No-IMG

د ډونالد ټرمپ د بريا راز !!

د امريکايې ټاکنو تر شا د فريمسن تنظيم ژور لاس دي او د فريمسن تنظيم، زياتره غړي يهودي فکر لرونکي کسان دي، د آمريکا کورني او بهرني پالسياني لومړى همدا تنظيم جوړه وي، د حکومتونو سره د ټګر، تصادم لار همدوى پلانوى، بيرته د پاکولو او جګړيېز ميدان خالى کولو پلان بيا همدوى تصويبوى، فريمسن تنظيم هغه نظامونه رڼګوي، چى د دوى د منافعو مخالف وى اګر که هغه نظامونه د ريښتينيو مسلمانانو پورى تړلى هم نه وي، په واقعي توګه آزاد او مستقل نظامونه په هيڅ توګه دويته د زغملو ندى او د ړنګ شوو نظامونو لپاره دوي په خپل وخت، زمان کي خاصى غلامي مهرى ساتلى وى چى له فريمسن تنظيم سره يې ژمنتيا او د غلامۍ حلقه پخه وى !!

دا چي نن ورځ ډونالد ټرمپ خپله بريا آعلانوى دا هسي د خلکو تيرآيستل او د خلکو په سترګو کي شګي شيندل دى، د دوى بريالى کس مخکى له مخکى معلوم او يا ورته قوى کمپاپن کوى تر څو د خلکو همدردي را جلب کړى، په همدى موخه دوه ځلى پر ټرمپ جعلى بريدونه وشول او د بريا چانس يې ور زيات کړ ـ

بي له شکه د دواړو نوماندانو (ټرمپ +کاملا) رول او کردار داسي دى لکه د رسول الله ص ـ مقابل کى د ابولهب او ميرمن ناکاره رول او کردار،ـ

 د دواړو خير اسلامي آمت ته نه رسيږي او نه به ورسيږى بلکي هغه پلانونه عملى کيږى چى فريمسن تنظيم مخکي له مخکى په لاره آچولى دى ـــ

راځم آصلى خبرى ته يوه ستره مسله د اوکراين جنجالى موضوع ده، آمريکا د آوکران جګړه کي خپل هدف ته ونه رسيدله بلکى مخ يې تور او زور يې اوبه شو، د ټرمپ په راتلو به ورته د وړو پوزه کيږدى ـ

 بله مسله د افغانستان د اوسني نظام ده، چي د ټرمپ په راتګ سره به خداي مه کړه، د يو ستر تحول شاهد وو، لکه څرنګه چي د اوسني نظام چار واکي په شعوري او غير شعورى توګه يې له خوند، شخوند، مرفه ژوند، ګڼو نورو دنياوي خوندونو سره عادى او آشنا کړل، دوشمن د زهرو، داروګانو پر ځاي د ګوړي، خواږه داروګان پرى وڅکول، نړيوالو اسلامي قضاياٶ ته يې د دوى (آمريکا او متحدينو ) خفه کيدو په وجه شا وګرځوله، خپل محسنين يې څوک څنګه او څوک څنګه وداغل، په ملي او اسلامي مهمو قضاياٶ يې خپل او پردي خفه کړل ـ

عجيبه نده !! دوى له کفارو سره اوس هم د آشتۍ، پخلايني طمعه لري، پداسي حال دلته اونيزي ډالري کڅوړي راليږي او د فلسطين مظلوم اولس نسل وژني په پاره، ملعون قوم ـ اس رايلو ته په زرګونو ستر ستر بمونه او منفجره مواد ورليږي ــ

 مونږ ته زمونږ خوږ لارښود محمد ص او محبوب کتاب کى رب ويلى دى ـ کفار هيڅکله د مسلمان دوست کيدلي نشي، کفار زما اسلام نشي زغملاې، نو څنګه به زما د ملايکى غوندى سپين لباس، لنګوټه او سنتي ږيره وزغمي ؟؟

دريمه موضوع د اسلامي آمت زړه (فلسطين ) ده، په ښکاره ص هيونى دوشمن، ملعون قوم د آمت ريښتينيو زمريانو لخوا فاحشه ماته خوړلي ده، لږ وخت روسته به معلومه شي چي بزدله او غلام واکمن عربان بيا ځلي څنګه او په څه نوعيت له آمريکا او اسرا يلو سره، سودا جوړوي، رب دى د غزي مظلومو شهيدانو ويني دومره نه بي آرزښته کوى، چي دوشمن ته پکى ګټه ورسيږى او آمت ته پکى تاوان ورسيږى ــ

او څلورمه موضوع، په منځپني آسيا کى چين، روس او آيران ته ګڼي ننګوني راولاړول د فريمسن تنظيم له سترو آهدفو څخه دى ــ

اسلامپال بايد د دوشمن ټولو توطيٶ ته ويښ، بيدار وي، بى له شکه د دوي ټول شوم پلانونه رب شنډ کړى او شنډه وي به يې، ان شاء الله را روانه پيړۍ د اسلام د غلبي، سربلندۍ او شيرازۍ پيړۍ ده، د اسلام په هکله د غرب بيداريدل، د ځوان نسل مالومات زياتيدل او اسلام مبين دين ته مخه کول د اسلام د غلبى ګراف په زياتيدو بدلوي او همدا زياتيدل د غزي مسلمان اولس د صبر، استقامت مرهون دي ـ

لنډه دا چي د آمريکا او متحدينو د ناکامو پاليسيو په وجه، ان شاء الله ددوي د زوال ورځي را نږدي شويدى ـ دهمدى ورځي راتلو په هيله ـــ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک