No-IMG

د ډانلډ ټرمپ راتګ او اثر یې په یوکراین، منځني ختیځ، چین او اروپا…

عبد الرحمن سليم

 

۱- لومړی د یوکراین مسئله ده. ډیموکراتانو تصمیم درلود چې یوکراین سره مرستې جاري وي او د یوکراین څخه تر آخره پورې دفاع وشي، خو ټرامپ په ښکاره ویلي دي چې یوکراین ورته لومړیتوب نه لري او د قدرت ترلاسه کولو سره به د یوکراین شخړې د هوارولو کوشش کوي. البته که امریکا یوه میاشت خپل مرستې بندې کړي، یوکراین سقوط کوي او مجبوره کیږي چې د روسیې سره په مذاکراتو کې توافق ته ورسیږي. حتی د یوکراین شرقي جبهه چې اوس وګورو نو که د امریکا حمایت جاري هم وي، فقط د یوکراین سقوط نېټه اوږدوي او یوکراین د جګړې جبهاتو لپاره د بشري منابعو  د کمښت سره مخ دی. مطلب د عسکري نظام چلولو لپاره د روسیې په پرتله بشري منابع کم لري او نه شي کولای چې هغومره افراد جنګ ته وهڅوي، په زور ولیږي یا مکلفیت کې یې راولي او جګړه توده وساتي. نو بناءً لومړی اثر یې په یوکراین دی چې یا به ولادیمیر زیلینسکي د یوه سوله آمیزه کودتا له لارې برطرفه او بل شخص قدرت ته راځي چې هغه د روسیې سره توافق ته ورسیږي، یا به ولادیمیر زیلنسکي وژل کیږي ځکه چې کله نظامیان پوه شي چې جګړه نه شي ګټلای نو هیڅ نظامي قوت یا جنرالان تر آخري عسکر او مرمۍ پورې نه جنګیږي نو مجبور دي چې د قدرت بدلون سره سیاسي تفاهم ته لاره برابره کړي. په بل عبارت د یوکراین قبر تیار کیندل شوی دی او یوکراین به خپل هغه ۴ ولایتونه چې ډونباز، دونیتسک، ژاپروژیا، او خرسون دي، سره د کریمیې روسیه سره ادغام مني، او یا به هم هم یوه اوږد مهاله سوړ جنګ چې هیڅ نوع تفاهم به منځ ته نه وي راغلی، هغه سره مخ وي. د لومړي حالت احتمال ډېر دی.

۲- دویمه مسئله چې دموکراتان د جمهوري غوښتونکو سره متفاوت فکر لري، هغه د غزې جګړه، او د منځني ختیځ وضعیت دی. البته د غزې جګړه او منځني ختیځ مسئله که څه هم د دموکراتانو لپاره د ټاکنو پر بیه تمام شول، خو که کمالا هارس ګټلې وی، نو نور  په بنیامن نتنیاهو باندې د فشار راوړلو مسئله راپورته کیده. د بایډن ادارې چې تیر ۱ کال او خصوصاً ۶ میاشتو کې د غزې په قتل عام او پر اسرائیلو فشار نه راوړلو تګلاره مخ ته ویوړله، د هغه یو عمده دلیل انتخابات ؤ. دوی نه غوښتل چې د  انتخاباتو په جریان کې یا د هغه د مخه د اسرائیل لابي، د اسلحو کاروباریانو او د یهودي ملیاردرانو حمایت د لاسه ورکړي او لکه څنګه چې اسرائیل لابي په امریکا کې ډېر رول لري، دوی د   انتخاباتو د مخه د اسرائیل سره ستونزه نه غوښته، خو د انتخاباتو وروسته یې حتماً پر اسرائیل فشار راوړلو هڅه کوله ځکه چې د منځني ختیځ (لبنان ،ایران او غزې) شخړه د ډموکراتانو یوه لویه کتلې غصه راپارولې ده چې عموماً کارګران، مسلمانان او خصوصاً عرب-امریکایان دي.  یو دلیل چې کمالا هارس په فلادلفیا، او مشیګان کې بایلوده نو د مسلمانانو او د عرب-امریکایانو  غصه وه چې د بایډن ادارې د سیاست  څخه ناراضه ؤ او د اعتراض په توګه یې رایې اکثریت ټرمپ ته ورکړې.

خو له بلې خوا که څه هم عرب-امریکایان او مسلمانان چې عموماً د دموکراتانو رایه ورکوونکي دي او د ټرامپ کمپ ته سږ کال تللي او هیله لري چې ټرامپ به دغه ستونزه حل کوي، ټرامپ بیا د بنیامن نتنیاهو سره ښه روابط لري او لومړنۍ ولسمشر ؤ چې بیت المقدس کې یې خپل سفارت پرانست او هغه یې د اسرائیلو پایتخت وګڼه. نو تاریخ ته په کتو، په اسرائیل به نه یواځې چې ډېر فشار نه راځي ، بلکه نتنیاهو به د ټرامپ سپورټ هم د ځان سره لري، خو بیا هم دا یو احتمال دی.

۳- د چین او ایران په اړه باندې د ټرمپ او ګمالا هارس سیاستونه بنیادي فرق نه لري خو ټرمپ لږ ډېر جدي او د ډېرو بندیزونو او سخت شرایطو طرفدار دی

۴- د اروپا سره په روابط کې، نو ټرمپ د لاسه به اروپایان ښه ورځ ونه لري او ټرمپ د تعرفې، په ناټو کې د اروپایانو ډېر مسؤلیت منل او ځینې نور مسایل مطرح کړي دي چې دا د اروپایانو لپاره د تشویش وړ دي او که دموکراتانو ګټلی وی، نسبتاً دریځ به یې د اروپا سره نرم او د اروپا ګټې به ډېرې خوندې وې .  په عامه اصطلاح ټرمپ وایي چې اروپایان باید نور په ناټو کې خپل مفته خوري ته د پای ټکی کیږدي، مسؤلیت ومني او خپل نظامي مصارف او دفاعي ظرفیتونه لوړ کړي، که نه امریکا نړیوال پولیس نه دی.

نو که خپلې ټولې خبرې راغونډې کړم، ټرمپ تر ډېره د امریکایانو داخلي سیاست او اقتصاد ته  د امریکا پر هژموني لومړیتوب ورکوي چې دا د  نورو جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو او neoconservative  فلسفې سره په ټکر کې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک