حکمتيار: الله تعالى ته پناه وړم چي په خپل هغه نېك كار پښېمان شم چي له كبله ئې له ستونزو او كړاوونو سره مخامخ شوى يم
د افغان ځواک سره د محترم حکمتيار د تاريخي مرکه يوه برخه
پوښتنه: فکر نکوئ چي له ریگن سره له ملاقات نه ډده کول یوه ناکامه دیپلوماسي وه؟
ځواب: هيڅكله نه؛ الله تعالى ته پناه وړم چي په خپل هغه نېك كار پښېمان شم چي له كبله ئې له ستونزو او كړاوونو سره مخامخ شوى يم. كه ما هغه مهال له ريگن سره ليدلي وى نو د ژوند تر پايه به خپل ايمان او وجدان ته خجل او سر ټيټى وم.دا ځكه چي سپيني ماڼۍ غوښتل نړۍ والو ته وښيي چي په افغانستان كي د شوروي ځواكونو خلاف روان مقاومت اسلامي جهاد نه بلكي په دوى پوري تړلى مقاومت دئ، مهار ئې د سپيني ماڼۍ په لاس كي دئ، انگېرنه ئې دا وه چي كه دا مقاومت د جهاد په نامه دوام وكړي او بريا ئې په برخه شي نو دا به نه يوازي په افغانستان كي بلكي په ټولي اسلامي نړۍ كي دوى ته ستري ستري ستونزي راولاړي كړي، د جهاد څپې به نورو سيمو ته وغځېږي او نور ولسونه به هم د آزادۍ لپاره د افغان مجاهدينو لار غوره كړي، همغه څه چي نن په اسلامي هېوادو كي ورسره مخامخ دي، كله د القاعده په بڼي كي راڅرگند شي. سپيني ماڼۍ غوښتل له مسكو سره په معامله گري كي ځان د افغانانو د مقاومت وصي او قيم معرفي كړي، او د امريكا په گټه سودا او معامله وكړي. دغو خبرو ته په پام سره مي له هغي ليدني ډډه وكړه.
