مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️:: د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د اروپایي ټولنې له چارسمبالې، ورونیکا بوشکوویچ-پوهار سره کتلي او افغانستان کې یې د اروپایي ټولنې پر فعالیتونو او بشري مرستو خبرې کړې دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې د اروپایي ټولنې چارسمبالې د اسلامي امارت او اروپایي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې له اروپایي ټولنې غوښتي څو پراختیایي، نشه یي توکو لمنځه وړلو او د بدیل کښت، کاري زمینو برابرولو او روږدو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
✒️:: د پوهنې وزارت وایي، د هېواد په سړو سیمو کې به له لومړي تر درېیم ټولګي کلنۍ ازموینې د روان لمریز کال د لړم په ۲۶مه نېټه پیل او د دغې میاشتې تر ۳۰ مې به دوام وکړي. پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له څلورم تر دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې بیا د لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټې پیلېږي او د دغې میاشتې تر ۱۵مې ڼېټې به دوام وکړي.
✒️:: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۳۲۵ افغان کډوال له ترکیې را ایستل شوي او د روانې لړم میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه هېواد ته را لېږدول شوي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځینو دغه کسانو ترکیه کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لرل.
✒️:: قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وایي، دوحه کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په لیدنو کې اصلي غوښتنه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه ده.
سهیل شاهین ملي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې سره به افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو اقتصادي همکارۍ پيل شي.
✒️:: ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن راتلونکي چهارشنبه د یاد هېواد له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
دغه بیان د سپینۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر خپور کړی دی.
✒️:: د ملګرو ملتونو کډوالو ستره کمېشنري وايي چې تېر کال له ۷۶۱ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي. یادې کمېشنرۍ په خپل راپور کې کښلي چې له دغې ډلې ۳۶ زره یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
✒️:: راپورونه کاږي چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۴۴ تنو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپيان دي.
راپورونو کې راغلي چې اسراییلو د لبنان پلازمېنه کې هم بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۳۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
✒️:: هزاران نفر از هواداران عمران خان، نخستوزیر پیشین پاکستان که در زندان به سر میبرد، در شمال غرب پاکستان گردهم آمدند و خواستار آزادی او شدند. حزب تحریک انصاف پاکستان (PTI) و علی امین گنداپور، وزیر اعلی خیبر پختونخوا، این تجمع را به عنوان بخشی از کارزار درخواست آزادی خان در شهر صوابی برگزار کردند.
✒️:: هزاران نفر در اسپانیا به جادهها آمدند تا نسبت به نحوه مهار سیلابهای اخیر اعتراض کنند. این معترضان که در شهر والنسیا گردهم آمده بودند، خواستار برکناری کارلوس مازون، رهبر این منطقه، شدند. آنان معتقدند که تأخیر در واکنش به سیلابها باعث مرگ ۲۲۰ نفر شده و ۸۰ نفر همچنان در زیر آوار گیر ماندهاند.
اعتراضکنندهها شعارهای «دستان ما به گِل و دستان شما به خون آلوده است» نیز سر میدادند. سیلابهای ماه گذشته در اسپانیا از مرگبارترین سیلابهای چند دهه اخیر در اروپا بوده است.
✒️:: د بلوچستان د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو ۱۶ پاکستاني پوځیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.
رویټرز راپور ورکړی چې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې د دغه هېواد پوځ مشر عاصم منیر، د بلوچستان والي او وزیر اعلی په ګډون ګڼو لوړپوړو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و. راپور کې د سیمه ییزو امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي، د دغه چاودنې موخه د پاکستان پوځ غړي وو.
✒️:: د لبنان روغتیا وزارت وایي، د دغه هېواد د پلازمېنې بېروت په سویل کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي دي. راپور کې راغلي چې د وژل شويو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
✒️:: د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې خپل منځګړیتوب ځنډولی خو دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په تړاو وروستي راپورونه رد کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قطر لس ورځې وړاندې اسراییل او حماس ته خبرداری ورکړی و چې که هوکړې ته ونه رسیږي نو دغه برخه کې خپلې هڅې دروي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت دوحه کې د حماس سیاسي دفتر د ښکېلو خواو ترمنځ د اړیکو لپاره مهم یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه دفتر تېر کې هم غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې مرسته کړې ده.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرپاڼه کې ویلي، که دواړه خواوې (اسراییل او حماس) د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې هوکړې ته ورسیږي نو قطر به هم منځګړیتوب ته دوام ورکړي.
تېره ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې، قطر د امریکا په غوښتنه لس ورځې وړاندې له حماس غوښتي څو له دغه هېواده و وځي.
