No-IMG

د الجولانی تر قیادت لاندی هیت تحریر شام به نور څومره مخکي ولاړه شي

حلب تاریخی ښار دابومحمد جولانی ملیشو په تصرف کی لویدلی ده

 الجزیره لیکي، د نوموړي اوسنی نوم ابو محمد الجولاني دی، چي اصلي نوم یی اسامه العبسي الواحدي دی.

نوموړی په ۱۹۸۱ ز کال کې د سوريې دیر الزور ته څېرمه الشحیل ښارګوټي کې دې نړۍ ته سترګې رڼې کړي.

د جولاني کورنۍ په اصل کې د سوریې د ادلب ولایت اوسیدونکي وه، څرنګه چې د نوموړي پلار دولتي دنده درلوده په پوځ کې یې د تعمیراتو او بیا رغونې په څانګه کې د موټر چلوونکي په توګه دنده اجرا کوله نو ځکه له ادلب ولایت څخه دیر الزور ته کډه شو.

الجزیره لیکي، چي الجولاني لومړنۍ زده کړې خپل کلي کې تر سره کړي، وروسته د لوړو زده کړولپاره دمشق ته لاړ، هلته یی د دمشق په طب پوهنځي کي داخله وکړه کله چي د طب پوهنځي له دوهم کال څخه درېیم کال ته بریالی شو، دغه وخت کې امریکا پر عراق یرغل وکړ؛ جولاني هم سمدستي کتابونه قط او بستر ټول کړ نور یی علمي سفر ته الوداع کړه او عراق کې یې د ابو مصعب الزرقاوي تر مشرتابه لاندې د امریکايي یرغل په خلاف په وسله وال جهاد لاس پورې کړ.

نوموړي د زرقاوي تر قیادت لاندي جهاد کاوو چي کله زرقاوي ووژل شو الجولاني د زرقاوي د ځای ناستو تر مشرتابه لاند خپل وسله وال جهاد ته ادامه ورکړه الجولاني وایی چي ایمن الظواهري سره یی بیعت کړی او د ظواهري له لارښوونې او هدایت سره سم په جهاد بوخت دی.

کله چي په ۲۰۰۳ زدیږ کال کي امریکایانو په عراق باندي یرغل وکړ دغه وخت به جولاني د صاخور په سیمه کي د علاء بن الحضرمي جامع جومات ته د محمود قول آغا (ابو القعقاع) د جمعي د خطبو د اوریدلو لپاره ورتلو.

پر عراق د امريکا له برید سره سم جولاني له لومړيو کسانو څخه و چي عراق ته ورسیدی هلته یې د القاعدې ډلې له نوي تأسيس شوې جبهي سره چې قیادت یې ابو مصعب الزرقاوي کاوو، یو ځاي شو.

الجزیره لیکي چي نوموړی په ډیر لږ وخت کي ډیر مشهور شو او د زرقاوي په نژدې ملګرو او سلا کارانو کې شامل شو.

جولاني په ۲۰۰۶ ز کال کي د زرقاوي له وژني څخه وروسته لبنان ته ولاړ هلته یی د جند الشام په نامه سره د جنګیاليو روزنه پیل کړه.

له لبنان څخه ډیر ژر بېرته عراق ته را ستون شو، عراق کې د امریکا یانو لخوا ونیول شو تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د دبوکا په نامه زندان کې بندي و او څه موده وروسته له بنده ازاد شو.

له ازادیدو سره سمدستي نوموړی یو ځل بیا په عراق کې له اسلامي دولت سره چي په ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر په میاشت کي یې د ابوبکر البغدادي به مشرتوب سره بنسټ ایښودل شوی وه وسله وال فعالیت پیل کړ چی په دغه وخت کي ورته د موصل ولایت ټولو اړوند سیمو قومانده په غاړه ورکړل شوه.

د ۲۰۱۱ زدیږ کال د اګست په میاشت کي جولاني یو ځل بیا له عراق څخه دالقاعدې په لارښوونه سوريې ته لاړ، هلته يې د بشار الاسد د حکومت په خلاف تبلیغ وکړ خلک يې د سوريې د حکومت په مقابل کې وسله وال جنګ ته را وبلل.

د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کې ښاغلي جولاني یوه اعلاميه خپره کړه او په دغه بیان کي يې د شام دپاره د جبهة النصرة په نامه دیوې ډلې بنسټ کېښود او د شام ولس یې دبشار الاسد د رژيم پر ضد وسله وال جهاد ته را وبلل.

ښاغلي جولاني تر اوسه پورې په سوریه کې د جبهة النصرة د ډلې مشري په غاړه لري.

دالجولانی ترقیادت لاندی هیت تحریر شام به نور څومره مخکي ولاړه شی , آیا دسوریی دولت ته به سقوت ورکړی?

دا هغه سوال دی چی وخت به ځواب ورکړی .

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

زه

د اسلام سره ډیره مينه لرم خو هغه مسلمان مي نه خوښیږي کوم چي یهود او انګریز او غربي انسان سم نه پيژني.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک