د سوریې نوی پېر؛ له احساساتو تر اندېښنو
کال ۲۰۱۱م کې چې کله د بو عزیزي له لمبو عربي پاڅون وزږېد، له تونس او مصر وروسته یې د سوریې خلک هم د اسد پر وړاندې پورته کړل. بشار الأسد د مصر او تونس برخلاف له پاڅونوالو سره د تعامل پر ځای د ټکر ستراتیژي خپله کړه. پاڅونوالو هم د اسد په وړاندې د سوله ایزې مبارزې پر ځای وسلې ته لاس کړل. دا هغه لامل ؤ چې تېر ۱۴ کاله ناورین یې وزیږاوه.
د سوریې د پاڅونوالو له ټولو لوی مشکل دا ؤ چې دوی د تونس او مصر په شان د انقلاب په رهبرۍ کې واحد جهت نه درلود. دوی په پاشلي ډول وسلې ته لاس کړل، کوشش وشو چې هر جهت خپله سیمه د اسد له استبداد او ظلم څخه خلاصه کړي خو ښايي دوی ته به د افغانستان له تېرې تجربې مالومه نه وه چې په ویشلي ډول مبارزه لویه لاسته راوړنه نه شي درلودلای. همدا ؤ چې دا ډلې له ۲۰۱۴م دا پدېخوا په بېلا بېلو وختونو کې له یو بل سره وجنګېدلې. ښايي دا به اساسي لامل ؤ چې مقاومت ضعیف او اسد څوکه څوکه له درعا تر حماه پورې بېرته خپله ولکه ټینګه کړه.
سوریه تېر ۱۳ کاله په ډېرو زیاتو ډلو ویشل شوې وه. د معارضې وېشل شوي حالت اسد ته د دې فرصت ورکړ چې د دروزو، علویانو، عیسایانو او بهرنیو قدرتونو په مټ ځان قوي کړي. ځینې موده وړاندې دا حالت دې ته ورسېدل چې عربي هیوادونو تصمیم ونیو تر څو اسد بېرته جي سي سي ته دعوت کړي. همداسې وشول. تحلیلونه کېدل چې ښايي په سوریه کې د پاڅونوالو دور ختم دی او دوی باید په څه نا څه شکل له اسد سره تفاهم ته ورسېږي.
اسد له روسیې او ایران پرته د عربي هیوادونو ملاتړ هم پیدا کړ. ترکیې هم اسد ته شنه سنګنالونه ورکړل، اسد فکر وکړ چې د ده د سختیو شپې تېرې شوې. ممکن ده به د پلار په شان یو ځل بیا د سوریې په خاوره د حاکمیت خوب کتلای ؤ خو داسې ممکن نه شو. اسد په محاسبه کې ډېره لویه تېروتنه کړې وه.
د اسد له پرزېدلو مخکې د سوریې سیاسي ساختار په څلورو مهمو برخو تقسیم ؤ؛ بهرني عسکر او تأسیسات، د اسد حکومت، پاڅونوال او قسد (کردان).
ښکاري داسې چې پاڅونوالو د ترکیې په نږدې همکارۍ او منځني ختیځ کې له نازک حالت څخه استفاده وکړه. ترکیې په کراتو اسد ته پیامونه ورسول چې له مخالفو جهتونو سره یو حل ته ورسېږي خو نتیجه یې تر لاسه نه کړه. ترکانو په ډېر مهارت اسد ته داسې درس ورکړ چې تل لپاره یې د ښو ورځو خوبونه لاهو شول.
زه فکر کوم روسانو او ترکانو به د سوریې د موضوع د اوږد مهاله حل لپاره یو داسې ډیل کړی وي چې د دوی ګټې پکې خوندي وي. د ترکانو په دې ډپلوماسۍ کې دوی خپله سیمه ایز رقیب ایران ته بې مخینې ګزار ورکړ. ایرانیان چې ژوندي وي دا درد به یاد ساتي.
دا چې پاڅونوال د دمشق او درعا دورې پولو ته ورسېدل، د سوریې د سیاسي ساختار له اډانې د اسد په شان یو اساسي عنصر له معادلې منفي شو.
د سوریې د راتلونکي په باب څو اندېښنې وجود لري:
۱ له تر دې دمه د قسد (کردانو) سیمې د پي کی کی او نورو هغو ګروپونو په لاس کې دی چې مستقیما د امریکا ملاتړ لري. اندېښنه دا ده چې آیا دغه ډلې به له پاڅونوالو سره داسې موافقې ته ورسېږي چې له جګړې لاس واخلي او د یو واحد حکومت په جوړولو برلاسي شي. په دې برخه کې به د سوریې اړوند د امریکا او ترکیې موقفونه ډېر مهم وي.
۲ که چېرته کردي ډلې له پاڅونوالو سره ټکر ته لوېږي، سوریه به بیا د عربو او کردانو تر منځ نوې جګړې ته داخل شي. په دې کورنۍ جګړې کې به امریکایان، سعودیان، اماراتیان یو اړخ او ترکان، قطریان او ځینې نور هیوادونه بل اړخ ته ملاتړ ته ټټر وهي. اندېښنه دا ده چې دا حالت د سوریه راتلونکي، لوی کردستان جوړولو او د صهیونستي رژیم رول ته ډېر نازک تمامېږي.
۳ د سوریې په کردي سیمو کې د امریکایانو نظامي اډې وجود لري. اندېښنه دا ده چې دغه اډو سره به څه کېږي. د اسد په پرزولو کې د امریکایانو، ترکانو او پاڅونوالو تر منځ موقف یو ؤ، دوی ټولو غوښتل چې په لومړۍ مرحله کې باید اسد له منځه وباسي. اوس دغه مسیرونه بدلېږي، امریکا به هېڅکله ونه غواړي چې اسلامپاله مبارزین دې د دې ستراتیژیکې سیمې په ټول قلمرو حاکم وي. دوی به حتما دوی ته داخلي دښمن تقویه کوي.
په ټوله کې د سوریې روان حالت له تېر څخه بهتر دی. هغه ۱۴ کلن ناورین چې اسد او د ده جنرالان یې مسؤلین ؤ، دا یې له ټولو ښه محاکمه وه. سوري پاڅونوال اوس د سوریې د قضیې د حل تر څنګ د ۲۳ میلیونه سوري اتباعو د حکومتدارۍ مسؤلیت هم په غاړه اخلي. د سوریې راتلونکی اوس د نوي حکومت تدبیر او هوښیارتیا پورې تړلی، دوی کولای شي د سوریې اړوند پورته یادې شوې لویې ننګونې په داسې شکل مدیریت کړي چې سوري ملت بېرته د خپل برم او عزت ورځې تازه کړي.
پای
