مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې لسمه غونډه وشوه.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغه غونډه کې د یو لړ اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه خبرې وشوې او اړوندو ادارو ته یې په اړه د اقداماتو لارښوونې و شوې.
✒️: د هالوټرسټ ماین پاکۍ بنسټ خبر ورکړی چې د افغانستان له ۶۵ کیلومټر مربعې زیاته ځمکه په لاس جوړو ماینونو ککړه ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو لمخې، دغه ککړې سیمې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې پېژندل شوي دي.
راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په لاس جوړو ماینونو ککړه ځمکه ۵۳ کیلومټر مربع وه، خو اوس په ماینونو د ککړې ساحې له زیاتېدو سره افغانستان د دغه بنسټ له لوري د هغو څلورو هېوادونو په ډله کې شمېرل شوی چې دغه ککړتیا پکې تر نورو زیاته ده.
✒️: د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني په میدان وردګ ولايت کې د نظامیانو په یوه فراغت غونډه کې له سرتېرو غوښتي چې له ولس سره ښه چلند وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د دندې پر مهال باید ناغیړي او بې پروايي و نه شي.
✒️: دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین وايي، د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر ډېره د عمل سړی ښکاري او "موږ باید د مسایلو په حل کې رښتیني اوسو."
ښاغلي شاهین له یوې جاپانۍ رسنۍ، NHK سره په مرکه کې ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره مثبت تعامل ته چمتو دي.
✒️: پکتيا ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې سبا ورځ پر يو قاتل د قصاص حکم په عام محضر کې عملي کيږي.
په خبرپاڼه د پکتيا اوسېدونکو ته خبر ورکړل شوی چې د قصاص د دې شرعي حکم د تطبيق مراسمو کې ګډون وکړي.
دغه حکم سبا چهارشنبه د پکتیا مرکز ګرديز کې ورزشي سټډيوم کې تطبيق کيږي.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکندي، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د تېز باران ورېدو او تالنده برېښنا وړاندوینه کړې.
یادې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل کړی، چې په ساعت کې یې د سرعت کچه له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلو متره پورې ښودلې ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې له امریکا سره مثبتې اړیکې غواړي او امریکا باید د دوستۍ له مخې له افغانستان سره مرستې وکړي.
نوموړي کابل کې یوې ناستې ته وینا کې ویلي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اسلامي امارت ته وسپارل شي او نه سپارل یې د افغانانو په حق کې ظلم دی.
✒️: اردوغان: ترکیه در نظر دارد ظرفیت نصب شده انرژی بادی و خورشیدی را از 31 هزار مگاوات امروزی به 120 هزار مگاوات در سال 2035 افزایش دهد.
✒️: در حملات 14 روز گذشته ارتش صهيونيست اسرائیل به نوار غزه، 502 نفر جان باختند.
✒️: د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټام هومن د پولو د کنټرول مسوول په توګه ټاکلی دی.
ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال د نوموړي ستاینه کړې وه او په تېره دوره کې یې هومن د کډوالو او ګمرکونو د کنټرول سازمان مدیر و.
✒️: د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویاند عمر دوستري د فرانسې خبري اژانس ته منلي چې لبنان کې د پیجر وسیلو عملیات دوی ترسره کړي دي.
نوموړي څرګنده کړې چې دغه چاره د نتنیاهو په امر ترسره شوې چې هغه مهال یې د مړو شویو شمېر لږ تر لږه ۳۹ او د ټپیانو شمېر بیا ۳ زره او ۴۰۰ ښودل شوی و.
✒️: محمد بن سلمان ولیعهد عربستان سعودی اقدامات اسراییل در غزه را محکوم کرده و آن را "نسلکشی" خوانده است. محمد بن سلمان در نشست اضطراری کشورهای عربی و اسلامی در لبنان و ایران به دلیل حملات اسراییل نیز انتقاد کرده و خواستار توقف فوری عملیات نظامی اسراییل شده است.
✒️: پس از پیروزی دونالد ترامپ در انتخابات ریاستجمهوری امریکا ارزش بیت کاین در حال افزایش است.
کمترین قیمت این پول در ابتدای سال ۳۸ هزار و ۵۰۵ دالر بود که اکنون نسبت به آن زمان دو برابر افزایش یافته است.
✒️: پاکستان جیو ټلوېزیون د دغه هېواد پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د کراچۍ په هوايي ډګر کې پر چینايي انجنیرانو باندې د برید په تړاو یې درې تورن کسان نیولي دي.
✒️: رهبران کشورهای جهان امروز سهشنبه (۱۲ نوامبر) برای شرکت در نشست کاپ۲۹ وارد ورزشگاه باکو شدند.
نشست اقلیمی سازمان ملل متحد امسال در حالی برگزار میشود که جهان سال دیگری با رکوردشکنی دمای بالا را تجربه میکند؛ موضوعی که فشار بیشتری بر مذاکرات برای مبارزه با تغییرات اقلیمی وارد کرده است.
این نشست سالانه اقلیمی سازمان ملل از روز دوشنبه (۱۱ نوامبر) آغاز شده است.
✒️: جان پودیستا، نماینده امریکا در امور تغییرات اقلیمی، اظهار داشته است که انتخاب دونالد ترمپ به عنوان رییسجمهور آینده این کشور ناامیدکننده است.
وی که در نشست کاپ ۲۹ در باکو، پایتخت آذربایجان، سخنرانی میکرد، افزود که ممکن است دولت آینده امریکا به رهبری ترمپ، پیشرفتهای انجامشده در زمینه تغییرات اقلیمی را به عقب بازگرداند.
✒️: برنامه جهانی خوراک گزارش داده که وضعیت امنیت خوراکی در افغانستان بهطور جزیی بهبود یافته، اما همچنان نیازهای خوراکی بسیار بالاست.
بربنیاد گزارش، باوجود این بهبود جزیی، ۱۱.۶ میلیون نفر در افغانستان همچنان در مرحله بحران یا بالاتر قرار دارند، هرچند این تعداد از ۱۵.۳ میلیون نفر در سال ۲۰۲۳ کاهش یافته است.
پیشبینی میشود که در ماههای زمستان، حدود ۱۴.۸ میلیون نفر (۳۲ درصد از جمعیت) به کمکهای فوری خوراکی نیاز داشته باشند.
✒️: دونالد ترمپ مارکو روبیو را بهعنوان وزیر خارجه جدید امریکا انتخاب کرده است.
خبرگزاری رویترز به نقل از منابع خود گزارش داده است که در ادامه انتخاب اعضای کلیدی کابینه آینده امریکا، دونالد ترمپ، رییسجمهور منتخب امریکا، سناتور فلوریدا مارکو روبیو را بهعنوان وزیر خارجه برگزیده است.
در صورت نهایی شدن این تصمیم، آقای روبیو اولین سیاستمدار لاتینتبار خواهد بود که به مقام وزیر خارجه امریکا میرسد.
✒️: امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې، د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، مایکل والټز د ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکي.
مایکل والټز په افغانستان، منځنۍ اسیا او افریقا کې پوځي دندې پر مخ وړې دي.
اخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد هم پر خپل اېکس، د دغې ټاکنې ملاتړ کړی او په افغانستان کې یې د مایکل والټز د خدمت د دورې ستاینه کړې ده.
✒️: رسانههای ایرانی گزارش دادهاند که ارزش افغانی، در بازار ارز ایران با رشد ۴۰ درصدی رکورد جدیدی ثبت کرده است. در گزارش آمده که در یک سال گذشته، قیمت افغانی در بازار ارز تهران نسبت به درهم امارات، دینار و لیره ترکیه افزایش بیشتری داشته است.
