محسن داوړ خپل خباثت و ښود ؛ پښتون يې د پښتون مرگ ته وهڅاؤ
غزل ترنم
محسن داوړ خپل خباثت و ښود ؛ پښتون يې د پښتون مرگ ته وهڅاؤ ؛ او د لر او بر د يو والي خبره يې د افتراق په توره ووهله !! د ده په آند افغانستان کې نا امني ده او لامل يې دا دی چې په وينا يې د پنجاب پر اوږو سپور نظام پرې حاکم دی !! دا جناب په داسې حال کې دا ډول خبره کوي چې د خيبر جرګې ته د آی ايس آی په نغوته ورغلی ؤ او موخه يې دا وه چې لر او بر پښتون پر يو پلاټ و فورم را ټول نه شي !! تر کومه ځايه چې افغانستان کې د امن خبره ده ؛ نو دې کې خو شک نه شته چې امن قائم دی ، نه د پرون په څېر مړي شوي دي او نه د چا ناموس په خطر کې لوېدلی ؛ نا امني خو هغه وه چې دلته د ورځې زر تنه انسانان وژل کېدل ؛ زر ميندې بورې کېدلې او د افغانانو پر عزتونو بولۍ لګېدلې وه !! تاسې خو ځکه پرې راضي وئ چې جمهوریت ستا په څېر کمونيستانو لپاره لنګه غوا وه !! موږ نه وايو چې طالب نيمګړتياوې نه لري ، نه وايو چې يو ايډيال نظام يې را وستلی ؛ خو له ټولو نيمګړتياوو سره ، سره يې تر کمونيستانو په زر برابره ښه امنيت راوړی !! افغانان په دې نظر دي چې تر کمونيست د ط ا لب سپی هم ښه دی !!
هغوی د کمونيستانو او نشنليانو ظلمونه ليدلي ؛ ځکه خو د محسن داوړ غوندې کمونيستانو په وړاندې له ط ا ل ب سره اوږه په اوږه ولاړ دي .
