No-IMG

د زاويه نيوز شريره ټولنيزه رسنۍ څوک او څه غواړي؟!

مطيع الله

 

د زاويه نيوز په نوم پردېپاله او شيطاني رسنۍ د پخواني حکومت د امنيت شورا اړوند مسؤلينو له لوري جوړه شوې چې پر فيس بوک او ټويټر کې فعاليت ترسره؛ د دې رسنۍ مسئولين پخواني کمونستان او د غرب په کاسه لوی شوي پردېپال نا افغانان ګوډاګيان دي چې نه افغاني او نه هم اسلامي ارزښتونو ته ژمنتيا لري.

د زاويه نيوز مفسد چلونکي چې پخوا د امنيت شورا او امنيت رياست کارکوونکي وو د خپلو شيطاني فعاليتونو په دوام نن هم له بهره، د خپل بادار له کوره او د هغو په اشاره د اوسني حکومت په ضد، د خلکو او نظام ترمنځ د نفاق په موخه زهرجن او شيطاني تبليغات ترسره کوي.

د همدې مفسدينو د بد اخلاقيو، غلاوو، چور تالان او مختلفو فسادونو له امله پخوانی جمهوري نظام د مفسدو هېوادونو په سر کې قرار درلود؛ ځکه دوی مفسد، بد اخلاقه، شراب خواره، او د اسلام دښمنه افکارو خاوندان وو، ارګ يې په فاحشه خانه بدل کړی وو، د شپې له خوا به د وزير اکبرخان په شراب خانو کې بوخت او د ورځې له خوا به د ارګ په فاحشه خانو کې؛ دوی نه ناموس درلود، نه ابرو او عزت او نه هم افغاني ننګ او وقار.

ولس او نظام بايد د پخواني امنيت رياست او امنيت شورا پردېپالې او شيطاني رسنۍ و پېژني، په زهرجنو او درواغجنو تبليغاتو يې باور ونه کړي.

د يوې ښې ټولنې د لا غوره والي او اصلاح په موخه هره سالمه نيوکه او رغنده اعتراض نېک کار دی که څه هم تريخ وي؛ اما داسې ليکنې چې هېڅ حقيقت ونه لري، درواغ او تهمت وي، د مفسدو، ذليلو او غلامانو کار دی نه د بل چا.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک