No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏صالح محمد محمدي په نړۍوالو سنوکر سياليو کې د خپل فلسطيني سيال پر وړاندې بری خپل کړ.

د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي، محمدي د فلسطيني سيال سره سیالي وکړه او په پای کې يې هغه ته د درې په یو پایله ماتې ورکړه.

د سنوکر نړۍوالې سيالۍ چې له څه مودې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په ګډون د څه باندې ۳۰ هېوادونو لوبغاړو په ګډون ترسره کېږي.

: ‏یک ائتلاف دوحزبی متشکل از ۵۱ څارنوال ایالات امریکا و مناطق تحت حاکمیت این کشور  خواستار «انتقال مسالمت‌آمیز» قدرت شدند. آن‌ها در بیانیه‌ای از مردم خواستند تا آرامش خود را حفظ کنند و پیشاپیش هرگونه اقدام خشونت‌آمیز مرتبط با نتایج انتخابات را محکوم کردند.

: ‏علی فدوی، جانشین فرمانده کل سپاه پاسداران ایران می‌گوید که مردم منتظر پاسخ به جنایت صهیونیست‌ها باشند. علی فدوی در حاشیه مراسم روز چهلم کشته شدن حسن نصرالله و عباس نیلفروشان گفت: «اسرائیل توان مقابله با رزمندگان مقاومت را ندارد».

: ‏وزارت خارجه کانادا پیشنهاد کرده که با کاهش اهمیت استراتژیک افغانستان و بروز بحران‌های جدید، کمک‌های مالی به این کشور کاهش یابد.

سندی که در اختیار نشنل‌پست قرار گرفته اشاره می‌کند که برخی از کمک‌ها در بخش بهداشت، آموزش و حقوق زنان باید حفظ شود.

: ‏یک بس مسافربری در شمال هند به داخل رودخانه‌ی سقوط کرده که در نتیجه آن ۳۶ تن جان باخته و ۲۷ تن دیگر مجروح شده‌اند.

رسانه‌های هندی گزارش دادند که تیم‌های امدادی برای نجات مجروحین به محل رسیدند و علت حادثه بی احتیاطی راننده اعلام شده است.

: ‏کراچۍ ښار کې پر چینايي وګړو ډزې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په کراچۍ کې نن (سې شنبه) دوه چینايي وګړي په ډزو ټپیان شوي دي. د کراچۍ ښار پولیسو او روغتیايي چارواکو منلې چې دوه چینايي وګړي په ډزو لګېدلي چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

: ‏د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ مرستیال جې ډي ونس د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله رایه وکاروله. د امریکا د ۲۰۲۴ کال د شپېتمې دورې ولسمشرېزو ټاکنو د رایې اچونې حضوري بهیر نن په ځايي وخت د سهار اووه بجې  پيل شوی دی.

: ‏بیش از دو ساعت از آغاز رای‌گیری در انتخابات ریاست‌جمهوری امریکا گذشته است. این روند در بیش از ۴۰ ایالت آغاز شده و در برخی از ایالت‌ها تا ساعت ۹ شب به وقت محلی ادامه خواهد یافت.

بر اساس گزارش‌ها، ایالت‌های ایندیانا و کنتاکی نخستین ایالت‌هایی خواهند بود که رای‌گیری در آن‌ها زودتر (ساعت ۶ عصر) متوقف می‌شود.

: ‏د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې له دغه سازمانه غوښتي چې د فلسطینیانو روان ناورین د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژني. فرانسیسکا البانیز د اسراییل لخوا د فلسطین ۵۷ کلن اشغال غندلی او ویلي یې دي چې هلته روان وضعیت جنګي جرمونه دي. هغې چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو حقونو په اړه یوې ناستې ته خبرې کولې، په دغه سازمان کې یې د اسراییل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه هم کړې ده.

: ‏رای‌گیری انتخابات ریاست‌جمهوری در چندین ایالت امریکا آغاز شد.

خبرگزاری رویترز و چند رسانه‌ امریکایی گزارش داده‌اند که رای‌گیری از ساعت ۷ صبح به وقت محلی در ایالت‌های ویرجینیا، پنسیلوانیا و چندین ایالت دیگر آغاز شده است.

قابل ذکر است که پیش از آغاز رای‌گیری امروز، بیش از ۸۰ میلیون شهروند امریکا برای این انتخابات رای خود را استفاده کرده‌اند.

: د پاکستان په لاهور کې ککړې هوا خلک تر روغتونونو رسولي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان په ترټولو دویم ستر ښار لاهور کې د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته رسېدلې چې ورسره په روغتونونو کې د سالنډۍ، زړه او نورو تنفسي ناروغانو شمېر هم زیات شوی دی. د راپور لمخې، لاهور اوس د نړۍ د ترټولو ککړو ښارونو لمنځه دی چې ډېر زیان یې ماشومانو، پاخه عمر لرونکو او تنفسي ناروغانو ته رسیږي.

: ‏د نړۍ لومړنی لرګین سټلایټ، چې د جاپاني څېړونکو له لوري جوړ شوی، د دوشنبې په ورځ د ناسا د کېنیډي له فضايي مرکزه په بریالي ډول فضا ته وتوغول شو.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، لګنوسټ، چې په کیوټو پوهنتون کې جوړ شوی، د سپیس اېکس ماموریت له لارې به نړۍوال فضایي تمځای ته ولېږدول شي او وروسته به له ځمکې شاوخوا ۴۰۰ کیلومټره پورته شي.

دغه سټلایټ چې یو ځل په مدار کې ځای پر ځای شي، بیا به شپږ میاشتې هلته پاتې وي، څو دا معلومات وشي چې لرګی څرنګه د فضا له سختو شرایطو سره چې تودوخه یې هر ۴۵ دقیقې تر ۱۰۰ سانتي‌ګریډه پورې بدلون مومي؛ مقاومت کوي.

: ‏فدراسیون بین‌المللی صلیب سرخ و جمعیت هلال احمر در گزارشی اعلام کرده است که بیش از نیمی از جمعیت افغانستان ( ۲۳.۷ میلیون نفر)، به کمک‌های بشردوستانه نیازمند هستند.

 این دو نهاد نوشته‌اند که از عوامل اصلی این نیازمندی می‌توان به اثرات رو به افزایش تغییرات اقلیمی، جابجایی جمعیت، چالش‌های اقتصادی، ناامنی غذایی، و کمبودهای جدی در سیستم بهداشت اشاره کرد.

: ‏د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین په کرملین ماڼۍ کې د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیرې سره کتلې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر اېکس لیکلي چې د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیرې، چوی سون د دغه هېواد د رهبر، کېم جونګ اون پیغامونه له ځان سره وړي دي. دغه کتنه داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ نږدې والی د لویدیځ له سختو غبرګونونو سره مخ دی.

: ‏د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې خبر ورکړی چې په پاریس نندارتون کې یوه پېرودونکي په کلني ډول د افغانستان ۶۰۰ کیلوګرام زعفرانو قرارداد اخیستو غوښتنه وکړه.

دغې ادارې په ایکس لیکلي، د ۲۰۲۴ کال پاریس نندارتون کې یې دغه کلنی قرارداد ترلاسه کړی چې کلنی ارزښت یې یو میلیون او اویا زره ډالرو ته رسېږي. د امریکا نړۍوالې پراختیایي ادارې زیاته کړې چې دا قرارداد به په نړۍوال بازار کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت لا لوړ کړي.

: ‏ټرمپ او هرېس د ټاکنیز کمپاین وروستۍ ورځ پېنسلوانیا کې تېره کړه.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس د خپل ټاکنیز کمپاین پر وروستۍ ورځ د دغه هېواد په پېنسلوانیا کې خبرې وکړې. د امریکا دغه ټاکنیز بهیر چې څو میاشتې وړاندې پیل شوی و، له بیلابیلو پېښو ډک و.

پر ټرمپ دوه ځل د ترور ناکام بریدونه وشول. ولسمشر جو بایډن چې لومړی نوماند و له خپلې نوماندۍ لاس په سر شو او پر ځای یې د ګوند بله غړې او مرستیاله، کاملا هرېس نومانده شوه.

ټرمپ د دغه ټاکنیز کمپاین پر مهال لومړی له جو بایډن او بیا له کاملا هرېس سره مناظره وکړه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک