No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏د اوبو او برېښنا وزارت ارشد سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د يو خپلمنځي بحث جريان رسنيز کړی، چې د دوی د مشر له لوري د امر بالمعروف تازه قانون په اړه شوی او پکې د ښځو غږ او مخ عورت بلل شوی دی.

نوموړي د يو شمېر طالب شيخانو د خپلمنځي بحث مسايل بيان کړي او پکې ټينګار کوي، چې نړيوال به شل کاله نور هم هغه نظام په رسميت ونه پېژني چې د ښځو حقونه يې غصب کړي وي: «ما ټينګار وکړ، هر ځل موږ ته يو فرصت په لاس راشي، خو يو مرموز لاس را اوږد شي او هر څه په لغته ووهل شي. موږ چې هر ځل نړيوالو ته لږ څه نږدې شو، نو يو ځل دغه ډول قوانين صادر شي او په افراطي نظريو هر څه تباه شي

نوموړی په دې غږيږ کليپ کې وايي، د ښځو له موضوع سره چې نړيوال حساسيت لري، موږ هر ځل له همدې ادرسه ملل متحد په ډبرو ویشتلی دی: «يو ځل موږ له کوم شرعي دليل پرته نجونې له زده کړو منع کړې، بيا مو ښځې له کاره منع کړې او اوس مو د حنفي مذهب خلاف د امر بالمعروف قانون را وایست، چې د ښځې مخ او غږ دواړه پکې عورت بلل شوي دي او ان مسلمانه ښځه به کافرې او فاسقې ښځې ته مخ نه ښيي. چې شل کاله نور هم تېر شي، دنيا دغسې حکومت چې ښځو ته خپل حقونه نه ورکوي او ورته په سپکه ګوري، په رسميت نه پېژني

نوموړي د بحث د يو بل ګډونوال ملا له قوله نقل کړي، چې د امر بالمعروف نوي قانون کې دا هم راغلي، چې محتسب به معلوموي، چې سړی خو له خپلې ښځې سره  «لواطت» نه کوي او که يې کوي، نو بايد سزا ورکړل شي.

ښاغلی اعظم زياتوي، اوس نو دا خبره څېړل چې محتسب به له کومې لارې معلوموي چې سړی له خپلې ښځې سره لواطت کوي څنګه کېږي: «امارت به د خلکو په خونو کې کامرې ږدي؟ دغسې خبرې راپورته کول او بيا هغه په قانون کې ځايول او رسمي جريده کې خپرولو ته څه ضرورت و؟ يو بل مولوي دا هم راته وويل، چې زموږ مشران خپل کليوالي او وروسته پاتې ذهن ته د قانون جامه اغوندي. يو بل مولوي وويل، د ملل متحد يې لاس خلاص

: په لندن کې افغان سفير زلمی رسول: ‏سفارت افغانستان در کشور بریتانیا بر اساس درخواست رسمی کشور میزبان، به‌طور رسمی قرار است بتاریخ ۲۷ سپتامبر ۲۰۲۴ بسته شود. این تصمیم به اساس لزوم دید مقامات کشور میزبان اتخاذ گردیده است.

: ‏د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت تېره شپه (شنبه) ناوخته ځاځي مېدان ولسوالۍ ته تللی او هلته یې له مېشتو پوله ساتو ځواکونو او عامو خلکو سره کتلي دي.

د خوست ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي امنيتي ځواکونو ته پر افغان خاوره د تېري کوونکو د ځپلو سپارښتنه کړې ده.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د خوست ځاځي مېدان اړوند پر ډېورنډ فرضي کرښه د افغان پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د يوې پوستې جوړلو له امله وقفه یي جګړه روانه ده.

که څه هم رسمي سرچینو دغه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو يوه ځايي سرچينه طلوع‌نيوز ته وايي، دغه نښته کې يو عام وګړی وژل شوی او څو تنه نور ټپيان دي.

: سعيد شينواری: ‏پاکستاني رسنیو د خپلو سرحدي چارواکو له قوله ادعا کړې چې خوست کې د ډیورنډ پر کرښه پرونۍ نښته کې مو افغانستان لوري ته د دوه قومندانانو خلیل او جان محمد په شمول ۸ کسان وژلي او ۱۶ مو ژوبل کړي.

خو کابل کې د اوسني حکومت یوې سرچینې راته ویل، ۵ کسه مو سرسري زخمیان دي او هغوی دې خپل مړي وشماري چې زموږ شماري.

: ‏د فلسطین لویدیځه غاړه کې د ترک نژادې امریکایي فعالې عایشه نورایزګي وژل کېدو ته د اردغان غبرګون:

د اسراییلو پر وړاندې باید د اسلامي هېوادونو یو ایتلاف جوړ شي.

: ‏افغانانو لپاره د روانډا سولې ښوونځی:

له سقوط وروسته مو افغانستان کې فعالیت بند دی، خو سږ کال مو انلاین فعالیت پیل کړ او اوس د سوله ایکس انلاین ښوونځي له لارې ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره نجونو ته وړیا تدریس کوو.

: ‏د بلومبرګ د ملیاردرانو احصایه:

د اتم سپټامبر د راپور له مخې د نړۍ د ۵۰۰ ملیاردرانو له ډلې ۲۰ تنو درانه مالي تاوانونه کړي.

د راپور له مخکې په تازه لیست کې د ایلن ماسک تاوان ۱۳،۹ ملیارده ډالر، د جیف بیزوس تاوان ۶،۰۸ ملیارده، د لیري پیج تاوان ۵،۰۶ ملیارده، مارک زوکر برګ تاوان ۵،۷۵ ملیارده، د سرګۍ برین تاوان ۴،۷۲ ملیارده، د مکیش امباني تاوان ۲،۱۴ ملیارده او د ګوتم اډاني تاوان ۱،۵۷ ملیارده ډالر ښودل شوی.

: ‏شمار قربانیان حملات 338 روزه اسرائیل به غزه به 40 هزار و 972 نفر رسید.

وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 33 فلسطینی کشته و 145 تن دیگر نیز زخمی شده‌اند.

: ‏د جرمني اپوزیسیون مشر فریدریښ میرڅ له حکومت غوښتي چې دې هېواد ته د افغان او سوریايي کډوالو د کډوالۍ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې، کډوال دې هېواد کې د ډله‌ییزو جنسي تېریو او د چړو په وسیله د برېدونو په پېښو کې لاس لري.

: ‏کانگرس امریکا از سه جنرال امریکایی در مورد خروج از افغانستان وضاحت خواسته است.

کمیته روابط خارجی کانگرس از سه جنرال نظامی که شاهد خروج نیروهای امریکایی از افغانستان بوده اند، توضیحات خواسته تا جزئیات خروج را در تحقیقات خود جا دهند.

دگر جنرال کریستوفر دوناهو، امیر البحر پیتر واسیلی  و برید جنرال فاریل سولیوان جنرالان استند که کانگرس از آنها وضاحت خواسته است.

: ‏د ویتنام شمالي ښارونو کې د یاګي په نوم توپان ۴ کسان مړه او ۷۸ نور یې ژوبل کړي.

چارواکو دغه  توپان په هېواد کې بې مخینې ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې سرعت یې په ساعت ۹۲ کیلومټره ته رسېده.

دوی زیاتوي،  توپان د ګڼو سیمو ونې راغورځولي او  یو شمېر ودانۍ یې هم زیانمنې کړې دي.

: ‏د راپورونو له مخې، د هند په مانیپور ایالت کې د دوو قومونو کوکي او میتي ترمنځ د شخړې له امله شپږ تنه وژل شوي.

راپورونه زیاتوي، دغو قومونو د اقتصادي او دولتي امتیازاتو د وېش پر سر له تېر کال راهیسې څو ځلې شخړې کړي چې له دواړو لورو تر اوسه  ۲۲۵ تنه  په کې وژل شوي او زرګونه نور بې ځایه کېدو ته اړ شوي.

: ‏خبرگزاری اسوشیتد پرس به نقل از دو منبع آگاه گزارش داده است که ایران موشک‌های بالستیک کوتاه‌برد به روسیه برای استفاده در جنگ اوکراین منتقل کرده است.

این دو منبع جزییاتی درباره تعداد تسلیحات تحویلی یا زمان انتقال ارایه نکرده‌اند، اما گفته‌اند که ایالات متحده در این باره به متحدان خود اطلاع داده است.

: ‏کارزار انتخاباتی کامالا هریس نامزد حزب دموکرات، بار دیگر به توافق سال ۲۰۲۰ دونالد ترامپ رییس‌جمهور پیشین با «طالبان» اشاره کرده است.

این کارزار استدلال کرده که توافق ترامپ یک ضرب‌الاجل "تقریباً غیرممکن" را ایجاد کرده و دولت بایدن-هریس را بدون هیچ برنامه‌ای برای خروج منظم، با یک وضعیت خطرناک و پرهزینه از افغانستان مواجه کرده است.

: ‏در ۴۸ ساعت گذشته، ۶۱ تن در غزه کشته شده‌اند.

مقام‌های بهداشتی غزه می‌گویند که نیروهای اسراییلی در ۴۸ ساعت گذشته دست‌کم ۶۱ تن را در این منطقه کشته‌اند که به این ترتیب شمار قربانیان از آغاز جنگ تاکنون به ۴۰ هزار و ۹۳۹ تن رسیده است.

این آمارها نشان می‌دهند که در این مدت، ۹۴ هزار و ۶۱۶ تن زخمی شده‌اند.

: ‏افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد کمال بوزای سره کتلي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر وړاندې یې د سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.  د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طارق علي بخیت افغانستان لپاره د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره هم کتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي طارق علي بخیت او اوزان ارطغرل دغه کتنه کې افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو، نشه یي توکو سره د مبارزې او بشري وضعیت په تړاو د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د تعامل لپاره د دوحې غونډو د بهیر، اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې د هڅو په اړه خبرې کړې دي. طارق علي بخیت ویلي، اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو هڅو ته کامرون کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په سرمشریزه کې د شویو پرېکړو لمخې دوام ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک