مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: د کندهار ښار د اوومې ناحیې په ميرويس مېنه کې د «ميرويس مېنه د نجونو عالي لېسې» ته اور اچول شوی دی.
د نجونو د دغې لېسې په يوه برخه کې پخواني مېزونه او چوکۍ ايښودل شوي وو چې همدغو مېزونو او چوکيو اور اخيستی دی. تر اوسه پورې د دغې اور اچوونې انګېزه څرګنده نه ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي د یووالي په نوم جوړه شوې غونډه کې وايي، د افغانستان حکومتولي تر نورو حکومتونو کمزورې ده خو حکومت ته باید وخت ورکړل شي چې دا هرڅه کرار کرار سم کړي.
✒️: میرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې په صفري نقطه کې کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل ویلي، امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، رشید مردوف سره د ګڼو ارګانونو د پلاو په ملتیا په صفري نقطه کې کتلي دي. تکل زیاته کړې چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا او نوري فایبر پروژو د پرانیستي لپاره د وروستیو چمتووالو په اړه خبرې کړي او په نږدې راتلونکې کې یې د دغو سترو پروژو د پرانیستې مراسمو چمتووالی هم ارزولی دی.
✒️: د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني وایي، هغه کسان چې د خلکو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي «دوستان نه بلکې دښمنان» دي. خلیفه سراجالدین حقاني دغه څرګندونې د کابل په یوولسمه حوزه کې د یو جومات د پرانیستې پرمهال کړي دي.
✒️: بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، د قرغېزستان له لوري دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د "طالبانو" د نوم ایستل، د اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک د رامنځته کېدو ښکارندویي کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د قرغېزستان دغه ګام ستایلی او ویلي یې دي چې د نورو هېوادونو په دوام د قرغېزستان دغه ګام د اسلامي امارت او هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې شته خنډونه لمنځه وړي.
✒️: د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي رسنيو ته ويلي، د خوست ولايت ميدان ځاځيو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ پر ډېورنډ فرضي کرښه نښته درېدلې خو د بیا پیل ویره يې لاهم شته ده.
عنایت الله خوارزمي وایي، دغه نښته وروسته تر هغې رامنځته شوې چې د اسلامي امارت ځواکونه د یوې پوستې پر جوړولو بوخت و او پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې.
✒️: د سويلي کوريا د رسنيو له قوله خبر ورکړل شوی، چې د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون د سېلابونو او ځمکې ښوئېدو پېښو د مخنيوي او په مدیریت کې د پاتې راتلو له وجې، خپل ۳۰ مسؤولين اعدام کړي دي.
دغه خبر تېره ورځ خپور شوی، خو اعدامونه د تېرې مياشتې په جريان کې ترسره شوي دي.
دغو سېلابونو کې تر اوسه شاوخوا ۴ زره کسان وژل شوي، سلګونه کورونه او جريبونه کرنيزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
✒️: فیدان: نتانیاهو مسئول اصلی نسلکشی در غزه است.
هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه طی نشست مشترک خبری با تیمچو موتسونسکی، وزیر امور خارجه و تجارت خارجی مقدونیه شمالی در اسکوپیه گفت: بنیامین نتانیاهو شخصا مسئول اصلی نسلکشی در غزه است.
✒️: د راپورونو له مخې؛ اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو تازه بریدونه ترسره کړي چې له کبله یې ۱۸ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
اخوا؛ د اسراییلو لومړي وزیر یو ځل بیا د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې پر پوځي مبارزې ټینګار کړی دی.
✒️: کابل کې د امریکا سفارت پر اېکسپاڼه راغلي چې افغانستان کې اوسمهال ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او ۲.۵ میلیونه نور یې زده کړو ته لاسرسی نه لري.
بیان کې همدارنګه راغلي چې هره نجلۍ د زده کړو حق لري او د دې حق خوندیتوب لپاره يې د زده کړو په برخه کې د ټولو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
✒️: د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دغه هېواد تر کنترول لاندې قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو پړه پر افغانستان اچول ناسم سیاست بللی دی.
نوموړي تازه څرګندونو کې ویلي چې د پاکستان حکومت دې پر افغانستان د دغو پړو اچولو پر ځای پر خپلو مسوولیتونو تمرکز وکړي.
✒️: د امریکا جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې ۱۴ کلن هلک خپل دوه ټولګیوال او دوه ښوونکي په ډزو وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه هلک تېر کال هم د ځایي امنیتي مسوولینو له لوري د دغه راز برید په اړه په انلاین (پرلیکه) بڼه د خلکو تر منځ د وېرې خپرولو له امله نیول شوی و.
✒️: رویټرز د دوو امریکایي چارواکو په ګډون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سپینه ماڼۍ غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره پر یوې نوې طرحه کار کوي. راپور کې راغلي، دغه طرحه د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ خبرو کې د اوږدمهاله اختلافاتو لمنځه وړلو په موخه چمتو کیږي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له هرو دوو افغانانو یو یې بې وزله دی او د دغه هېواد ۸۰ سلنې خلک، ورځ په یوه ډالر تېروي. اوچا زیاته کړې چې روان زېږیز کال لپاره یې افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یوازې ۲۵ سلنې بسپنه ترلاسه کړې ده.
