No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي طلوع‌نیوز ته ویلي چې، د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوه ټېلر، ټوډي، کرولا او رېشکې ترمنځ د ټکر له امله د درې ښځو په ګډون پنځه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. ښاغلی زابلی وايي، دا پېښه نن (چهارشنبه د وږي ۱۴مه) د سره رود ولسوالۍ په «رېنګ روډ» سیمه کې را منځته شوې ده. نوموړی زیاتوي چې، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

: ‏ملی‌پوشان فوتسال کشور در سومین بازی جام قهرمانی کانتیننتال در تایلند، نیوزیلند را ۵ بر ۱ شکست دادند.

بازی‌کنان تیم ملی فوتسال در چهارمین بازی این رشته مسابقات، روز جمعه به مصاف تایلند می‌روند. این رقابت پنج‌جانبه زیر نام "جام کانتیننتال" میان تیم‌های افغانستان، تایلند، کویت، نیوزیلند و گواتمالا در شهر بانکوک برگزار شده است.

: ‏د تخار ولایت د مرکز تالقان په «پل کلان» ساحه کې په يو ترمينل کې چاودنه شوې، چې تر اوسه پکې د دوو ملکیانو د وژل کېدو تائيد شوی دی.

چاودېدونکي توکي په يو بايسکل کې ځای پر ځای شوي وو، خو تر اوسه نه کومې ډلې د پېښې مسؤولیت اخيستی او نه هم امنيتي ادارو په دې اړه څه ويلي دي.

: ‏د افغانستان د څارنوالانو ټولنې تائيد کړه، چې د کابل پر دارالامان سړک د پخوانۍ لويې څارنوالۍ او اوسني د فرامينو د تعقيب رياست پر کارکوونکو ځانمرګي بريد کې ۱۶ څارنوالان شهيدان شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

: ‏د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د قطري او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان پر بشري وضعیت د خبرو پر مهال ويلي، د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو، خو طالبانو ته مو نور د صبر کاسه په ډکېدو ده.

رینا امیري د دغې ليدنې په اړه پخپل ايکس لیکلي، چې له قطري او متحده عربي اماراتو چارواکو سره يې د طالبانو د امربالمعروف قانون په اړه پخپلو اندېښنو خبرې کړې دي او په وينا يې، طالبان په دې قانون سره غواړي افغان مېرمنې په ټولنه کې له عام ژوند څخه په بشپړ ډول حذف کړي: «افغانانو ته زموږ ملاتړ ثابت او پخپل ځای دی، خو طالبانو ته زموږ صبر مخ په ختمیدو دی. په کور دننه او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لار د افغانانو حقونو ته درناوی دی

: ‏ادامه حملات اسرائیل به غزه؛ 26 فلسطینی دیگر کشته شدند.

محمود بصل، سخنگوی نیروهای دفاع مدنی غزه اعلام کرد که از بامداد دیروز در حملات اسرائیل به مناطق مختلف نوار غزه 26 فلسطینی از جمله زنان و کودکان جان باخته‌اند.

: ‏در حملات 10 روز اخیر ارتش صهيونيست اسرائیل به غزه 456 فلسطینی جان باخته‌اند.

: ‏واکنش ترکیه به اظهارات نتانیاهو درباره کریدور فیلادلفی. وزارت امور خارجه ترکیه با انتشار بیانیه‌ای، اظهارات بنیامین نتانیاهو، نخست وزیر اسرائیل درباره کریدور فیلادلفی را محکوم کرد.

: ‏د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي چې د افغانانو په ګډون یې له بېلابېلو لورو سره افغانستان کې د روان بشري وضعیت په تړاو خبرې پيل کړې دي.

نوموړی ترکیه کې له څو ورځو خبرو وروسته اوس قطر ته تللی دی.

: ‏د امریکا د استازو جرگې د بهرنیو اړیکو کمیټې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا وتلو په اړه د دې هیواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن احضار کړی دی.

بلخوا بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «متیو میلر» د «انتوني بلینکن» احضارول غیر ضروري بللي او ویلي یې دي چې نوموړی له وخته څلور ځله د بهرنیو اړیکو کمیټې په وړاندې حاضر شوی دی.

: ‏د یوکراین لږ تر لږه ۷ وزیرانو او لوړپوړو چارواکو له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د هغو وزیرانو په جملې کې چې خپلې دندې یې خوشې کړي د یوکراین بهرنیو چارو وزیر «ډیمیټرو کولیبا» هم شامل دی.

: ‏سازمان حقوق بشر ایران اعلام کرده است که در ماه اگست سال جاری، دست‌کم ۱۰۰ نفر در ایران اعدام شده‌اند.

این سازمان در گزارشی می‌گوید که ۱۱ شهروند افغانستان نیز در میان اعدام‌شدگان بوده‌اند.

: ‏د پاکستاني رسنيو د راپور لمخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، اسحق ډار او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر، ډونالډ بلوم سره کتلي دي او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه يې خبرې کړې دي.

په دغه کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو د لا زیاتو جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي،  خو تر دې مخکې ویل شوي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۲۵ زره هغه افغانان په پاکستان کې پاتې شوي، چې نورو هېوادونو ته یې د تګ اراده وه. اخوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د هغو افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ به هم پیل شي چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي.

: ‏د ازبېکستان د استخباراتو رییس عبدالسلام عزیزوف وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو وړتیاو په چوکاټ کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د دغه هېواد استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي. ښاغلي عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې و ویل افغان شریکان باید د دغه کړکېچ پر وړاندې یوازې پاتې نه شي. ازبېکستاني رسنیو د عبدالسلام عزیزوف له قوله لیکلي، له داعش سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري مهمه ده. ځکه د هغه په ​​وینا، د مبارزې لوري کمزوري کول به د دغې ډلې د پیاوړتیا لامل شي، او د سیمې امنیت به لا زیات له ګواښ سره مخ کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي، کاناډايۍ جورجېټ ګانیون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) سیاسي مرستیاله ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش ویاند، سټیفان دوجارېک په یوه خبري غونډه کې ویلي، ګانیون د مارکس پوټزل پر ځای ټاکل شوې ده.

هغې تر دې وړاندې، په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیالې په توګه دنده پر مخ وړله.

: ‏پر غزې تړانګې د اسراييلي ځواکونو په تازه برید کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

رویټرز خبری اژانس راپور ورکړی چې د غزې پر رفح ښار د اسراييل د بریدونو له امله په سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو لړۍ تر لږ ځنډ وروسته بیا پیل شوې ده.له تېرو درېیو ورځو راهیسې په غزه کې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین دوام لري.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین په مرکزي ښار پولتاوا کې پر یوه پوځي انسټیټوټ د روسیې په هوايي برید کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي دي. په دغه برید کې چې نږدې ټول قربانیان یې پوځيان دي، ۲۷۰ نور ټپیان دي. ویل کیږي چې په دغه هوايي برید کې دوه بالستیکي توغندي کارول شوي چې د روانې جګړې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک