No-IMG

الله تعالی تر ټولو قيمتي تحفه عقل سلیم دي چې انسانانو ته يي ورکړي

آيا داسې مو اوريدلي او لوستي چې کله موسي عليه السلام د فرعون دښمن شو او مصر يي پريښوده 400 کيلومتره لرې مداين ته د روانيدو پر مهال دم درود وويل او په هوا کي والوت او هلته ورسيد ؟

آيا کله مو هم لوستی او اوريدلي چې ابراهيم عليه السلام چې کله د خپل وطن عراق څخه جلا وطن شو او شام ته يي په دم او چوف په هوا سفر وکړ؟

آيا چيرته مو اوريدلي يا لوستي چې کله يوسف عليه السلام په کوهي کي واچول شو يو دم غائب شو او ځان په بچونه کي کامياب شو؟

تاسو کله اوريدلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د طائف په سفر کي په هوايې شکل الوتي وي او د کاڼو باران څخه يي ځان ژغورنه کړي وي ؟

د تبوک غزوي سفر يي په کوم دم او درود لڼډ کړي وي ؟ د تبوک سفر يواځې څلور مياشتي مسافت په اساس وو.

دلته د انبياوو عليه السلام مثالونه ځکه ذکر کوو چي يو شمېر خلکو له عقلونو پرده پورته شي چې کوم کار په سختو شرايطو او مشکل حالاتو اولولعزم پيغمبرانو ونه کړ نو دا زموږ بزرګان او يو شمېر متصوفين څرنګه کولاي شي؟

الله تعالی د کائناتو نظام د فطري قوانينو او سائنټفک اصولو په اساس چلوي او هر يو شئ د يوه مربوطه نظام لاندې خپل ذمه داري پوره کوي ، د ژوند نظام هيڅکله توقف ندي کړي، وخت هيڅکله ندي ولاړ، د زمکې ، لمر ، سپوږمۍ او ستورو ګردش هيڅکله ندي ولاړ،

لوږه ، تنده ، خوشحالي ، تکاليفو او غم جذبات ټول د انسانانو په فطرت کي شامل دي.

د الله تعالی پيغمبرانو د انسانانو د اصلاح لپاره هر ډول تکاليف برداشت کړي..

د فطرت قانون ټولو لپاره يو ډول دي..

انبياوو لوږه ، تنده او هر ډول تکاليف برداشت کړي تر دي چې د احد په جګړه کي رسول الله صلی الله عليه وسلم په موجوديت کي د هغه ملګرو سره چې د نړي تر ټولو مکرمي هستي وي د يوه جنګي غلطي او يا غلط فهمي له امله په شکست بدل شو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبوب ترين کاکا په شمول 72 جليل القدر صحابه شهيدان شو او ورسره د الله تعالی د محبوب غاښ هم په شهادت ورسيده او د دنيا تر ټولو مقدسه وينه هم تويه شوه .

مګر نه پوهيږم زموږ بزرګان او يو شمېر پيران او مريدان د څه ډول خاورو جوړ شوي څوک په ديوال ناست په هوا شي او حج ته لاړ شي ، د چا د کوزي څخه بالسټیک توغندیو جوړ شي او مريد څخه زمري وشړي ، څوک د عزرائیل عليه السلام څخه د خپل مريدانو روحونو بيرته واخلي ، څوک دعوي کوي چي په خوب کي د حضرت خضر عليه السلام په واسطه د ملکوت چکر وواهه او بيا په ويښه ورته غيبي آواز وشو د چا دوبي پدي خبره د قبر له ملايکو خلاص شي چې زه د پيرانو پير دوبي يم..

عمر د ابوبکر د قبر خبر نشو عثمان د عمر له قبره همدارنګه علي د عثمان او صحابه د يو بل د قبر له سوال جواب نه خبر نه شول (رضي الله تعالی عنهم) ليکن زمونږ يو شمير متصوفين د الله تعالی ځانګړي اخروي نظام ته ورداخل شول او د پيرانو پير له دوبۍ خبر شول..

يقين وکړي دا د دين د بدنامولو منظم سازش دي

لږ فکر وکړي او تدبر وکړي

الله تعالی تر ټولو قيمتي تحفه عقل سلیم دي چې انسانانو ته يي ورکړي.....

يادونه:

په نص ثابتي معجزې مستثنی دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک