له ۲۰۰۱ را هيسې امريکا د تروريزم پر ضد جنگ کې ۳۷ ميليونه انسان مهاجر کړل
د نيويارک ټايمز د راپور له مخې د امریکا د بروان پوهنتون نوی رپوټ وايي له ۲۰۰۱ راهیسي کله چي امریکا د تروریزم پر ضد جنګ شروع کړ، تر اوسه پوري د جهان په ګوټ ګوټ کي لږ تر لږه ۳۷ میلونه انسانان مهاجرتونو ته مجبوره سويدي.
د بروان پوهنتون دا رپوټ پداسي وخت کي خپرېږي چي په اصطلاح د امریکا د تروریزم پر خلاف جنګ شل کلن کېږي.
رپوټ وايي چي د تروریزم پر ضد د جنګ بې ځایه سوي خلګ اکثره د افغانستان، عراق، پاکستان، یمن، سومالیا، فلیپن، لبیا، او سوریې خلګ دي.
د بروان پوهنتون رپوټ وايي چي د واقعي بې ځایه سویو خلګو شمېر ښايي له ۴۸ میلونو څخه تر ۵۹ میلونو پوري ورسېږي.
د امریکن پوهنتون پروفسور ډېویډ واین وايي،«دا ارقام موږ ته دا راښيي چي پدې ملکونو کي د امریکا نظامي مداخلې واقعا انساني فاجعې خلق کړيدي.» هغه وايي اکثره امریکایان لدې بشري فجایعو څخه ناخبره دي.
رپوټ وايي چي په سومالیا کي ۴۶ ٪ بې ځایه سوي خلګ هله د خپلو کورونو خوشي کولو ته مجبوره سول چي امریکا په ۲۰۰۲ کي هلته نظامي مداخله وکړه. په سومالیا کي د امریکا منظمو او دوامدارو بمباریو خلګ دېته اړایستل چي خپل کلي او کورونه خوشي کړي.
رپوټ وايي د امریکا د دفاع وزارت د ملکي کسانو قتل په سختي مني، خو پدې نژدو وختونو کي شواهدو او حالاتو مجبوره کړی دی چي د ملکي تلفاتو مسولیت ومني.
د امریکن پوهنتون پروفسور واین وايي«د مهاجرو په کمپ کي هره ورځ تېرول د انسان کرامت ته زیان رسوي. هره ورځ تاسي د خپل وطن او کور څخه لیري ژوند کوئ.» حبا
