مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست الوزراء د دفتر رییس عبدالواسع د کانونو په برخه کې د یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونو له مسوولینو او د استانبول (جراح پاشا) پوهنتون استادانو سره کتلي دي.
ترکي خصوصي شرکتونه چې د کانونو په برخه کې فعالیت لري، لېواله دي د اسلامي امارت اړوندو ادارو په همکارۍ د افغانستان د کانونو د څېړنې، پلټنې او ایستنې په برخو کې پانګونه وکړي.
✒️: د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو کسانو ته به نن (چهارشنبه) له غرمې وروسته د دغه ولایت په احمدشاهي لوبغالي کې سزا ورکړ شي.
دغو کسانو ته د غلا او زنا په جرمونو د محکومېدو له امله تعزیري سزا ورکول کیږي.
✒️: افغانستان کې د برېټانیا د سره صلیب مسوول جیرمي او مله پلاوي یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له سرپرست عمومي رییس شهابالدین دلاور سره کتلي دي.
د سرې میاشتې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، ښاغلي دلاور په دغې کتنه کې، د برېټانیا د سره صلیب له مسوول څخه غوښتي چې، د سوري زړه په رنځ د اخته ماشومانو د درملنې ترڅنګ، د بې سرپرسته کونډو، یتیمانو، رواني ناروغانو او د دغه بنسټ د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې دې هم مرسته وکړي.
✒️: د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ ستانه دار سيمه کې د زړو ناچاوده چاودېدونکو توکو چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي ي.
د یاد ولایت پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریيس مولوي سيف الله خالد وايي چې، ټپيان يې د درملنې په موخه د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدولې دي.
✒️: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه امروز چهارشنبه طی سخنانی در نشست گروه حزب عدالت و توسعه در مجلس تاکید کرد: به شکل صریح و شفاف میگویم که توهمات مربوط به سرزمین موعود به یک شکست بزرگ منتهی خواهد شد
اردوغان درباره حضور بنیامین نتانیاهو، نخستوزیر اسرائیل در هفتاد و نهمین مجمع عمومی سازمان ملل اظهار داشت: تاریخ هرگز کسانی را که ایستاده برای هیولا که دستانش به خون دهها هزار کودک، زن و غیرنظامی آغشته شده، کف زدند، نخواهد بخشید.
رئیس جمهور ترکیه در بخشی از سخنان خود با آرزوی رحمت الهی برای جان باختگان سیل در بوسنی و هرزگوین و شفای عاجل برای مجروحان این حادثه، تصریح کرد: آفاد، هلال احمر و تیکا وارد عمل شدند و برای التیام زخمها هر کاری که لازم بود انجام شده و خواهد شد.
✒️: د لبنان حزب الله غورځنګ اعلان کړی، د اسراییلو هغه ځواکونو چې د لبنان جنوب کې د "میس الجبل" او "محیبیب" سیمو باندې د یرغل پلان لري راکټي بریدونه کړي.
تر دې دمه اسراییلي پوځیانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
✒️: راپورونه کاږي چې د اوکراین هوايي دفاع سیستم نن د روسیې د ۲۲ توغول شویو بې پیلوټه الوتکو له ډلې ۲۱ الوتکې نسکورې کړې دي.
راپورونه زیاتوي چې یادې الوتکې په کییف، اودیسې او فینیتسایا سیمو کې رالوېدلې دي.
✒️: راپورونه کاږي چې اسراییلو د غزې پر بېلابېلو سیمو تازه بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپورونه زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې پنځه ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.
✒️: رزا اوتونبایوا رییس یوناما هنگام بازدید از نمایشگاه امام ابوحنیفه در کابل بر تعهد سازمان ملل متحد برای پشتیبانی از بخش خصوصی افغانستان تاکید کرده است.
یوناما در ایکس گفته که خانم اوتونبایوا در این نمایشگاه با شماری از دانشآموزان دیدار کرده و از دانشآموزان بهعنوان «نیروی کار آینده افغانستان» نام برده است.
✒️: د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا لپاره د چمتووالي په موخه ۷۰۷ اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو ته په بېړنۍ توګه اړتیا لري. اوچا ویلي چې دغه پیسې د سرپناو د رغولو سربېره، اړمنو ته پر تاودو جامو او کمپلو لګوي او اړتیا ده چې دا چاره د روان زیږدیز کال تر پای وړاندې ترسره شي. د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، ۱۰۴ میلیونه ډالر د خوړو او نورو معیشیتي مرستو لپاره ځانګړې کیږي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې به رسول کیږي.
✒️: د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دوو افغانانو په ګډون درې تنه د تاوتریخوالي له ډکو اقداماتو د طرحه کولو په تور په تولوز ښار کې چې د فرانسې په سویل لویدیځ کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي. دغه دوه افغانان وروڼه دي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۱ ترمنځ دي.
✒️: امریکایي رسنیو د دغه هېواد د عدلیې وزارت په حواله لیکلي، د نصیر احمد توحیدي په نوم هغه افغان نیول شوی چې غوښتل یې د نومبر میاشتې د ټاکنو پر مهال هلته ترهګریز برید وکړي. د راپور لمخې، پر نیول شوي کس تورونه دي چې داعش ډلې ته یې ځینې توکي هم لېږدول.
په راپور کې همداراز راغلي، نصیر احمد توحیدي چې د ۲۰۲۱ په سپټمبر کې امریکا ته تللی له تېرو دوو میاشتو راهیسې د داعش له یو غړي سره په اړیکه کې و. له هغه سره یو بل ځوان هم چې هویت یې نه دی په ډاګه شوی نیول شوی دی.
✒️: رویټرز خبري اژانس د اسراييل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له قوله لیکلي، پر لبنان د اسراييل په هوايي بریدونو کې د حزب الله د مشر، حسن نصرالله دوه ځای ناستي وژل شوي دي. رویټرز زیاته کړې، نتنیاهو په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، "اسراييلي ځواکونو د حسن نصرالله ځای ناستی او د ځای ناستي ځای ناستی یې وژلي دي." اخوا اسراييلي ځواکونو ویلي، په لبنان کې یې ځمکني عملیات هم دوام لري.
