارلمان د سهشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۷مه) یو قانون تصویب کړ چې محکمې ته به اجازه ورکړي چې د هغو ډلو پر بندیزونو بیا کتنه وکړي چې د مسکو له لوري ممنوعه ډلې بلل شوې دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا ګام د دې لپاره زمینه برابروي چې روسیه له اسلامي امارت او ممکن د سوریې له نوي مشرتابه سره اړیکې عادي کړي. تر دې مخکې، (State Duma) چې د روسیې پارلمان ولسي جرګه ګڼل کیږي هم دغه وړاندیز کړی و چې له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د نوم لرې کولو زمینه دې برابره شي.
✒️: د کډوالۍ نړۍوال سازمان د دغې ورځې په مناسبت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د راتلونکي زیږیز کال لپاره یې یو غوښتنلیک وړاندې کړی چې لمخې یې ۱۷۰ هېوادونو کې ۱۰۱ میلیون وګړو ته مرسته ورسوي.
دغه سازمان د کډوالۍ لاملونه، اقلیمي بدلون، جګړې او بد اقتصادي وضعیت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې تېر کال یې په نړۍواله کچه د بې ځایه کېدو بې سارې کچه هم لیدلې ده.
✒️: خانوادههای فلسطینی روز سهشنبه از وزارت خارجه ایالات متحده به دلیل حمایت واشنگتن از ارتش اسراییل در جنگ غزه، که به کشته شدن دهها هزار نفر و ایجاد بحران انسانی منجر شده است، شکایت کردند.
به گزارش رویترز، این شکایت در دادگاه منطقهای ایالات متحده در منطقه کلمبیا ثبت شده است. خانوادههای فلسطینی ادعا کردند که وزارت خارجه امریکا، به رهبری آنتونی بلینکن، قوانین حقوق بشری این کشور را عمداً نادیده گرفته و به تامین مالی و حمایت از واحدهای نظامی اسراییلی که به ارتکاب جنایات در غزه و کرانه باختری متهم هستند، ادامه میدهد.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، د اټومي خوندیتوب د ځواکونو د مشر، کریلوف او د هغه د مرستیال وژنه یو «مخکې پلان شوی ترهګریز برید» یاد کړی.
د روسي رسنیو د راپور لمخې، زاخارووا څرګنده کړه: «دا برید د دې څرګندونه کوي چې لویدیځ د کییف رژیم د مليشو د جنګي جنایتونو پر وړاندې د بېپامۍ کړۍ دوامداره کړې او شدید وضعیت ته یې رسولې ده.»
