د امت ماشومان ، تور سری او عام مسلمان د يهودو د لاسه هر ورځ لکه د پسونو قرباني
دا چې ځان پوري بمونه وتړي او په واړه هدف ځان والوزوي دا صحيح ده چې غيرت دي ليکن له بله پلوه د مجبوريت اخرنۍ حد دي،
اوسني زمانه او نړي کي وړکي اسراييل اسلامي نړي ته د غيرت ، جرأت او سيادت تعريف بدل کړ ليکن له بده مرغه لا هم اسلامي نړۍ نړي په غفلت ......
د نن د غيرت ، جرأت او سيادت تعريف پرته له علم ، تکنالوژۍ او اقتصاده بي معني دی..
يهود لسګونو زره کلو متره لري د کمپيوټر تر شاه ناست وي ، خپله نوشابه او کافي وهي او په څو شيبو کۍ درته ټول ښارونه تباه کوي ، په جيبونو کي پټ تيلفونو ته انفجار ورکوي ، نتنياهو په ښکاره تلبيب کي کرځي خو زموږ مسلمان مشران لسګونه زره کلو متره لري له ډاره خپل استوګنځاي بدلوي او پټيږي، د خپل سر پورته يو متر واک او اختيار نلري ، تاسو څه فکر چې څوک خپله لسګونو زره کلو متره لري پټيږي نو هغوی به څرنګه امت ته نجات ورکړي؟؟؟!!!
د امت ماشومان ، تور سری او عام مسلمان د يهودو د لاسه هر ورځ لکه د پسونو قرباني کيږي ، مونږ دي ته خوشحاله يو چې فلسطين بيرغ مو په موټر لګولی او دا راته د امت پر وړاندي مسولیت ښکاري ، ځکه چې بل څه نشو کولاي او نه يي ظرفيت لرو ، بس يواځې ځانونه مو په دروغو تلقين کړي او همداسې درواغجن به خداي لوري ته ورځو.. ځکه چې زمونږ ټوله ورځ پدي جنجال وي چې دنيوي علم مباح دی او که واجب...
