No-IMG

خيبر او د مرموزو کړيو ورغځېدلي لاسونه

غزل ترنم

 

د« عربانو پسرلی » د مسلمانانو لپاره خورا خوش آیند رويداد ؤ ، خاصکر مظلوم عربان پرې ځکه خوشال وو چې فکر يې کاؤ ؛ له مطلق العنان چارواکو به خلاص شي او ځای به يې په مسلمانو حکامو ډک شي ؛ ځکه خو په لومړيو ليکو کې و درېدل او په شدت يې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه ...  د هغوی په آند ؛ قضيه ټوله د مسلمانانو په نوښت پر مخ روانه وه ؛ د يو عَزْلْ او د بل نَصْبْ د دوی په لاس کې وو ؛ او دا دوی وو چې زاړه عربان پر نويو بدل کړي ؛ خو د پردې شاته مرموزې نړۍ خپل کار کاؤ ، هغوی له يوې خوا عرب چارواکي وګواښل چې د پاڅونوالو په وړاندې له زوره کار وانخلي او له بلې خوا يې مقابل لوری تشجيع کړ چې  د خپلو حقونو د تحقق لپاره پرمخ لاړ شي ... !! عربان اغفال کړی شول ؛ ځکه خو يې په کم ساري لاريونونو سربېـره د وسلو د استعمال اشتباه هم وکړه !! د معمرالقذافي په وژنه کې غربيانو مستقيمه مداخله وکړه ، جازونه يې را والوزول او د ليبيا په نظامي تاسيساتو يې شديده بمباري وکړه !! که څه هم قذافي د امريکايانو د مداخلې عواقب ډېر خطرناک ارزول او له ملت يې و غوښتل چې ليبيا پر دوهم افغانستان بدله نه کړي ؛ خو په جوش راغلي ملت يې غوښتنه ونه منله او قذافي يې د امريکايي الوتکو تر چتر لاندې وواژه !!  عربانو دا نه ګڼله چې د عربانو پسرلي  تر شا

لوی ، لوی لاسونه کار کوي او په نهایت کې به د دوی د لاريونونو پايلې د مسلمانانو په زيان تمامېږي !! د امريکايانو تر مداخلې وروسته د منځني ختيځ نور چارواکي هم د قذافي له برخلیکه ووېرېدل او په خپلو هېوادونو کې يې د ملتونو غوښتنو ته اعتنا وکړه ، په مصر کې ټاکنو ته لاره هواره شوه او اخوان المسلمين د چارو  واګې په لاس واخيستې ، کال لا نه ؤ وتلی چې د عربانو پسرلي اصلي طراحان لاس په کار شول او مسلمانان يې په هومره شدت و ځپل چې بويه که يوه پېـړۍ هم  پرونی حالت تر لاسه  کړي !! لېبيا په دريو ټوټو ووېشله شوه ، اخوان المسمين زرګونه کدرونه له لاسه ور کړل ، عراق د متعصبو شيعه ګانو داد ته وسپارل شو ، ورسره په څنګ کې د داعش او شيعه ګانو جنګونو ته لاره خلاصه شوه چې پايله يې  که له يوې خوا د داعشيانو په لاس  د اسلام بدنامۍ ته لاړه ، له بلې خوا هغه سُنيان پکې برباد شول چې د شيعه ګانو او امريکايانو له ظلمونو په عذاب ول !!

سوريه کې هم ورته لوبه تکرار شوه ، مبارز مسلمانان يې د جنګ خوراک شول ، څه يې روسانو مړه کړو ، څه يې د غربيانو په لاس ووژل شول ، څه يې د داعش له تېغه تېر شول او د ځينو پر عزت يې بولۍ ووهل شوه ، آن تر دې چې ښايسته ، ښايسته ښځې يې د فحاشۍ مرکزونو ته انتقال کړی شوې ؛ تر لوېديځو هېوادونو ورسېدې او ځينې يې د لبنان بوالهوسانو په ګورت کې ولوېدې ،  د بدلمنۍ مرکزونو ته يې يووړې او عزت يې د هوس پالو په بازار ليلام شو !!

ددې قضایاوو زخمونو ځکه ګزک وکړ او ځکه يې سر په سر غميزې و زېږولې چې د پردې شاته يې هغو لاسونو کار کاؤ چې  منځنی ختیځ يې په يوه ګوته څرخولی شوای !! خو مسلمانانو پکې له ژورتيا پرته  برخه اخيستې وه ، هر څه يې په احساساتو پرمخ وړل او دخپل مستقبل لپاره يې نه پلان لاره او نه سنجش !!

دې ته ورته لوبه اوس په فلسطين او کوزه پښتون خوا کې روانه ده ، د مسلمانانو لپاره ستر ستر دامونه غوړول شوي ؛ چې په سوکه ، سوکه يې لومو ته ور شړل کېږي ؛ خو له بده مرغه هغوی  بيا هم پکې ړانده روان دي !! په کار خو دا ؤ چې د منځني خيتځ مسلمانانو د الجزایريانو له سرنوشته درس اخيستی وای ، د افغان مجاهدينو له برخلیکه يې زده کړه کړې وای ،  د ضررينو تر منځ په « اَخَف » راضي شوي وای او په تکتيک پرمخ تللي وای ؛ خو درېغه ! داسې ونه شول ، هغوی سر په سر په امتحان کې ځانونه و غورځول او په تکرار تکرار يې ځانونه له سبانيو چانسونو محروم کړل !! نن فلسطينيان بيا هم له تکتيک او تامل پرته په جګړه کې ښکېل دي ، نه يې له دښمن سره د ځواک توازن سنجولی ، نه يې په خوا و شا کې د عياشو عربانو بې رحمۍ ته کتلي ، او نه يې دا سنجولې چې د فلسطين مسلمانان نه اقتصاد لري ، نه بيروني حاميان او نه هم دومره حوصله چې کلونه کلونه د جنګ ناخوالې و زغملی شي !! دردناک يې لا دا چې فلسطينيانو له داسې دوه مخي ايران سره د جنګ لوبه شريکه کړه چې د سُنيانو تر حمايت  د شيعه ييزم غوړېدل اَرجح ګڼي ، دې موضوع ټول عربان د حماس په وړاندې حساس کړل !!

د خيبر پښتونخواه لوبه هم همدغسې بدې پايلې ځکه در لودلی شي چې د پردې شاته يې  خطرناک لاسونه کار کوي !! هغه لوبه چې اوس په خيبر کې روانه ده ، ظاهر يې خورا آراسته ؛ خو عواقب يې د پښتون قوم په پربادۍ ولاړ دي !! سمه ده چې د منظور پښتين نيت صفا او داعيه يې مقدسه ده ، نومړی مسلمان او اسلام پلوی دی ؛ خو آيا نوموړی د هومره سترې پروژې مديريت کولی شي ؟ آيا دومره وړتيا لري چې د انګرېزانو په لاس ترسيم شوی ډېورنډ لاين مات کړي ؟ آيا هغه کولی شي چې دا قضيه د پښتون قوم په يو والي تمامه کړي ؟ آيا نوموړی دومره علمي صلاحیتونه لري چې د لراوبر پښتون د يو والي نصب العين د لويو ، لويو زبرځواکونو له تخريب نه خوندي وساتي ؟ آيا نوموړي په دې فکر کړی چې د خيبر قضيه به په مدار مدار د استعمار لاس ته لوېږي !! دی بايد پوه شي چې د خيبر د دواړو غاړو يو والی د پاکستان او د بل هر ښکېلاک له ستوني د ازغن مزي ايستل دي !! ضمناً د لر او بر پښتون يو والی د يو ستر ځواک د جوړېدو په معنا دی چې هيڅ استعمار يې په آسانه نه شي زغملی ، دوی به ولي د هغو پښتنو د يو والي هرکلی کوي چې پرون يې د تجزيې اړتيا احساسوله !! دافغانستان د اشغال په مهال لويديځ ډېورنډ لاين د پاک - افغان  ترمنځ رسمي خط بللی ؛ نو نن به يې ولي په يو ستر ځواک بدلوي ؟

له بلې خوا له اوږدې مودې راهيسي د ولي خان او محمود خان کورنيو د پښتون قوم قواله په لاس اخيستې ؛ د هغوی په نوم يې له هر استعمار نه ميليونونه ډالر اخيستي ، د پښتون نوم د هغوی لپاره لنګه غوا ده ، آيا  ياد جنابان حاضر دي چې يو تنکی را ټوکېدلی ،  بې نومه ، او بې وزله منظور د پښتنو د رهبر په حيث و مني ؟ دا ځکه شونې نه ده چې امتيازات يې له لاسه وځي او وجاهت يې په خطر کې لوېږي ، پرون هم د خيبر غونډه ځکه هغوی تحريم کړه چې د پښتون زعامت ټېکه داري يې له لاسه وتله !! له بلې خوا ياد ډلې له عقيدتي پلوه کمونيستان او په پرديو هېوادونو پورې تړلې دي ، دوی په دې لحاظ هم له منظور پښتين سره پيوند نه اخلي چې نه د ځانونو اختيار لري او نه يې ايډيالوژي له مسلمانانو سره د يو والي اجازه ور کوي ، هغوی د خپل شوم دريځ له کبله تر وروستيو سلګيو پورې د منظور پښتين د پرمختګونو مخه نيسي ، چې شونې ده په بلها بحرانونو واوړي ، او د لر او بر پښتنو د يووالي داعیه يوازې يو خوب او خيال شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک