نړۍ او نړۍ وال د يوه نړۍ وال نظم لاندي د آزادۍ په نامه د اسارت ژوند تېروي
نړۍ او نړۍ وال د يوه نړۍ وال نظم لاندي د آزادۍ په نامه د اسارت ژوند تېروي.
دغه نړۍ وال نظم هر څه تر ولکې لاندي راوستي. له تعليم او تحصيل نيولې، تر تجارت، صنعت، بانک دارۍ، حکومتدارۍ، شهردارۍ، بلکې تر هر څه پوري.
ته چي خپله ټولنه او خپل هېواد په غلطه لاره روان مومې، د يوه منفرد دعوتګر، مبارز، تحليلګر او اصلاح پال په حيث رول لوبوې، آيا فکر مو کړى چي ستا رول څومره دى؟
آيا ستا مدرسه به د نړۍ د سلګونو زره تحصيلي ارګانونو د زدکړيالانو تګلاره بدله کړى شي؟
آيا ستا ليکنې به په زهرجنو تبليغاتو، رواجونو، او فکرونو لړلي ويده ملتونه را بېداره کړى شي؟
آيا ستا دعوت او اصلاحي فکر به کڼو، ګونګو، ړنډو او بندو زړونو ته لاره پيدا کړى شي؟
که نړۍ وال د نړۍ وال نظم اسيران دي، ته چي ځان منفرد، خاص او مبارز ګڼې، ته څومره آزاد يې؟
تا په شلو کلونو کي د نړۍ وال نظم له کوم ځنځير ځان خلاص کړى؟ ستا مبارزې، دعوت، ليکنې او تحليل د نړۍ وال نظم کوم نوک زخمى کړى؟ ستا آواز د موسيقيو، خنداګانو، شور ماشور او لهو لعب په امواجو کي څومره اورېدل شوى؟
دوکه شوى يې؟ ځان ته دوکه ورکوې؟ تا تغيير ندى راوستى؟ ته لا اسير يې، د نړۍ وال نظم زنداني يې. له تا نړۍ نه وېرېږي، ته د نړۍ نظم ته ګواښ نه يې؟ ته يو عادي انسان يې، په قالب کي بند، په خپلې وړې دنياګۍ کي اسير.
نړۍ وال نظم وژل کوي، جنايت کوي، وحشت او چور چپاول کوي، ښکرور دروغ خپروي، خپل شيطانت ته په نره دوام ورکوي، که ستا خوښه وي، يا نا خوښه.
که ته د نړۍ وال نظم يو نوک نشې ور زخمي کولى، نو ته لا اوس هم اسير يې. د نړۍ وال نظم برخه يې. ستا آواز، مبارزه، دعوت او هلې ځلې هم د نړۍ وال نظم په چوکاټ برابرې دي. نړۍ وال نظم ستا په څېر مبارزينو ته چي په قالب کي ځاييږي، ډېره پراخه حوصله او سينه لري.
ته د نړۍ وال نظم دشمن، حريف او ګواښ هله کيږې چي تا په تور لست کي درج کړي. لدې پرته، نړۍ وال نظم له تا وېره نلري، او مه ته ترې وېره لره. ته يې اسير او هغه د نړۍ وال زندان څښتن.
