No-IMG

د امریکا ټاکنې: په نړۍ او افغانستان یې اغېزې او احتمالي بدلونونه

روانه میاشت د امریکا په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره کېږي چې نتایج به یې به امریکا په داخلي او بهرني سیاست خپل تأثیرات لري. دا چې دا ټاکنې ولې د امریکا د تاریخ مهمې او حساسې ټاکنې یادې شوي لوی بحث دی خو د راتلونکو احتمالاتو یو اساسي تحلیل د وخت اړتیا ده.

 جو بایډن په خپله دوره کې د امریکا په داخلي سیاست کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي. دی وتوانېد په دې موده کې د اقتصادي پېشرفت، کار موندنې، اقلیتونو حقوقو او ځینو نورو مواردو کې کامیابې پالیسۍ پلی کړي خو ځینې موارد داسې دي چې راتلونکو ټاکنو لپاره یې د ډموکراتانو دا لاسته راوړنې تتې کړې دي:

د بایډن له راتګ سره دوی په بهرني سیاست کې له درې لویو ننګونو سره مخ شو او تر دې دمه د دې درې واړو مهمو ماموریتونو په مدیریت کې ناکام دي.

لومړی: د ډموکراتانو له راتللو سره د دوی تصمیم هم دا شو چې له افغانستان څخه خپل ټغر ټول کړي. دا تحول په داسې شکل رامنځ ته شو چې د بایډن اداره یې له د مدیریت په برخه کې ډېره ژوبل کړل. له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پروسې په سیمه او نړۍ کې د دوی پرستیژ ته لوی تاوان ورساوه. همدا وجه ده چې د روانو انتخاباتو په کمپاینونو کې د ټرمپ له اړخه په دې برخه کې په د بایډن په ادارې تند انتقاد کېږي.

دویم: بله موضوع د ۲۰۲۲م په فروري‌ کې د اوکراین د جګړې پیل ؤ چې تر اوسه روانه ده. په دې جګړه کې بايډن له ۷۰ میلیارده ډالره لګولو وروسته هم کومه ځانکړې سیاسي او نظامي لاسته راوړنه نه لري. همدا وجه ده چې د اوکراین موضوع د امریکا د روان ټاکنیز کمپاین مهمه او ګرمه موضوع ده.

دریم: د منځني ختیځ وضعیت دی چې په درې لویو بحرانونو بدل شوی دی.‌ د صهیونستي رژیم او حماس، د رژیم او حزب الله او رژیم او ایرن تر منځ عملي جګړه روانه ده. دا چې د ۷ له اکتوبر څخه یواځې د حماس او رژیم تر منځ کوم بحران پیل شوی ؤ اوس لا ډېر پیچلی او غځېدلای دی. بایډن تر اوسه پورې د منځني ختیځ په دې لویه مسئله کې هېڅ ځانکړی پېشرفت نه لري‌ بلکې د امریکا د بشر د حقوقو داعیه یې هم داسې داغداره کړه چې ښايي هېڅکله بېرته خپل ځای ته رانشي.

پورتني وجوهات هغه څه دي چې د بايډن داخلي لاسته راوړنې یې د عامو خلکو له پامه غورځولي.

آیا له نوې ادارې سره به د امریکا په بهرني سیاست کې بدلون راشي؟

په تاریخي لحاظ امریکا کې د سیاسي مشرتابې له بدلون سره د دې هیواد په امنیتي او بهرني سیاست کې کوم ځانګړی بدلون نه راځي. دا ستراتیژیکې برخې په خصوصي ډول د امریکا د اسټبلېشمنټ یا (ژور دولت) په لاس کې دي‌ او هغوی د خپلې ستراتیژیکو او اوږد مهالو کټو له مخې په دې برخه کې خپل تصمیمونه نیسي.

د امریکا د ۲۰۱۸م د پنټاګون ستراتیژي چې اعلان شوه، دوی پکې اعلان وکړ چې د (ترورېزم) په وړاندې جګړه نور د دوی د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی بلکې غواړي د چین او روسیې په مقابل کې خپله راتلونکې تګلاره ترسیم کړي. دا هغه وخت ؤ چې ټرمپ د امریکا جمهور رئیس ؤ خو وکتل شول چې بایډن ټول په ټوله کې د هماغو اهدافو لپاره له د افغانستان، اوکراین او چین په سیاستونو کې تصمیمونه ونیول. له دې مخکې مرحله د بوش د افغانستان او عراق جګړې وې چې اوباما د هماغه هدف لاسته راوړلو لپاره د منځني ختیځ نورو هیوادونو ته وغځولې. د دې ثابت اصل په بنسټ ښکاري داسې چې د ټاکنو په نتیجه کې د امریکا د بهرني سیاست او امنیت په برخه کې لوی بدلون رانشي. د ۲۰۲۴م وروسته به هم د امریکا بهرني سیاست ته د ستراتیژیک اهمیت سیمې اوکراین، منځنی ختیځ او په سوېل چینايي سمندرګي کې د چین مقابله وي خو دا چې دې اهدفو ته رسېدو لپاره باید له کومې تګلارې استفاده وشي، د کماله هارس او ټرمپ تر منځ د اختلاف موضوع ده.

ټرمپ په دې باور لري چې دی کولای شي روسیې سره د خبرو له لارې د اوکراین په مسئله کې خپل هدف لاسته راوړي. د جمهوري خواهانو حزب هم په دې باور دی چې امریکا په اوکراین کې ډېرې پیسې ضایع کوي‌ او پکار ده چې د خبرو له لارې دې مسئلې ته د پای ټکی کېښودل شي ځکه د دوی په باور دا مهال باید نظامي او اقتصادي وسائل د چین په مقابله کې استفاده شي. د دوی په فکر چین امریکا ته له روسیې لوی او ستراتیژیک خطر دی چې باید په بهرني سیاست کې لومړیتوب ولري. بایډن بیا په دې باور دی چې اوکراین د قوي اقتصادي‌ او نظامي ملاتړ پرته د امریکا ملي امنیت خوندي کول او هدف لاسته راوړل ناممکن دي.

زه فکر کوم د دوه لاملونو له مخې به په دې برخه کې به د ټرمپ په راتګ هم د امریکا په سیاست کې لوی تغیر رانشي:

۱ پوتین له کرایمیا وروسته په روانه جګړه کې د اوکراین څلور نورې سیمې د روسیې رسمي برخه وګرځولې. له دې چارې سره د اوکراین مسئله د اور بند او د جګړې ختمول پورته د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع شوه. له دې سره د روسیې او غرب ټکر داسې مرحله ته داخل شوی چې حل یې اسانه چاره نه ده.

۲ روسیه غواړي اوکراین د ناټو له غړیتوب لاس واخلي. د غرب هیوادونو لپاره دا موضوع د دوی د ستراتیژیک امنیت موضوع ده. دوی به هېڅکله په آسانه ونه غواړي چې پوتین دا مهم هدف لاسته راوړي.

پورته دوه مسائلو د اوکراین موضوع داسې مرحلې ته رسولې چې ټرمپ ته به یې لنډ مهاله حل پیدا کول ډېر مشکل وي. ټرمپ به هېڅکله ونه غواړي له پورنیو مشکلاتو د حل پرته په داسې شکل له اوکراین څخه د امریکا پښې راټولې کړي چې د امریکا اعتبار ته تاوان ورسوي‌ او روسیه پرېږدي چې خپل هدف کې کامیابه شي.

د منځني ختیځ اړوند د ډیموکراتانو او جمهوري خواهانو تر منځ ډېر اختلاف نشته. له دوی هر یو چې رئیس جمهور شي، صهیونستي رژیم ته به بې قیده او شرطه ملاتړ ورکوي خو د بايډن په پرتله د ټرمپ په حزب کې د صهیونستي لابي تندلاري ملاتړي ډېر زیات دي او ښايي د هغوی له امله د ټرمپ د منځني ختیځ پالیسي له بایډن څخه ډېره تنده اوسي. دا چې د امریکا ټاکنو ته ډېره کمه موده پاته ده که په دې مرحله کې د حماس، حزب الله او صهیونتسي رژیم تر منځ په دایمي اوربند کومه هوکړه وشي، ممکن منځنی ختیځ لکه د تېر په شان نسبي آرامي خوا ته لاړ شي خو دا ډېره ممکنه نه ښکاري ځکه د نتن یاهو له هر چا په دې ښه پوهېږي چې له حماس، حزب الله او ایران سره د روانې جګړې مسیر باید د امریکا د نوې ادارې له راتللو پورې وځنډوي. دی به انتظار کوي چې له نوې ادارې سره سم د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه تصمیم ونیسي.‌ دا مهال د امریکا آیپېک او د رژیم ټول مشران په ګډه د ټرمپ راوستلو لپاره لابي کوي.

د بایډن او ټرمپ لوی اختلاف د چین اړوند دی. د بایډن د ادارې په فکر چین سره ټول په ټوله پرېکون د امریکا د ملي ګټو لپاره مناسب کار نه دی. د دوی په فکر چین سره باید د تعامل او فشار ګډه پالیسي مخ ته یوړل شي.‌ ټرمپ په دې برخه کې د بایډن له نظر سره اختلاف لري. د ده په چین باید د اعظمي فشار له پالیسۍ استفاده وشي. ټرمپ هغه څوک ؤ چې په لومړي ځل یې په ۲۰۱۷م کې له چین سره سو اګریزه جګړه پیل کړه چې له امله یې د چین او امریکا اړیکې له خطرناک خنډ سره مخ شوې.‌ زما په فکر د ټرمپ له راتګ سره به له چین سره د امریکا اړیکې خراب حالت ته ننوځي خو تر څو چې د اوکراین او منځني ختیځ مسئلې روانې وي، امریکایاتو لپاره به مناسب انتخاب نه وي‌ چې چین سره ټول په ټوله د فشار پالیسۍ ته داخل شي. دا چې د ټرمپ په دعوه که د اوکراین او منځني ختیځ موضوع یې حل کړه د دې امکان شته د چین او امریکا تر منځ اړیکې خطرناک حالت ته ننوځي.‌ له دې امله د چین په ګټه ده چې په غیر مستقیم ډول امریکا د اوکراین او منځني ختیځ په بحرانونو کې ښکېله وساتي.

د امریکا ټاکنې به له افغانستان سره د دوی په تګلارې اغېز وکړي؟

زه فکر کوم د افغانستان اړوند د امریکا اوسنۍ پالیسي‌ دا ده چې د اسلامي امارت له حکومت سره د ګډو ګټو، شریکو ننګونو او بشري مرستو په برخه کې خبرو ته دوام ورکړي خو په عین حال کې د هغو مسائلو اړوند چې د امریکا ملي ګټو او کورني ساختار ته د منلو وړ نه دي، د فشار انتخاب فعال وساتي. زما په اند دوی به تر هغې دې پالیسۍ ته دوام ورکوي چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو اړوند یې قناعت نه وي‌ تر لاسه کړی.

د ټرمپ له راتګ سره د افغانستان د پالیسۍ په برخه کې د لوی بدلون امکان نه ښکاري. ټرمپ به هم د بایډن په څېر د تعامل او فشار ګډولې ته دوام ورکوي خو د دوه سرسري بدلونونو امکان شته:

 لومړی: د جمهوري خواهانو په حزب کې د بهرني‌ سیاست تندلاري ډېر زیات دي. دې حزب په تاریخي لحاظ د امریکا په سیاست کې له ټولو زیاتې جګړې پیل کړي او اوس هم د «اعظمي فشار» په پالیسۍ باور لري. د دې حزب د بهرني سیاست مفکرین په دې باور دي چې اعظمي فشار کولای شي په نړیوال نظم کې مخالف قوتونه د دوی د فرمایش اورېدو ته مجبور کړي. دوی د تعامل په برخه کې ډېر مثبت فکر نه لري. د ټرمپ په تېره دوره کې دوی په همدې منطق د ایران برجام لغوه کړ، چین سره یې سوداګریزه جګړه پیل کړه، د پاریس له توافق ووتل او د یادې پالیسۍ همداسې نورې حربې یې استفاده کړې. د افغانستان اړوند له جمهوري‌خواهانو سره په دې برخه د افغان حکومت غرب مېشتي سیاسي او نظامي مخالفین یو مناسب کارت دی چې ښايي د دوی ترې د فشار تر حده استفاده وکړي.

دویم: د ټرمپ له راتګ سره د دې امکان شته چې زلمی خلیلزاد بېرته د افغانستان دسیه په لاس کې واخلي. که ټرمپ بیا د افغانستان مسئله د خلیلزاد لاس ته پرېښوده، د دې امکان شته چې له امارت سره د تعامل برخه هم درنه شي. خلیلزاد به کوشش وکړي چې وښايي د ده د سولې د خبرو ماموریت او د دوحې د توافقنامې پروسه کامیابه ده.

له دغو دوه سر سري‌ بدلونونو د امکان تر څنګ زه په دې باور یم چې په ټوله کې به امریکا د افغانستان اړوند د تعامل او فشار پالیسۍ ته دوام ورکوي. امریکایان نه غواړي‌ په اوږد مهال کې افغانستان د سیمې د لویو هیوادونو تأثیر ته پرېږدي. همداراز دوی نه غواړي له افغانستان څخه له داسې کوم مشکل سره مخ شي چې د دوی ښکېلېدو ته پکې اړتیا پېښه شي.

پایله

امریکایان او د غربي نړۍ ټول هیوادونه په خپلو داخلي او بهرنیو جنجالونو بوخت دي. دوی په داخل کې له اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي مشکلاتو رنځ وړي. په بهرني سیاست کې دوی د اروپا په دروازه کې د اوکراین له خطرناکې معضلې سره لاس او ګریوان دي. بل اړخ ته منځنی ختیځ او د چین راپورته کېدل د دوی لوی ارمانونه ننګولي دي. دا حالت د افغان حکومت لپاره بې مخینې فرصتونه برابروي.‌ د نړۍ مشکلات د دې لامل شوي دي چې مونږ کولای شو په خپله خوښه د حکومت چارې مخ ته یوسو.‌ همدا وخت دی چې مونږ له دې مؤقت وخت څخه اعظمي استفاده وکړو.

د امریکا له ټاکنو وروسته هم د افغانستان اړوند د دوی په لویې پالیسۍ کې هېڅ د پام وړ بدلون نه راځي. دا حالت افغان حکومت ته د دې فرصت ورکوي له غرب سره داړیکو په برخه کې ننګونې او مشکلاتو ته د حل لاره پیدا کړي. مونږ کولای شو له ژورو فکرونو او پراخو بحثونو په نتیجه کې د نړیوالې ټولنې نه بېلېدونکې برخه وګرځو...

پای

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک