هر څوک چې بي ګناه انسانان وژني د غندلو دي که هغه نتنياهو لعنتی وي او يا پوتين
تيره ورځ هيلري کلينټن عليها العنه وفرمايل
که چيري روسيه غواړي چې سوله او اوربند وکړي له ټولو مخکي بايد په شفاخانو بمبارۍ بنده کړي.
دا د امريکا د مطرحي سياستمداري ، پخواني جمهور رئیس ميرمن ، پخواني خارجه وزيره او همدارنګه د يوي دوري رياست جمهوري کانديدي خبره ده
بلکل سمه ده ليکن دغه پيغام د اسرائیلو ته هم ورکړي چې شفاخانو تر څنګ هره ورځ په مکتبونو ، ګودکستانونو د مهاجرينو په خيمو، د ماشومانو د لوبو پر ځاينو او حتي بشري مرستو په کاروانونو ، مرکزونو او کارکوونکو او حتا حيوانات يي هم بمبار کړل ليکن د امريکې سياست مدارانو آواز او غږ خاموش دي.
آيا د يوکراينی انسان وينه ، غوښه او هډوکي د فلسطيني ماشوم سره توپير لري؟
آيا فلسطنيان بشر ندي ؟
آيا د اورپايي او منځنۍ ختيز انسانانو ترمنځ توپیر دي؟
هر څوک چې بي ګناه انسانان وژني د غندلو دي که هغه نتنياهو لعنتی وي او يا پوتين!
