حکمتیار: د سوريې مجاهدینو ته د فتوحاتو مبارکي وایو
بسم الله الرحمن الرحیم
د سوريې مجاهدینو ته د فتوحاتو مبارکي:
د سوریې مقاوم او سرلوړي ولس، مجاهدینو، او ټول اسلامي امت ته د دې سترې او تاریخي بریا مبارکي وړاندې کوو. له الله تعالیٰ غوښتنه کوو چې تاسو ته نورې لاسته راوړنې او بریاوې در په نصیب کړي.
موږ او ټول اسلامي امت پرون هم ستاسو په دردونو، کړاوونو او ستونزو کې له تاسو سره شریک وو، او نن هم ستاسو په بریاوو او خوښیو کې له تاسو سره یوځای یو.
الحمدلله چې یو بل ذلیل او سپېره فرعون او وحشیانه سلطه یې نسکوره شوه؛ ده او د هغه پلار شپږ لسیزې د پردیو مزدوري وکړه، د هغوی د مټو په زور یې پر مظلومې سوریې حکومت وکړ، او د دې مفسدې کورنۍ د وحشت او ظلمونو له امله د سوریې د سرلوړي ولس نږدې ۱۳ میلیونه وگړي مهاجر او په ټوله نړۍ کې خواره شول. د هجرت لړۍ یې ۶۰ کاله مخکې د سوریې د لوی فرعون حافظ الاسد له کودتایي حکومته پیل شوه او تر ننه یې دوام وکړ.
بهرنیو ځواکونو د خپلو استعماري ګټو لپاره، د سوریې په شمول په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د مزدورو قومي، سیاسي او مذهبي اقلیتونو پردیپال حکومتونه مسلط کړل. لا هم په سوریه کې د اشغالګرو اډې شته او په ځمکه او فضاء کې یې فعال نظامي او استخباراتي حضور موجود دی. امریکا، روسیه، اسرائیل، او د هغوی نور اذناب لا هم سوریې ته په کمین کې دي. د سوریې ستونزه هغه مهال حل کېدی شي چې دوی له کمینه پورته شي، شرارتونه یې پای ته ورسېږي، او د سوریې ولس پرېښودل شي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.
له فتحې وروسته، د سوریې د نویو مشرانو څرګندونې او اعلامیې د دې خبرې ثبوت دي چې د دې هېواد نوی قیادت یو مؤمن، مجاهد، هوښیار او اسلام ته ژمن قیادت دی. د شورایي او قانونمند نظام، ملي وحدت، یو بل زغملو، استبداد او د انحصار پر ضد د دوی ټینګار هغه څه دي چې ټول امت ورته اړتیا لري.
د اسلامي خلافت له زوال وروسته، استعمارګرانو خپلمنځي رقابتونه او نیابتي جګړې اسلامي هېوادونو ته را انتقال کړي، د پاچایانو او جنرالانو دیکتاتور نظامونه، کودتایي حکومتونه، د قومي، سیاسي او مذهبي لږکیو ناولې څېرې او ظالمانه سلطې یې پر اسلامي ملتونو تحمیل کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې د سوریې په څېر یوه اسلامي هېواد کې، د انقلاب له بریا وروسته، د نویو مشرانو څرګندونې دا یقیني کوي چې په دې هېواد کې به یو بشپړ شرعي نظام قائمېږي، د اقلیتونو ساتنه به کېږي، او سوریه به نورو هېوادونو ته د زیان رسولو لپاره نه کارول کېږي.
موږ له ټولو داخلي او بهرنیو اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د سوریې ولس د خپلواکۍ او تصمیم نیونې حق ته درناوی وکړي او د دې ملت لاس راوړنو ته د ګواښ په سترګه ونه ګوري.
د سوریې د دې تاریخي او ستر بدلون د هر اړخیز ملاتړ لپاره دعا کوو، او په دې باور یو چې دا به د اسلامي امت د بیا عظمت او مجد د اعادې په لور یو بل مهم ګام وي.
حکمتیار
