No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه

: ‏د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ په کوربتوب د کانټیننټال اتلولیو سیالیو، په خپله لومړۍ لوبه کې ګواتیمالا ته ۵-۴ پایلې سره ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د تایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره شوه.د هېواد ملي لوبغاړي به د دغو سیالیو په خپله دویمه لوبه کې سبا (سې‌شنبې) د کویټ پر وړاندې بخت وازمویي.

د «کانټیننټال جام» په نوم دغه پنځه اړخیزې سیالۍ د افغانستان، تایلنډ، کویټ، نیوزیلنډ او کواتیمالا ملي لوبډلو ترمنځ په بانکوک ښار کې ترسره کېږي.

: ‏د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو د سیلابونو راوتلو ګواښ زیات کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د پوهاوي په تازه پیغام کې د کابل او هلمند په سیندونو کې د اوبو کچې لوړېدو له امله د سختو سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت د پیغام لمخې په دغو سیندیزو حوزو کې کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، خوست او پکتیکا د سیلابونو له ګواښ سره مخ ولایتونه یاد شوي او هغو اوسېدونکو ته یې چې د سیند پر غاړه اوسي د ځان او ماشومانو د ساتنې خبرداری ورکړ شوی دی.

: ‏کورنیو چارو وزارت د کابل د دارالامان پر سړک له چاودنې خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند یاده چاودنه کړې او زیاتوي، چې د دې چاودنې د ډول او اوښتو تلفاتو په اړه به جزییات وروسته شریک شي اما پېښې عيني شاهدان وايي چي يو شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ټولنيزې رسنۍ: ‏راپورونه وایي، د کابل پر دارالامان سړک شپږمه حوزه کې د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو د رخصتي پر مهال پر موټر سايکل سپور ځانمرګي ځانته چاودنه ورکړه، چې تر اوسه پکې ۳۴ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده. لومړني معلومات دا دي، چې تر اوسه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي. د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو د رخصتي پر مهال دغلته بيروبار و او په قربانيانو کې عام خلک هم شامل دي.

د پېښې له ځايه ټپيان او جسدونه استقلال او علي جناح روغتونونو ته انتقال شوي، اما د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي چي ‏نن مازدیګر د کابل ښار ۶ حوزې اړوند قلعهٔ بختیار سیمه کې یو کس پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړی چې متأسفانه د یوې ښځې په ګډون ۶ ملکي وګړي  شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي. زخمیان پر وخت روغتونونو ته لیږدول شوي او د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.

: ‏د کډوالو نړيوال سازمان د راپور له مخې، د زمري له ۲۸ د سنبلې تر ۳ يعنې يوه اونۍ کې ۷۲ زره او ۶۲۴ کسان له افغانستانه ايران او پاکستان ته وتلي دي.

د دې راپور جزييات وايي، له افغانستان څخه د وتلو دغو کسانو ۵۱ سلنه يې ايران ته تللي دي. په همدې موده کې بيا شاوخوا ۶۴ زره او ۹۵۰ کسان له ايران او پاکستان څخه په جبر اخراج شوي او بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي. ناسم اقتصادي وضعيت، د سر نه خونديتوب او په راتلونکې بې باوري هغه عوامل دي، چې افغانان يې د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

: ‏طی حملات ارتش اسرائیل به غزه طی 24 ساعت 48 نفر کشته شدند.

: وزارت دفاع روسیه طی بیانیه‌ای اعلام کرد که نیروهای مسلح این کشور کنترل شهرک اسکوچنویه در دونتسک را به دست گرفته‌اند.

در این بیانیه آمده است: نیروهای مسلح روسیه تاسیسات صنایع دفاعی و انرژی اوکراین را شب گذشته با پهپادها و سلاح‌های دوربرد با دقت بالا هدف قرار دادند. تمام اهداف تعیین شده مورد اصابت قرار گرفتند. نقاط استقرار موقت مزدوران خارجی نیز منهدم شد.

: ‏د روسیې هوايي ځواک وايي چې د اوکراین ۱۵۸ ډرون الوتکې چې پر مسکو او شاوخوا سیمو یې د پراخو بریدونو هوډ درلود، رانسکورې کړې دي.

روسي چارواکو ویلي چې د ډرون نسکورېدو له کبله یې مسکو کې د تېلو یوې کارخونې هم اور اخیستی دی.

: ‏د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۵۰۰ زره اسراييلو د حکومت ضد لاریون کړی دی. لاریون کوونکي د بنیامین نتنیاهو پر واکمنۍ نیوکه کوي چې د غزې اوربند په پلي کولو او د یرغمل شویو په راخوشې کولو کې پاتې راغلی دی.

په تل ابیب کې واټونو ته وتلي لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې له حماس غورځنګ سره د پاتې ۱۰۱ تنو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره پوره هڅه وکړي. دغه لاریونونه وروسته له هغې پراخ شول چې په غزه کې د شپږو تنو یرغمل شویو اسراييلي وګړو د وژل کېدو راپور خپور شو.

: ‏نړۍوالو رسنیو د اتریش د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد هم نیت لري چې هغه افغانان بېرته هېواد ته را واستوي چې جرمي مخینه لري. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اتریش بهرنیو چارو وزارت ویلي، له جرمني سره له اوږدې مودې راهیسې پر دې بحث کوي چې څنګه کولای شي (ګډ ډيپورټيشن) یا په ګډه مجرمین افغانان بېرته واستوي.

دغه خبر وروسته له هغې ورکول کیږي چې جرمني تېره اونۍ په یوه ځل ۲۸ تنه هغه افغانان بېرته هېواد ته راوستول چې په بیلابیلو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي وو.

: ‏د ایران لوی درستیز د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د نسکوریدو په اړه د څېړنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ایراني رسنیو په وینا د چورلکې د غورځېدو اصلي لامل د سیمې پېچلی اقلیم او له غره سره ټکر و. د پېښې د څېړنو بورډ په پېښه کې د هر ډول لاسوهنې خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د وزر د برخو او سیسټمونو د متخصصینو ازمایښتونو ښودلې چې د لاسوهنې نښې پکې نه ښکاري.

: ‏د یوناما مشره، روزا اوتونبایوا زابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له لوري د قابلګۍ پروژې لیدلو ته ورغلې وه.

دغه سازمان اعلان کړی چې زابل ته د اوتونبایوا د سفر اصلي موخه په دغه ولایت کې د مېندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې او نورو روغتیايي مسایلو ارزول دي.

: د حماس غورځنګ او اسراییلو تر منځ پر ۳ ورځني اوربند له هوکړې سره هم مهاله، اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا پر غزې بریدونه وکړل او په پایله کې یې ۸۹ فلسطینیان ووژل شول او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم او د هغه نیوزیلېنډي سیال کرېس لوکسن اعلان وکړ چې دوی د حماس غورځنګ او اسراییل ترمنځ د سمدستي اوربند او د دوه جلا جلا حکومتونو په توګه د اسراييل او فلسطین د جوړولو لپاره د حل لارې موندلو لپاره متحد دي.

د رویټرز په وینا، لوکسن په یوه ګډه خبري غونډه کې و ویل: "موږ دواړه په متحد ډول د سمدستي اوربند، د خبرو اترو پر میز کې د ښکیلو خواوو د حضور او د دوو حکومتونو د حل د موندلو غوښتنه کوو."

انور ابراهیمي هم ویلي، د اوربند هیله دا مهال د پلي کېدو نه ښکاري او هغه هېوادونه په تېره بیا امریکا چې د جګړې د بندولو لپاره له خپل نفوذ کار اخلي، متحد نه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک