مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: رییس حفاظت محیطزیست ولایت بدخشان میگوید افرادی که یک خرس را در ولسوالی شکی این ولایت شکار کردند، بازداشت و مجازات خواهند شد.
فیضالرحمن ابراهیمی میافزاید که شکار حیات وحش ممنوع است و با افرادیکه دست به شکار میزنند برخورد قانونی صورت میگیرد.
این در حالیست که چند روز پیش، شش نفر از باشندگان ولسوالی شکی، یک خرس قهوهای را شکار کرده و سپس با جسد آن عکسهای یادگاری گرفتند.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی چې سبا (جمعه، لړم ۲۵) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، ډایکنډي، غور، غزني، ارزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو اټکل شوی دی.
✒️: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د الرونډرانو په تازه درجه بندۍ کې د نړۍ په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي.
دغه درجه بندۍ کې محمد نبي لومړی، راشد خان درېيم او عظمت الله عمرزي هم نهم ځای خپل کړی دی.
✒️: هالنډي پلاوي هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له هالنډي پلاوي سره د ځمکې له تودوخي د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، هالنډي پلاوي دغه برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دغه هالنډي پلاوي تېره ورځ (چهارشنبه) د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره هم کتلي او د نفت او ګازو د استخراج او ور څخه یې د انرژۍ د تولید او د نفتو د پروسس کارخونې د جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
✒️: د خوست ټولو ولسوالیو لپاره په معیاري بڼه او عصري وسایلو سمبال روغتیايي کلینیکونه منظور شوي.
د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت والي مولوي عبدالقیوم ټولو ولسوالانو ته لارښوونه کړې، چې د قومي مشرانو سره په همغږۍ شاوخوا لس جریبه ځمکه د یادو کلینیکو لپاره دوی ته په ګوته کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کلینیکونه د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړیږي، چې د ځمکې له تعین کېدو وروسته به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.
✒️: ملګرو ملتونو پکتیا کې د یوه کس پر قصاص اندېښنه ښودلې. افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت پکتیا کې د یوه کس پر قصاص اندېښنه څرګنده کړې او دا یې له بشري حقونو سرغړونه یاده کړې ده.
یوناما یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت غوښتي څو د قصاص سزاوې ودروي.
د یادونې وړ ده چې سترې محکمې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار په لوبغالي کې پرون پر يوه کس چې پر قصدي قتل تورن و، د قصاص حکم تطبیق کړ.
✒️: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې فرانسې له افغانستان سره د درې میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی دی.
یاد پروګرام یوه بیان کې کښلي چې دغه به مرسته به د دغه پروګرام له لوري پر اړمنو افغانانو ووېشل شي.
✒️: راپورونه کاږي چې ماداګاسکار ټاپوزمه کې پر یوې مسافر وړونکې کښتۍ د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۶ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
راپورونو کې راغلي چې کښتۍ کې ټول ۲۶کسان سپاره وو چې ۱۰ تنه یې ژغورل شوي دي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې اروپایي هېوادونه هڅه کوي د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکي بورډ په غونډه کې پر ایران دغه برخه کې د نه همکارۍ له امله د فشار زیاتولو په موخه نوی پرېکړه لیک تصویب کړي.
دغه پرېکړه لیک کې به د اټومي انرژۍ له نړۍالې ادارې وغوښتل چې د خپلو درې میاشتنیو راپورونو سربېره د ایران پر اټومي فعالیتونو یو هر اړخیز راپور چمتو کړي څو د دغه هېواد له لوري د یورانیمو لرونکې نا اعلان شوې سیمې وڅېړي.
✒️: د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (انروا) خبرداری ورکړی چې که اسراییل غزه کې د انروا فعالیتونه وتړي نو د غزې ټول ولس به د زده کړو له حقونو محروم شي. د انروا مشر فیلیپ لازاریني تېره ورځ (چهارشنبه) ویلي، انروا دا مهال څه باندې ۶۶ زره فلسطیني نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د اسراییل پارلمان دې وروستیو کې غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندیه ادارو پر فعالیتونو د بندیز لګولو په موخه نوی قانون تصویب کړ. فیلیپ لازاریني ویلي، د اسراییل د دغه قانون پلي کېدل به "بدې" پایلې ولري.
✒️: روزنامه واشنگتن پست گزارش داده است که وزیر امور استراتژیک اسراییل اشغالگر در هفته جاری با دونالد ترامپ، برنده انتخابات ریاستجمهوری ۲۰۲۴ امریکا، دیدار کرده و درباره آتشبس در لبنان گفتوگو کرده است.
در این گزارش آمده است که اسراییل در اوایل سال میلادی آینده توافق آتشبس در لبنان را به دونالد ترامپ هدیه خواهد داد.
✒️: وزیر خارجه ایران در دیدار با مدیر کل آژانس بینالمللی انرژی اتمی گفته است که کشورش اماده همکاری کامل با این سازمان است.
سید عباس عراقچی در صفحه ایکساش نوشته است که ایران میز مذاکره در باره برنامه هستهای خود را ترک نکرده و از اتحادیه اروپا خواسته است تا به این مذاکرات ادامه دهد.
او افزوده است که تهران تحت فشار مذاکره نخواهد کرد و مذاکرات آنها بر اساس منافع ملی خواهد بود.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې وایي، افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف به نن (پنجشبه) دغه هېواد ته سفر وکړي او د دغه وزارت له لوړپوړو چارواکو سره به د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.
ممتاز زهرا بلوچ وایي، دواړه لوري به د سیمه ییز امنیت او ثبات په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم وغږیږي.
✒️: بیجینگ غواړي په پاکستان کې د زرگونو چینایي اتباعو امنیت پخپله ونیسي.
رویټرز د پاکستاني سرچینو په حواله لیکلي چې د چینایي اتباعو د امنیت په نیولو کې د اسلام آباد تر پاتې راتلو وروسته اوس چین پاکستان هڅوي څو اجازه ورکړي په پاکستان کې د چینایي وگړو امنیت پخپله ټینگ کړي.
✒️: د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي «زلمي خلیلزاد» ویلي چې اشرف غني د دوحې تړون له یوې اساسې مادې سره مخالفت درلود چې هغه تر مذاکراتو وروسته د یوه نوي او مشترک حکومت رامنځته کیدل وو.
خو «زلمي خلیلزاد» په امریکا کې د افغانستان په اړه یوې غونډې کې زیاته کړې چې اشرف غني د کابل تر سقوط دوې ورځې مخکې ومنله چې واک خوشې کړي څو د یوه نوي حکومت د رامنځته کیدو لپاره خبرې پیل شي. د ده په وینا دا هغه وخت و چې طالبان د کابل دروازو ته رسیدلي وو او د اشرف غني تیښتې دا هرڅه خراب کړل او طالبانو کابل ونیو.
