No-IMG

د شل کلن اشغال لنډه کیسه

د شلمې پېړۍ سر کې امریکا په اول ځل د نړۍ سیاست ته راووتله.‌ دا مهال د دوی مخې ته څلور لوی سیالان پراته ول. له ټولو لومړی امپیریال آلمان‌ ؤ چې په اوله نړیواله جګړه کې له منځه ولاړ،‌ بیا نازي آلمان ؤ چې په دوهمې نړیواله جګړه کې د امریکا او ملګرو په مقابله کې مات شو،‌ له هغې وروسته امیریال جاپان ؤ چې امریکا ترې د خطر احساس کاوه، د هغې چاره یې د هستوي بمونو پر مټ کال ۱۹۴۵م کې وکړه. له دوهمې جګړې نه وروسته یواځې شوروي اتحاد او امریکا د نړۍ دوه لوی زبر ځواکونه پاته شو.‌

 دا چې شوروي‌ او امریکا دواړو هستوي وسلې درلودلې او پوهېدل چې مخامخ جګړه د دواړو زبر ځواکونو په تاوان ده، سړه جګړه یې پیل کړه.‌ دوی د کوریا له درې کلنې جګړې راونیسه تر ویتنام، کیوبا او افغانستان پورې سره وجنګېدل او بلآخر په ۱۹۹۱م کې شوروي مات کړای شو. امریکا د نړۍ یواځینی زبر ځواک پاته شو.

له ۱۹۹۱م نه وروسته د امریکا لوی مفکرین او د لبرالې ډموکراسۍ تیوریستان په دې فکر شول چې له دې وروسته په نړۍ کې بل لوی بدلون نه راځي. دوی ویل چې له دې وروسته به په آیډیالوژیک لحاظ تل لپاره په نړۍ د لبرالې ډموکراسۍ راج وي.‌ ۱۹۹۲م کې فرانسس فوکویاما د The end of history کتاب ولیکه.‌ ده وویل چې نړۍ د دې لټه کې وه چې نظم یې د لبرالې ډموکمراسۍ نظام ته بدل شي، دا چې اوس مونږ دې هدف ته رسیدلي یو له دې وروسته نور څه نشته او همدا د تاریخ پای ده. په ۱۹۹۴م کې برژنسکي The Grand Chessboard: American strategy and its geo-strategic imperatives کتاب ولیکه او امریکا ته یې د دې پلان ورکړ چې څنګه امریکا تل لپاره د نړی ستر زبر ځواک پاته شي.

دې نوي نړیوال نظام یا World Order  ته امریکایانو د Liberal Hegemony  یا لبرالې آیډیالوژۍ د حاکمیت نوم ورکړ. د امریکا بهرنی سیاست له ۱۹۹۲م څخه تر ۲۰۱۸م پورې له د همدې فکر په رڼا کې جوړېده. د لبرالې هیژمانۍ یو لوی هدف دا ؤ چې هغه ټول هیوادونه باید د امریکا د تأثیر لاندې راوړل شي کوم چې په نړیوال سیاست کې د امریکا خبرې ته سر نه ټیټوي.‌ دا کار دوی د اقتصادي بندیزونو او نظامي‌ ځواک په زور کاوه.

افغانستان د دې هیوادونو په سر کې قرار درلود. ۱۹۹۴م کې برژنسکي خپل کتاب کې لیکلي ؤ چې منځنۍ آسیا د نړۍ د بالقان حیثیت لري او د نړۍ سیالي به پر هماغه ځای وي.‌ دی امریکا ته د دې مشوره ورکړې وه چې که غواړي د چین یا روسیه د بیا راپورته کېدو مخه نیسۍ باید د آسیا بالقان (منځنۍ آسیا) کې وجود ولري.

افغانستان د همدې لوبې ټارګټ شو، د سپتامبر پېښې دې کار ته زمینه برابره کړه او بلآخر زمونږ ګران هیواد د اشغال لومې ته وغورځېډ.

د افغانستان د اشغال په لومړیو کې امریکا خلکو ته ویل چې دوی افغانستان ته القاعدې او د هغوی ملګرو پسې راغلي خو حقیقي پلان دا ؤ چې افغانستان کې باید یو داسې نظام وجود ولري چې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي. دوی په ۲۰۰۲م کې القاعده او د طالبانو نظام ړنګ کړ، نوی “ډیموکرات” نظام یې جوړ کړ.

دا چې امریکایانو افغانستان کې داسې یو نظام جوړ کړای وای چې په سیمه کې یې د امریکا ګټې ساتلای وای، دوی دوه لویې ننګونې درلودې.‌ یو دا چې طالبان باید د افغانستان له جغرافیې او تاریخ څخه حذف شي.  دوهم دا چې د افغانستان کلتور، دیني او ملي ارزښتونه باید داسې ترسیم شي چې د امریکا د ګټو مخ ته رانشي.

طالبان تر ۲۰۰۴م پورې نا منظم ول او کوښښ یې وکړ حامد کرزي حکومت سرهد خبرو له لارې هدف ته ورسېږي خو د دوی ټولې هڅې رد شوې، بوش اعلان وکړ چې طالبان ختم شول. هماغه شو چې طالبان مجبور شول او د دوی په وړاندې یې مبارزه پیل کړه.

دوهمه ننګونه دا وه چې امریکایانو باید د خلکو په فکرونو او اذهانو کار کړای وای هغې لپاره یې په Social engineering  یا ټولنیزې مهندسۍ کار پیل کړ. دوی په رسنیو مصارف پیل کړل. څه موده وړاندې د امریکا سفارت د یو راپور په ترڅ کې افغانستان کې پر رسنیو د امریکا مصارف په میلیونونه ډالر تخمین کړي ؤ.

امریکایانو داسې فکر کړای ؤ چې د نظامي ابزارو څخه په استفاده به طالبان له صحنې وباسي او د رسنیو، پیسو او حکومتي ادارو له لارې به په دې وتوانېږي چې د افغان ملت ارزښتونه د امریکا قالب ته جوړ کړي.‌

نن دا دی ۲۳ کاله وروسته مالومه شوه چې دوی په دې دواړو ستراتیژیو کې ناکام دي، په نظامي ډګر کې طالبان او فرهنګي او فکري ډګر کې د افغانستان د ولس اکثریت د دوی په وړاندې ودرېد او شل کاله وروسته یې دې ته مجبور کړل چې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېږدي.

نن افغانستان او  افغان ولس خپل هیواد وګاټه، غرب خپله ناکامی ومنله او تل لپاره زمونږ له پاکې خاورې رخصت شول.

اشغال د خپسې په مانا دی، کله چې یو هیواد ونیسي؛ آبادۍ، آرامۍ او پرمختګ ته یې نه پرېږدي. آزادي او د آزادۍ مبارزه د افغان ملت مشروع حق او د وخت غوښتنه وه. اوس د نوي نظام امتحان دی چې دوی وکولای شي په آزاد ډول د ملي ګټو په رڼا کې خپل سیاست ترسیم کړي. دوی اوس د نړۍ د راډار لاندې دي چې له اشغال پرته څنګه توانېږي د افغانستان دردېدلي ولس ته آرامي،‌ هوساینه اونوی ژوند جوړ کړي.

دا کار درایت، عمق او ستراتیژیک فکر غواړي.

د افغانستان ولس ته دې د آزادۍ د نوي فصل دا ویاړلې ورځ مبارکه وي.

نابود باد استکبار

زنده باد افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک