دا په دمشق کې د صيدنايا زندان دى، دې زندان ته سور زندان هم وايي
دا په دمشق کې د صيدنايا زندان دى، دې زندان ته سور زندان هم وايي. د دې زندان وسعت او وحشت له دې اټکل کړئ چې د زمکې لاندې تر لسو ډېر منزلونه لري.
تر دې دمه له دې زندانه زرګونه زندانيان ازاد کړاى شوي دي، خو پوهېږئ چې تر سل زرو زندانيان لا هم د دې زمکتلو طبقو په بندخونو کې بنديان دي، د دې زمکتلو طبقو شفرونه چا ته معلوم نه دي، د هر ساعت په تېرېدو سره د دې لسګونو زرو بنديانو ژوند له خطر سره په چټکۍ مخ کېدونکى دى، د دوى د تنفس، ډوډۍ او اوبو اهتمام فلج دى.
اوس نو د بشار د ظلم او وحشت کچه اندازه کړئ، يو مستبد واکمن چې له خپل ولس سره دومره وحشي شخړه او ظالمانه تقابل ولري، د هغه انجام بايد کلونه مخکې دغسې ړنګ واى.
استبداد تل له خپل ولس سره شخړه لري، او مستبد تل پر خپل ولس کبرجن خو د لويو قدرتونو تالي څټى او غلام وي.
