نړيوال او سيمه ايز سياست؛ افغانستان، پاکستان او ټرمپ 2.0
ايډوکيټ همايون کاسي
په رسنیو خبر چلېږي چې د پاکستان د پوځ مشر د سعودي له ولي عهد سره ليدلي دي. دا ليدنه د امریکا د ټاکنو او د ټرمپ د راتګ په نتیجه کې ښکاري.
سعودي ولي عهد له ټرمپ سره ډېرې ښې اړيکې لري. ځکه د پوځ مشر هڅه کړې ده، چې د سعودي ولي عهد له لارې د ټرمپ ملاتړ ترلاسه کړي.
د سعودي شهزاده هم عمران خان نه خوښوي او عاصم منير هم غواړي چې عمران خان بندي و ساتي. ځکه عاصم منير غواړي چې د عمران خان د خوشې کولو له پاره د امریکا له خوا فشار نه شي جوړ.
د دغه فشار د مخه نيولو له پاره ده له سعودي عرب څخه مرسته پکار ده. او دا کار سعودي شهزاده په ډېره آسانه کولى شي.
د دغه ليدنې بل تناظر دا دى چې پاکستان غواړي سعودي عرب په پاکستان کې سرمایه کاري و کړي. په خاصه توګه د بلوچستان او پښتونخوا د قدرتي وسايلو په لړ کې. پاکستان مرکزي حکومت سعودي ته د رېکوديک خپله پينځه ويښت سلنه برخه ورکول غواړي. او بېرک ګولډ کمپنۍ هم غواړي چې سعودي عرب پکې برخمن شي او سرمایه کاري و کړي.
ټرمپ هم غواړي چې امریکايي کاروبارونو وده و کړي، ځکه د جنک مخالف دى. نو امریکايي او سعودي کمپنيانې په شريکه هم په پښتونخوا او بلوچستان کې سرمایه کاري کولى شي.
هسې هم په پاکستان کې د چينايي کمپنيانو منصوبو او سرمایه کاري ته چې کوم ګواښونه جوړ دي. هغه ګواښونه د بېرک ګولډ په رنګه نړيوالو کمپنيانو ته نه دي جوړ.
نو يوه خوا که چين خوابدى دى، او سرمایه کاري يې ډوبه شوې ده. خو بل لوري ته پاکستان غواړي چې سعودي عرب او امریکايي او يورپي کمپنيانې سرمایه کاري و کړي.
د چين او پاکستان تر منځ په سفارتي اړيکو کې په تېرو ورځو کې تاؤ تريخوالى راغلى وو، خو د پاکستان له خوا داسې يوه سنجيده هڅه پر غټ لېول نه ښکاري. خو سعودي عربستان ته بيا پخپله د پوځ مشر ورغلى دى.
که چېرې پاکستان په باقاعده توګه د چين په مقابل کې د امریکا ملګرتیا کوي، نو بيا د امریکايي، يورپي او عربي کمپنيانو له خوا سرمایه کاري پېلېدلى شي. او دوى ځان له معاشي بحران څخه د څه وخت له پاره ژغورولى شي.
پاکستان يوه خوا د چين په دفاعي توګه محتاجه دى، او بله خوا په معاشي توګه هم د چين تر ډېر غټ قرض لاندې دى. نو له چين سره د اړيکو خرابول په دغه لړ کې تاوان کولى شي.
خو بيرته که پاکستان له امریکا سره ځي، نو د پاکستان او امریکا تر منځ هم ټولې ستونځې هوارېدلى شي او د دوى تر منځ کاروبار هم بيرته پېلېدلى شي.
او امریکا د بلوڅانو او ټاليبانو په نوم جوړ ګواښونه هم کمولى شي. هغه ځکه چې نه بلوڅان د امریکا له کنټرول څخه وتلي دي او نه ټاليبان.
هسې هم ټرمپ وايي چې د بغرام هوايي ډګر پرېښودل د امریکا ستره تېروتنه وه، او دى به دغه هوايي ډګر بيرته ترلاسه کوي. اوس به ګورو چې دا هسې يوه خبره او سياسي بيان وو او که ټرمپ په ريښتيا داسې څه کوي.
ايران او چين يوازيني دوه احدافه دي په را روان وخت کې د امریکا. له اسرائیل سره يې ژمنه کړې، چې دوى ته جوړ ګواښونه به له منځه وړي. او په دغه کار کې عرب هم ورسره همغږي دي.
له هيندوستان څخه پر عربو او اسرائیل او فلسطین تر يورپ پورې د تجارتي لارې پروګرام شته. غرب له دغه لارې د چين د بېلټ اېنډ روډ پروژې مخه نيول غواړي.
په دغه لړ کې په غزه کې اماسيان خنډ وو، او دغسې د ايران نور ګوډاګي تنظيمونه. ولې چې دغه تجارتي لاره ايران بائيپاس کوي، او د ايران ډېر بد تاوان دى پکې. ترکيې ته هم څه په لاس نه ورځي،خو ترکيه لګيا ده هڅې کوي، چې دوى د دغه لارې برخه شي.
ځکه ترکيې د کشمیر پر خبره له څه وخته ځان غلى کړى دى. حالانکې لمخه به ېې ډېر تېز بيانونه ورکول. ترکيه هيندوستان خوشاله کول غواړي، چې په دغه تجارتي لاره کې څه نه څه برخه ترلاسه کړي.
د يورپ د انرجي ضرورتونه هم له دغه تجارتي لارې پوره کېدلى شي. له اسرائیل څخه يورپ ته د ګېس د پائپ لائن غځولو خبره هم روانه ده.
اوس په منځ کې پاکستان ناست دى او چين ته يې په ګوادر کې مهم ستراتیژیک ځاى ورکړى دى او بل ايران د چين مهم اتحادي دى.
اوس که پاکستان هم د چين په مقابل کې له امریکا سره ملګرتیا کوي، نو بيا چين او ايران يوازې پاته کېږي. روس سره به د ټرمپ دا احسان وي، چې د يوکراين جنګ يوې نه يوې نتيجې ته و رسوي.
بل ټرمپ د ټاليبانو هم په ګټه دى او د پاکستان د پوځ هم په ګټه تمامېدلى شي، که د پاکستان پوځ د پخوا په رنګه د امریکا وفاداره پاته شي او له چين څخه ځان را بېل کړي.
له ټاليبانو سره هم باقاعده معاهده ټرمپ پخپله کړې وه، او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو تاريخ يې اعلان کړى وو. په بدل کې ټاليبانو ټرمپ ته باور ورکړى وو، چې يوه امريکايي پوځي ته به هم تاوان نه رسوي. بيا اتلس مياشتې په افغانستان کې د يوه امریکايي پوځي نوم هم نه شو ويني.
ټرمپ او کمالا حارث هغه بله ورځ د صدارتي کمپاین په بحث کې يو پر بل تورونه لګولي وو، کمالا حارث ويلي وو، چې ټرمپ غلطه معاهده کړې او د وتلو تاريخ يې اعلان کړى وو. خو ټرمپ وايي ما ټاليبانو ته شرایط ايښي وو، او ټاليبانو له هغو شرایطو سرغړونه کړې وه. ځکه د بائيډن حکومت ډېره بې ننګي کړې وه. چې ټاليبانو په معاهده کې کړي ژمنې نه کړې پوره. خو دوى بيا هم افغانستان پرېښودلو او د بګرام ستراتیژیک هوايي اډه يې هم خالي کړه.
ټرمپ به ټاليبان خپلو کړو ژمنو ته اړ باسي. او د ټاليبانو وياند هم هغه بله ورځ ويلي دي چې د نجونو د تعلیم په هکله لګول شوي بنديزونه به ډېر ژر له منځه يو شي. ګوا د ټرمپ له راتګ سره ټاليبان هم خپله بڼه څه نه څه بدلوي.
نور نو ټرمپ پر اولسواکي چندانې باور نه لري. ځکه نه پر ټاليبانو په هغه هکله فشار جوړېږي او نه د پاکستان پر پوځ.
ځکه پاکستان د پوځ له پاره هم د ټرمپ دوره بهتره کېدلى شي، که چېرې دوى له امریکا سره د پخوا په رنکه سمه لاره يو شي. او د چين لمن پرېږدي.
خو د چين لمن پرېښودل هم د پاکستان له پاره دومره آسانه کار نه دى. او دا به د را روان وخت د پاکستان د ډيپلوماسي او سياست اصل امتحان وي. هسې تازه خبر دى، چې چين پاکستان ته جې 35 جنګي جهازونه ورکوي. دغه جهازونه د امریکا د اېف 35 جهازونو نقل دي.
دا ته پينځم جنرېشن جهاوزنه ويل کېږي.
ځکه پنجابي انټيليکچولز وايي چې د چين پرېښودل او د چين په مقابل کې د امریکا ملاتړ کول تاواني کار دى.
دغه لاملونه دي چې د پاکستان له پاره د يوه پلو په مقابل کې د بل پلو ملګرتیا کول آسانه کار نه دى.
