مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداګرو د ستونزو حل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
دغې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي مهمند د ترکیې له سفیر غوښتي چې ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د امام ابو حنیفه درېیم نندارتون ته یې هم را وبولي. خبرپاڼې د جنک اونال له قوله لیکلي، ترکیه په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونې ته لېواله ده.
✒️: د هېواد کرېکټ ملي لوبډله نن سهار له نیوزیلنډ سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د چمتووالي کمپ ترسره کولو په موخه هند ته روانه شوه.
د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ دغه ټېسټ لوبه د راتلونکې سپټمبر میاشتې په نهمه د هند په ګرېټر نویډا ښار کې پیلیږي.
✒️: فصیحالدین فطرت رییس ستاد ارتش وزارت دفاع، در برنامه دستاوردهای یک سال گذشتهی این وزارت میگوید که تحریک طالبان پاکستان (تیتیپی) مرکزهای «آشکار» در آن کشور دارد.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې سبا (پنجشنبې، د وږي، ۸مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل او کندهار ولایتونو کې د تېز باران د ورښت او بادونو اټکل کړی دی.
✒️: د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت نن (چهارشنبې) د رسنیو په مرکز کې په یوه پروګرام کې د داعش د حضور په تړاو د پنټاګون ادعا او په افغانستان کې د ټيټيپي د فعالیت په هکله د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
✒️: برخی از درخواست کنندگان ویزای زیارتی و سیاحتی ایران از صادر نشدن وِیزا از سوی سفارت ایران در کابل، انتقاد دارند.
این درخواست کنندگان که از ولایتهای گوناگون به کابل آمدهاند، میگویند که دو هفته پیش سفارت ایران به آنان وعده ۶۰هزار ویزای زیارتی و سیاحتی را داده بود؛ اما اکنون این سفارت به آنان ویزا نمیدهد.
سفارت ایران در کابل تا اکنون در این باره چیزی نگفته است.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات 327 روزه اسرائیل به غزه به 40 هزار و 534 نفر رسید.
✒️: کشته شدن 39 فلسطینی دیگر طی حملات اسرائیل صهيونيست به نوار غزه.
✒️: وزارت خارجه ترکیه: عملیات غیرقانونی اسرائیل در کرانه باختری و اظهارات وزیر خارجه این کشور مبنی بر اعمال اقدامات مشابه غزه در کرانه باختری را به شدت محکوم میکنیم؛ اتخاذ تدابیر و مجازات لازم علیه اقدامات خلاف حقوق بینالملل توسط اسرائیل و نقض حقوق فلسطینیها ضروری است.
✒️: د اروپايي کمېسیون ویاند ایریک مامېر وايي چې اروپايي ټولنې روان کال کې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
نوموړي یوې خبري غونډې ته ویلي چې دغه مرستې د خپلو همکارو موسسو پر مټ وېشي.
✒️: شهباز شريف افغانستان د ټي.ټي.پي موجودیت په تړاو ادعا کړې.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، ټولو ته مالومه ده،چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.ټي.پي) په افغانستان کې پټن ځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان کې برېدونه کوي.
شریف زیاته کړې، د ټي.ټي.پي په تړاو بیا بیا د افغانستان سرپرست حکومت سره اندېښنې شریکې شوي، خو په خبره یې اسلامي امارت هغه ډول ګامونه نه دي پورته کړي، چې پاکستان یې تمه لري.
د شریف تازه ادعاوو ته اسلامي امارت غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي او د ټي.ټي.پي مساله یې د یاد هېواد کورنۍ موضوع بللې ده.
✒️: روینا شمداسانی سخنگوی حقوق بشر سازمان ملل متحد میگوید، امارت اسلامی باید قانون جدید امر بالمعروف و نهی از منکر و سمع شکایات را فورا ً لغو کند.
وی می افزاید، در قانون مذکور بالای زنان، جوانان و رسانه ها محدودیت های وضع شده اند که با تطبیق شدن آن حقوق اولیه آنها نقض میشود.
امارت اسلامی در مورد گفته های شمداسانی واکنش نشان نداده است.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د امریکا پر مشرۍ لویدیځ د اوکراین په پوځي ملاتړ سره غواړي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته کړي.
لاروف زیاتوي، واشنګټن په سیمه کې د روسیې او اروپا د بې ثباتۍ هڅې پیل کړې، چې دوام به یې د لویدیځ ثبات هم سخت وننګوي.
✒️: د مېتا کمپنۍ مشر مارک زاکربرګ وايي چې د خواله رسنیو پلټفارمونه یې د امریکا له لوري تر فشار لاندې راوستل شوي دي.
نوموړي یوه بیان کې څرګنده کړې چې ولسمشر جو بایډن او سپینې ماڼۍ چارواکو په مکرر ډول ځینې غوښتي څو د کووېډ-۱۹ اړوند محتوا لرې کړي.
✒️: راپورونه کاږي، د عراق یوې جنايي محکمې د یوه سوداګر او یوه پخواني حکومتي چارواکي د نیولو امر صادر کړی دی.
راپورونه زیاتوي چې یاد کسان د عامه بودیجې د کابو ۲.۵ میلیارد ډالرو غلا قضیه کې تورن دي.
✒️: د راپورونو له مخې؛ سېنېګال فضا ته د خپلې لومړنۍ سپوږمکۍ په استولو سره تاریخ جوړ کړ.
راپورونو کې راغلي چې د دې سپوږمکۍ استول د اوبو سرچینو د مدیریت او همدارنګه د دغه هېواد ټکنالوژيکي پرمختګ برخو کې یو مهم ګام بلل شوی دی.
✒️: د جرمني لومړي وزیر اولف سکولز ویلي، هېواد یې په نړۍواله کچه د پناه غوښتنې هوکړې کړي، چې هېڅکله به ماتې نشي او په خبره یې دوی د اروپایي ټولنې قانون ته ژمن پاتې کېږي. د جرمني شپېګل ورځپاڼې د راپور لمخې، ښاغلي سکلوز دا خبرې د دغه هېواد د ډیموکراټ مسیحي ګوند مشر هغې غوښتنې په ځواب کې کړي، چې د افغانانو او سوریایي کډوالو د نه منل کېدو په اړه یې کړې وه.
لومړي وزیر له جرمني څخه د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه ویلي، چې د داسې پرېکړې امکان شته دی، خو د نویو کډوالو د منلو په قانون کې بدلون نه راولي. له جرمني څخه د افغان او سوریایي کډوالو د ستنولو غوښتنې هغه وخت راپورته شوې، چې د تېرې جمعې په ورځ یو سوریایي ځوان د جرمني په سولېنګېن ښار کې درې کسان په چړې و وژل او اته نور یې ژوبل کړل.
✒️: مایکل مککال رییس کمیته روابط خارجی مجلس نمایندگان امریکا جیک سالیوان مشاور امنیت ملی این کشور را به نشست استماعیه این کمیته فراخوانده است. مککال با ارسال نامهای به کاخ سفید هشدار داده است که اگر سالیوان همکاری نکند، او را مجبور به شهادت در این موضوع خواهد کرد.
این کمیته پیش از این زلمی خلیلزاد نماینده پیشین امریکا برای صلح افغانستان و دیگر مقامهای ارشد اداره جو بایدن را نیز در باره خروج این کشور از افغانستان به نشستهای استماعیه دعوت کرده است.
✒️: د کرېکټ نړۍوالې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هند کرېکټ بورډ مشر جی شاه به د نیوزیلنډي ګریګ بارکلي پرځای د کرېکټ نړۍوالې شورا راتلونکی مشر وي. خبرپاڼه کې راغلي، جی شاه به پرته له کومې سیالۍ د روان زېږیز کال د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د کرېکټ نړۍوالې شورا د مشر په توګه خپله دنده پیل کړي. دغې شورا لیکلي، جی شاه غواړي د ۲۰۲۸ زېږیز کال په المپیک سیالیو کې کرېکټ هم ګډ کړي.
